CRI Online

د بيجينګ ښار د فان شان سيمې په دوديان علاقه دارۍ کې د غوايي سر مېلمستيا

cri     (GMT+08:00) 2014-01-31 20:09:35

داسې ويل کېږي د غوايي سر په خوړلو سره غم نه راځي، د بيجينګ په جنوب لويديځ اطرافو کې د فانګ شان سيمې د دوديان علاقه دارۍ د يوه رستورانت په مخکې دا ليک تر سترګو کېږي ځکه چې په دې رستورانت کې د غوايي سر لخوا پخول شوي خواړه ډير شهرت لری او هره ورځ ګڼ شمېر مشتريان جلبوي .

د جنورۍ په مياشت کې په بيجينګ کې هوا ډيره يخه وي او کله کله سخت باد هم لګېږي چې له امله يې له ونو څخه پاڼې رژيږي . په دې موسم کې يوه ورځ خبرياله ياد رستورانت ته داخله شوه او و يې لېدل چې په رستورانت کې دغه وخت ډير بيروبار او ګڼه ګوڼه ده او د غوايي غوښې ښه بوي تر سپلمو شو.

د رستورانت خاوند جانګ فوګانګ د يوه ميز په وړاندی د غوايي سر د پخلي لارې چارې معرفی کړې او و يي ويل

(( د غوايي سر خوړل په چين کې يو ډول کولتور دی ځکه چې غوايي د زور او غښتليتوب استازيتوب کوي او د غوايي سر په خوړلو غم نه راځي او هر کار د غوايي غوندي په څو اکمنتيا سره ترسره کېدای شي. د يادولو وړ ده چې تاسی لومړی د غوايي ژبه او بيا څيره او په پاي کې مغز وخورئ . په چين کې دا ادعا مورجه ده څوک چې د حيوان کومه برخه خوري د بدن همغه برخه به يې هم غښتلې کېږي . مثلا که څوک د غوايي سترګې وخوري ، دده سترګې به رڼې شي . ))

د ښاغلي جانګ په وينا د غوايي سر مېلمستيا هان اتلس سوه کاله مخکې ليدل کېده او په هغه وخت کې يو جنرال دښمن ته تر ماتې ورکولو وروسته پايتخت ته راستون شو او دده د هر کلي لپاره د غوايي سر مېلمستيا جوړېده ، خو د زمانې د بدلون سره سم دغه کولتور پرې شو. ښاغلي ني يو وار په يو کتاب کې د يادې مېلمستيا په هکله مالومات لوستل او بيا يې د يوې مودې له پلټنې وروسته د غوايي سر د پخلي په اړوند ځانګړې لارې چارې وموندلې. هغه وويل

(( وګوره چې زما لخوا پخول شوي غوايي سر ډير خوندور دی ځکه چې د پخلۍ په ترڅ کې ځانګړی مسالې اچول شوي دي . ))

ښاغلي ني خبريال ته وويل چې د پخلي مخکې د غوايي سر بايد لومړي په هغو اوبو کې وپاشل شی چې څو ډوله چيني طبي بوټي پکې اچول شوي دي ، نو ځانګړي ښه بوي په غوښه کې رامنځته کېږي او غوښه يې هم تازه کېږي. د غوايي سر د پاکولو له لومړي پړاوو څخه تر پخلۍ پورې شل ساعته په کار دي ، نو ډير مشتريان له لېرې ځاي څخه د ده رستورانت ته ځي .

د بيجينګ له ښاري سيمې څخه خاصه راغلې ميرمن لي وويل

(( دا زما لومړی ځل دی چې د غوايي سر د خوړلو لپاره راغلم چې فضا يې هم ډيره جذابه ده او پخول شوی غوايي سر ښه خوند لری ، وروسته به له نورو ملګرو سره يو ځای دلته راځم. ))

د يادولو وړ ده چې ځيني بهرنيان هم ددې رستورانت مشتريان دي. مثلا يو نيجری چې دايارم داهيل نومېږي ، د غوايي سر تر خوړلو وروسته خبريالې ته وويل چې غوښه يې ډيره خوندوره ده او ما ته يې ژوره خاطره راوبښله.

په افريقا کې موږ لومړي په ښوروا کې مرچ او نورې مسالې او بيا غوښه اچوو ، خو په چين کې د غوايي سر د پخلۍ لارې چارې بيخي بېلې دي. چيني پخوونکي ماهر پخوونکي دي چې د غوايي دومره لوی سر پخولی شی او پرې شوې غوښې يې ډيرې خوندورې دي.

ګرانو اورېدونکو ، که تاسی بيجينګ ته د سفر وخت ولری ، حتما به دغه رستورانت ته لاړ شئ څو چې د غوايي سر وخورئ او د چيني پخوونکي د پخلي لارې چارې له نژدې وګورئ.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای