په ٢٠١٣ کال کې د چين د دولت ريس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا له څلورو هېوادونو څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې دا خبره وړاندې کړه، چې د وريښمو لارې اوسنۍ اقتصادي سيمه د ختيځ په لور د اسيا او ارام سمندر له اقتصادي سيمې سره او د لوېديځ په لور له اروپايي سيمې سره اړيکې لري. دغه اقتصادي سيمه په نړۍ کې تر ټولو اوږده او زيات پټ توان لرونکې سيمه بلل کېږي. د چين د شان شي، ګان سو، چينګهای، نينګ شيا او شينجيانګ ټول پدې اقتصادي سيمه کې شامل دي.
څو ورځې مخکې د چينګهای ولايت د دوولسم ولسي کانګرس په درېيمه غونډه کې د دې ولايت والي هه پنګ وويل چې بايد د وريښمو لارې د جوړونې د تګلارې په رڼا کې د سيمې د پياوړتيا لپاره اقتصادي همکارۍ پرمخ يوړل شي.
چينګهای ولايت د لرغونۍ وريښمو لارې د جنوبي کرښې يوه مهمه لاره وه او د اسيا او اروپا تر منځ يې د سوداګريزې شبکې د جوړولو لپاره مهم رول لوبولی دی. اوس چينګهای څنګه کولای شي ،چې د وريښمو لارې د نوې اقتصادي سيمې د جوړولو له فرصت څخه ځاني پرمختګ چټک کړي، دا يوه نوې موضوع ده.
د چينګهای ولايت والي هه پنګ د حکومتي کارونو په اړه په يو راپور کې وويل چې چينګهای بايد د صادراتي اډې جوړونه پياوړې کړي، د ځانګړو موادو د صادراتو پيمانه او د کليدي تاسيساتو د وارداتو پيمانه دې پراخه کړي. برسيره پر دې چينګهای بايد نور زيات کورنۍ او بهرنۍ هوايي کرښې پرانيزي تر څو د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د خپلې سيالۍ توان لوړ کړي.
په دې غونډه کې ګډون کوونکو په جلا جلا توګه د وريښمو لارې د جوړونې په بهير کې د چينګهای ولايت د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره خپلې نظريې څرګندې کړې.
د يو بل خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې هم په دې وروستيو کې د وريښمو لارې د بيا ابادۍ او د شينجيانګ د اقتصاد د هڅولو په موخه بحث وکړ.
شينجيانګ د وريښمو لارې په اږدو کې ډېر مهم جغرافيايي موقعيت لري او د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ګډ سرحد لري. شينجيانګ نژدې دېرش ځمکني بندرونه او د دوو زرو کيلومټرو په اوږدوالي پولي لري. په دې توګه شينجيانګ د اقتصاد، سوداګرۍ او کلتور په برخو کې د چين د سترې برخې او د جنوبي اسيا، لوېديځې اسيا او د اروپايي هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ د تر سره کېدو لپاره يوه ستراتيژيکي اډه ګرځېدلې ده.
څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په کانګرس کې ګډون کوونکو هم د وريښمو لارې د اقتصادي سيمې د جوړونې له فرصت څخه د ګټو اخيستلو په هکله وړانديزونه وړاندې کړل.
د دې خپلواکې سيمې مشر نور بېکري د حکومتي کارونو په راپور کې وويل چې شينجيانګ بايد د خپلو جغرافيايي او هنري وړتياوو په کارولو سره د وريښمو لارې په اقتصادي سيمه کې د ترانسپورټ، معاملو، د پولي چارو، د هنر او علمي تکنالوژۍ او د طبي خدمت مرکز د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي.
په دې راپور کې د پنځو مرکزونو د جوړولو لپاره وړانديز وړاندې شوی او لومړی برخه يې ترانسپورتي مرکز جوړول دي . د شينجيانګ د ولسي کانګريس استازي او په شينجيانګ کې د جنوبي هوايي شرکت د فرعي څانګې مشر فو پو يان په دې هکله وويل چې اورومچي ښار بايد په لوېديځې اسيا کې ځان د هوايي مرکز په توګه جوړ کړي او په دې هکله بايد هڅې وکړي.
0219sichou.m4a
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |