CRI Online

د تورفان وګړو له کولتوري فعاليتونوڅخه ګټه اخيستې ده

cri     (GMT+08:00) 2014-02-28 20:13:49

د تورفان وګړو له کولتوري فعاليتونوڅخه ګټه اخيستې ده

د چين د ملي لږکيو په تيره بيا د شينجيانګ اويغوري وګړي په سندرې ويلو او نڅا کولو ډير تکړه دي او د اخترونو په وخت کې ډول ډول نندارې ښودل کېږي.

د روانې مياشتې په پنځه نېټه سهار د شينجيانګ د تورفان د توکسون ولسوالۍ د ايله علاقه دارۍ په کولتوري مرکز کې څو تنه مقام غږونکي په تمرين بوخت وو چې دوی ځايي بزګران دي ، د تمرين په ترڅ کې يې هم د پروګرام د سمون په هکله د نظريو تبادله وکړه . د يادې علاقه دارۍ په ګوژو کلي کې سپين ږيري اياس مينوپ چې غښتلي مقام غږونکی دی ، وويل چې د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې د نوي کال په لومړۍ ورځ کې دده په مشرۍ مقام غږونکو د بلنې په اثر د کولتوري مرکز په وړاندی ډګر کې د کانک کلي د هان قوم کليوالو ته ننداره وړاندی کړه او په ګډه يې د پسرلني اختر لمانځنه وکړه . هغه وويل چې په ننداره کې شوق او ذوق د يادولو وړ و ځکه چې لوبغاړو او نندارچيانو په خوشحاليو سره د چينايانو د دغه لومړي لوي اختر لمانځنه وکړه . په همدې ورځ پرته د مقام غږولو نه د کاک کليوالو هم نڅاوې وکړې .

د خبر له مخې د پسرلني اختر په موده کې د اياس مينوپ غوندي بزګري لوبغاړي د تورفان په هر کلي او اوسيدونکې سيمه کې ليدل کېدل چې لامل يې دا دی چې د تورفان کې د ژمني کولتور په نوم ډول ډول فعاليتونه د روانېدو په حال کې دي .

د تورفان سيمې د تبليغاتو څانګې د مرستيال وانګ فو جي په وينا د ژمني کولتور په نوم فعاليتونه د روان کال له جنوري مياشتې څخه پيل شول او تر مارچ مياشتې پورې به دوام ولری . د دغو فعاليتونو عمده موضوع دا ده چې هره کورنۍ د کولتوري فعاليتونو څخه ګټه اخلي څو چې وګړي کولی شی د سيمې ستر بدلون وګوري ، د هېواد له پرمختيايي لاسته راوړنو څخه ګټه واخلي ، د چيني ملت په اړوند د کولتور پيژندنه ومني ، خپل کيفيت لوړ کړي څو چې هر تن په رښتيا د عصري کولتور په عملي کوونکي او ګټه اخيستونکي بدل شی.

د يو لړ هنري نندارو نه پرته د تورفان په بيلا بيلو ښارونو او ولسواليو کې د يادو فعاليتونو د تطبيق په وخت کې هم د پخلي او ګلدوزي په شمول د مهارتونو د روزلو او سيالي کولو فعاليتونه هم ترسره شوي او يو شمير ولسي ماهران رامنځته شوي دي.

اياس مينوپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل له دې امله چې اوسمهال حکومت ددوي کولتوري فعاليتونو ته ډيره پاملرنه کوي او ګډون کوونکي يې هم زياتيږي ، نو هره ننداره د وګړو لخوا وستايل شوه . اياس مينوپ زياته کړه چې پخوا په کليو کې کولتوري فعاليتونه کم وو ، هر کله چې ژمی رارسېده ، په کليو کې هيڅ د خوښيو فعاليت نه و او بزګران په کور کې پاتېدل ، خو اوس ډول ډول فعاليتونه ډيری دي ، نو زموږ ژوند هم رنګارنګ شوی دی.

خبريال وليدل چې د ژمني کولتور په نوم د فعاليتونو په جوړېدو سره د کليوالو کميټې په وړاندی او د هستوګنې سيمې ډګرونه تل له وګړو څخه ډک بريښي ځکه چې رنګارنګ نندارې پکې ښودل کېږي.

د توکسون ولسوالۍ د ايله علاقه دارۍ د کولتوري مرکز مرستيال اضات ګلي شاربدين په وينا د تيرو کلونو د ژمي په موسم کې په کتابتون کې لوستونکي کم وو ، خو اوس کتابتون له لوستونکو څخه ډک دی ځکه چې دوي غواړي د کتاب په لوستلو سره خپلې پوهې زياتې شي. لنډه دا چې د تورفان وګړي د ژمني کولتور په نوم له فعاليتونو څخه خوښي او نيکمرغي اخستی شی.

.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای