CRI Online

نينګ شيا د حج فريضې د ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تلونکو مسلمانانو لپاره تر وسې پورې خدمتونه کړی او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2014-01-28 09:42:43

دا مالومه ده چې په چين کې څه دپاسه شل مليونه مسلمانان شته او په عمده توګه د شينجيانګ، ګان سو، نينګ شيا، چينګهای او يون نان په سيمو کې اوسيږي. د حج فريضې د ادا کولو لپاره مکې شريفې ته تلل د مسلمانانو لپاره تر ټولو مهمه هيله ده. په دې وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد ګړندی پرمختګ موندلی او د مسلمانانو د ژوند سويه هم ډېر لوړه شوې ده، نو د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تللو په هکله د نوم ثبتونکو مسلمانانو شمېر مخ په زياتېدو دی.

د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په حکومتي ويبپاڼه کې هره ورځ دوه سوه تنه مسلمانان د حج فريضې د ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تللو په هکله خپل نومونه ثبتوي. د نينګ شيا سيمې د مرکز يون چوان ښار د اسلامي ټولنې د مشر مرستيال يانګ شينګ باو خبريال ته وويل، مسلمانان د خپل مذهب او دين ډېر درناوی کوي او اوس يې اقتصادي توان يې پياوړی شوی دی، نو مکې شفريقې ته د تللو په هکله د نوم ثبتونکو شمېر ډېر زيات دی. نينګ شيا د ٢٠٠٩ کال په مې مياشت کې په ويبپاڼه کې د نوم ثبتولو او د نوبت د نيولو نظام جوړ کړ چې ډېر څرګند او عادلانه دی.

د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته د تللو چارو په هکله د نينګ شيا د مذهبي چارو د ادارې چارواکي ښاغلي تيان وويل چې د نينګ شيا هغه مسلمانان چې غواړي مکې شريفې ته ولاړ شي، بايد لومړی په ويبپاڼه کې خپل نومونه ثبت کړي او بيا به نوبت ونيسي. د نينګ شيا د خپلواکې سيمې لخوا د ثبت شويو کسانو عمومي شمېر د اندازې له مخې د تلونکو شمېر پر بېلا بېلو ښارونو او ولسواليو ته وويشل شي. هغه وويل چې دغه شان ټول ثبت شوي کسان به په څرګنده توګه خپل نوبت وپېژني. تر اوسه پورې څه دپاسه دوه ويشتو زرو مسلمانانو په دې ويبپاڼه کې نومونه ثبت کړي دي ، په ٢٠١٣ کال کې دوه زره دوه سوه درويشت مسلمانان د حج ادا کولو لپاره مکې شريفې ته لاړ وو.

د نينګ شيا د خپلواکې سيمې حکومت هر کال يوه کاري ډله ليږدوي چې له مسلمانانو سره يو ځای مکې ته ولاړه شي. په دې کاري ډله کې د مذهبي چارو لارښوونکی ګروپ هم موجود وي او غړي يې ټول حاجيان دي. د دوی دنده په دې لاره کې مسلمانانو ته اړوند مالومات ورپېژندل او د حج مراسمو په اړوند دغو مسلمانانو ته ښوونه ور کول دي. ښاغلي تيان خبريال ته وويل چې له مکې شريفې څخه د بيرته راغلو مسلمانو څخه ځينې حاجيان د مذهب له لحاظه نوره لوړه غوښتنه هم لري، دوی بايد د خپل زهن او عملياتو په برخو کې غښتليتوب څرګند کړي.

برسيره پر دې، په ياده کاري ډله کې ډاکټران او څوارلس تنه پخوونکي هم شتون لري. ښاغلي تيان وويل، په مکه کې د نينګ شيا پلاوی ټاکلی هوټلونه لري او پکې د کلينيکونه موجود دي. که هلته کوم حاجي ناروغ شي، سمدلاسه به يې درملنه تر سره شي. د يادولو ده چې سعودي عربستان په ٢٠١٣ کال کې د لومړي ځل لپاره د نينګ شيا پلاوی ته په هوټلونو کې کلينيکونو ته د درملنې لپاره لنډمهالی اجازه ليک ور کړ.

د لوژيستيکو چارو په برخه کې د نينګ شيا پلاوی په اړه ياد څوارلس پخوونکي په مکه کې هره ورځ د مسلمانانو لپاره د غرمۍ ډوډۍ پخوي. دا عادت په ٢٠١٢ کال کې پيل شو ، د غرمۍ دوډوی نه يوازې د نينګ شيا مسلمانانو ته برابرېږي، بلکې د چين د نورو ولايتونو پر مسلمانانو يې هم پلورلی شي. دغه راز په مکه کې د حج د ادا کوونکو مسلمانانو ته ډېرې اسانتياوې برابرېږي.

ويل کېږي چې د چين په اقتصادي ابادۍ سره، د مذهبي چارو په بېلا بېلو برخو کې کارونو هم ستر پرمختګ موندلی دی. د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونه مکې شريفې ته د چيني مسلمانانو تللو ته ډېره پاملرنه کوي او غښتلي خدمتونه هم ور ته برابرېږي. دغه راز به د چين ډېر زيات مسلمانان مکې ته د تللو په هکله خپلې هيلې عملي کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای