CRI Online

د يو هندي په سترګو کې د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه

cri     (GMT+08:00) 2014-01-28 09:44:27

ښاغلی راوي د هند يو مولف دی او څو ورځې مخکې يې د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې ته سفر وکړ چې په چين کې د ګڼو مسلمانانو ميشته سيمه ده.دغه پنځه ورځني سفر هغه ته ژوره خاطره بښلې ده او خبريال ته يې وويل چې د نينګ شيا سيمه د ده له اټکل څخه وتلې سيمه ده. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له راوي سره يو ځای د نينګ شيا له ځينو ځايونو څخه ليدنه وکړو.

دا د چين له لوېديځې سيمې څخه د ښاغلي راوي لومړی ليدنه وه . هغه وويل چې د نينګ شيا سيمه د ده له اټکل سره ډېر توپير لري .

(( زما په اند، د چين شمال لوېديځه سيمه يوه ګوښه او ليرې ناحيه ده. خو هلته تر رسېدو وروسته مې وليدل چې نينګ شيا يو ډېر ښکلی ځای دی او سړکونه يې ډېر پراخ او هوار دي. د سړک پر غاړو قطار ودانۍ کتار په کتار ولاړې دي او ښکلي طبيعي منظرې يې هر ځاي کې ليدل کېږي. ))

د نينګ شيا د مرکز ين چوان ښار په هکله راوي وويل چې ين چوان يو پرمختللی ښار دی او په ډېرو برخو کې د چين له مرکز بېجينګ څخه وروسته نه دی. په دې ښار کې مغازې ډېرې دي، سړکونه يې ډېر پاک او منظم او چاپېريال يې هم ډېر ښکلی دی.

راوي وويل د نينګ شيا سيمې پراخوالی دومره لوی نه دی، خو د سيلانۍ ډېرې سرچينې پکې موجودې دي. هغه يو شمېر ځانګړتيا لرونکو ځايونو ته هم تللی، د بېلګې په توګه، د فلم اخيستلو اډه چې نه يوازې د چين په لوېديځ کې د فلم اخيستلو اډه ده، بلکې د چين د ملکي عادتونو په هکله يو موزيم هم دی. په دې اډه کې د پخوا زمانې واټونه او ودانۍ پرتې دي مثلا اهنګرخانه ، شرابخانه ، وړوکی تياتر او داسې نور . يوه خبره ده چې په پخوا زمانه کې د وګړو د ژوند حالت هلته له نژدې څخه ليدل کېږي.

دغه راز په دې اډه کې د مسلمانانو کولتوري مرکز هم د ليدو وړ دی . ددې مرکز دروازه د مشهور تاج محل په بڼه جوړه شوې چې له امله يې راوي هم ډير حيران شو او دلته د هوي قوم په هکله يو موزيم او يو جومات هم شتون لري او په دغه جومات کې په يو وخت درې زره تنه لمونځ کوونکي ځاييږي. په جومات کې ډيزاين ډير ښکلی دی . راوي د خپل سفر په ترڅ کې د ليدووړ ځايونو د يادونې په وخت کې وويل

(( ډير ځايونه زما خوښ شول، خو شاپوتو يو ځانګړی ځای دی او باور نه لرم چې په طبيعت کې بله داسې خيالي منظره وي چې يوخوا يې د شګو غونډۍ وي او بل خوا يې ژيړ سيند بليږي ، تا به ويل چې دا يو جوړ شوی انځور دی ))

په نينګ شيا کې راوي د چين دوديز خواړه هم خوړلي مثلا د پسه او چرګ غوښې ، له ژيړ سيند څخه نيول شوي کبان او داسی نور . د چيني او هندي خوړو ترمنځ د توپير په هکله راوي وويل

(( بيخي فرق لری ، له دې ځای خواړو څخه په هند کې ډير تېز دي او کم غوړي ، مالګه او مرچ پکې اچول کېږي . د پسه غوښه ډيره خوندوره ده .))

نينګ شيا ته د سفر په بهير کې راوي په حيرانتيا د هند په هکله شيان پيدا کړل . د مثال په توګه هغه د زړو کتابونو په يو پلورنځي کې د سرګردان په نوم د يوه هندي فلم له مخې تاليف شوی مصور کتاب پيدا کړ ، د هه لانګ شان غره په لمن کې د حکاکي شويو انځورونو په هکله په يو موزيم کې راوي په هند کې د دا ډول انځور په باب مفصل مالومات وليدل او په شي شا موزيم او جونګ وي ګاو معبد کې يې له هند څخه راغلې نښې هم حس کړې ، په دغه سره ډول په نينګ شيا کې د راوي سفر د زيات خوند او خوښۍ څخه ډک سفر ګرځېدلی دی.

(( د نينګ شيا منظرې ډېرې ښکلې دي او وګړي يې هم ډير ميلمه پال او خوشبين وګړي دي او د دوی سره د راشې درشې په ترڅ کې سړی ښه طبيعت احساسولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای