CRI Online

په شينجيانګ کې يو نيم مليون ښځو ته کم شمير پور ورکړ شويدی

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 20:14:51

په شينجيانګ کې يو نيم مليون ښځو ته کم شمير پور ورکړ شويدی

تير کال د شينجيانګ په شمول د چين په بيلا بيلو خپلواکو سيمو، ولايتونو او ښارونو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې ګټل شوي دي .د پروګرام په دې کړۍ کې به په شينجيانګ کې ګڼ شمير ښځې د کوچني پور د ورکولو پلان په رڼا کې شتمنې شوي دي . ژيزوانګلي عبدال چې د شينجيانګ په جنوب کې تاليم کلي يوه کليوالي ښځه ده ، په دوه زره يوولسم کال کې يې د غاليو اودلو له لارې د زياتې ګټې د اخيستلو خيال درلود چې له امله يې د ښځو د ځايي ټولنې په مرسته د شل زره يوانو په اندازه کوچنی پور تر لاسه کړ او د غاليو اودلو په چارو يې پيل وکړ . تر دوه زره ديارلسم کال پوري هغې بانک ته دغه پور بير ته ورکړ او لومړې ګټه يې لاس ته راوړله.

په شينجيانګ کې زيات شمېر ښځو له بانک څخه د کم شيمر پور له اخيستلو څخه ګټه اخيستې ده. د شينجيانګ د ښځو د ټولنې مشرې خاصيت علي په وروستيو کې وويل د دوه زره ديارلسم کال له جنورۍ څخه تر نومبر پوري په شينجيانګ کې ښځو ته د څوارلسو مليارډ او نهو سوو او درويشتو مليونو يوانو په اندازه پورونه ورکړل شوي چې څلورو لکو او اوويا زرو ښځوله دغه ډول پور څخه ګټه اخيستې او له امله يې شپږ لکه او شل زره تنو اړوندې دندې پيدا کړې دي.

د شينجيانګ د ښځو ګډې ټولنې د ريس مرستيالې سون هوا دا نظر څرګند کړ چې په کم شمير پور د ورکولو پلان په رڼا کې پر خپل قوت د اتکا په هکله د معمولي ښځو روحيه پياوړې شوې او د نارينه وو او ښځو تر منځ د مساوات په اړه د بنسټيزې ملي تګلارې د تطبيق ، په بنسټيزه کرهنيزه او مالداری سيمه کې ښځو ته د کاري فرصت د ورکونې ، ددوي د عايداتو د زياتوالي او د کورنۍ هوساينې او ټولنيز ثبات د ساتنې په برخو کې فعال رول لوبول شوی دی .

ژيزوانګلي عبدال وويل اوس زما د ګلدوزي ورکشاپ هم جوړ شوی دی. زه په پخپله له نورو سوداګرو سره تماس نيسم او زما خپلوان او دوستان هم زموږ لخوا د ګنډل شويو پارچو ښه کيفيت تبليغ کوي. اوس ما ته د ګلدوزي توکيو اخيستلو لپاره زيات سپارښت ليکونه راليږل شوي دي . زما راتلونکی پلان دا دی چې د خپل ورکشاپ پيمانه نوره پراخه شي او د کلي نورې زياتې ښځې وګمارل شی څو چې په ګډه شتمنې شی .

د شينجيانګ د ښځو ګډې ټولنې د ريس مرستيالې سون هوا وويل په دوه زره څوارلسم کال کې به دغه ټولنه له کوچنيو او کمزوريو ښځينه ډلو سره مرسته وکړي او د هغو ښځو ملاتړ به وکړي چې تازه يې د خپل قوت په اتکا خپله چاره پيل کړې، دغه راز د پور غوښتونکو ښځو د نظريو درناوی به وکړي، بی کاره کليوالې ښځې او فارغ التحصلانې به لومړي وګماري او د پور د بيرته اخيستلو او د ټاکلو پروژو د جوړولو شونتيا ارزونه به پياوړي کړي.

په شينجيانګ کې د ښځو د نوښتګر قوت د هڅونې لپاره د شينجيانګ د ښځو ګډې ټولنې هم بېلا بېلې کسبي کورسونه جوړ کړي او جوړوي، د ګلدوزي، د کورنيو چارو تر سره کولو په ګډون د کاری مهارتونو سيالۍ تر سره کوي تر څو د ښځو د کار توان پياوړی شي. په دوه زره ديارلسم کال کې په بېلا بېلو کچو د شينجيانګ د ښځو ګډو ټولنو د عصری کرهنيز سيانس او تکنالوژۍ د هغو نمونوي اډو او د اودلو هغو ورکشاپونو لپاره مرسته وکړه چې د ښځو له خوا جوړې شوي دي چې په نتيجه کې څه دپاسه يو لکو ښځو خپلو کورونو ته نږدی د کار فرصتونه تر لاسه کړيدي.

ګرانو اوريدونکو، اوس په شينجيانګ کې د ښځو حقونو او ګټو ته ډېر پاملرنه ورکړل کېږي چې د ښځو مقامونه هم ډېر پياوړی شويدي. يقين دی چې دغه ښځې به هرومرو د اقتصاد پياوړتيا او د ټولنې د هواسينې په چارو کې خپل مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای