CRI Online

په شينجيانګ کې به د مالونو د ليږد راليږد اډه جوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-28 20:10:38

په شينجيانګ کې به د مالونو د ليږد راليږد اډه جوړه شي

شينجيانګ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د چين په لويديځه څنډه کې پروت دی او له اتو هېوادونو سره ګډې پولې لري، نو شينجيانګ لويديځ ته د چين د ورخلاصون په ترڅ کې زياتې دندې په غاړه لري او د ورخلاص اقتصاد پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابروي.

په شينجيانګ کې د مالونو د ليږد راليږد چارې لږه موده مخکې پيل شوې، خو په سرعت سره يې پرمختيا موندلې ده . د شميرنې له مخې په شينجيانګ کې د څلورو لکو باروړونکو لاريو په وسيله يو لک او شل زره ليږدونکو يونټونه او څلور سوه د مالونو د ليږد راليږد ډګرونه، د دولت په کچه د مالونو د ګرځولو يوولس مرکزونه او د خپلواکې سيمې په کچه اوه ترانسپورتي سټيشنونه شته.

شينجيانګ د اسيا او اروپا د لويو وچو په خټه کې واقع دی او لويديځ ته د چين د ورخلاصون مخکښ ځای هم دی، دغه راز نهه ويشت ورخلاص بندرونه لري چې په لومړې کچه اوولس بندرونه په سرحدی سيمو کې پراته دي، نو شينجيانګ د مالونو د ليږد راليږد په چارو کې د نړيوال مرکز د ابادولو ګټور شرايط او له ختيځ څخه تر لويديځ پوري ځانګړی جغرافيايی ښيګڼې لري.

د ارومچي د ګمرکاتو د شميرنې له مخې په تير کال کې د شينجيانګ له بندرونو څخه د مالونو د ليږد راليږد عمومی اندازه نهه څلويښت مليونه او شپږ لکه او شپيته زرو ټنو ته ورسيده چې د دوه زره دوولسم کال په پرتله اتلس اعشاريه دوه سلنه زياته شوه. په صادراتي او وارداتي توکيو کې د وارداتو اندازه څلور څلويښت مليونه او دوه لکه او پنځوس زره ټنو او د صادراتو اندازه پنځه مليونه او څلور لکه او لس زره ټنو ته ورسيده. صادراتي مالونه په عمده توګه د ګازو، اومو نفتو، طبيعی يورانيومو او فلزي ډبرو په شمول د طبيعی انرژۍ و او صادراتي مالونه د کاليو، بوټونو او منسوجاتو په شمول دوديز توکي دي.

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی سيمو د جوړيدو پلان په شينجيانګ کې د مالونو د ليږد راليږد لپاره يو ښه فرصت دی. د بيلګی په توګه د سړکونو، اوسپنيزو لارو، د مالونو د ليږد راليږد مرکزونو د ابادولو په چارو کې د پانګونې سرعت به چټک شي تر څو د مالونو د ليږد راليږد شبکې بشپړې شي. د شينجيانګ د سياسی مشورتی کنفرانس د ملي کميټې غړې عبدالقادر په شينجيانګ کې د مالونو د عصري ليږد راليږد د چارو پرمختګ لپاره بايد تر هر څه لومړی په منځنۍ او اوږده موده کې د دغو چارو د پرمختګ پلان او کلنی پلان طرح شي، دويم دې د مالونو د ليږد راليږد لوي مرکزونه اباد شي چې جوړښت به يې معقول وی، د ځايونو کارولو حالت به يې سپمونکی دی، صنعتی چارې به يې راغونډيدونکی او توان يې قوی دی. دريم دې د دغو چارو لپاره غښتلی تصدۍ جوړې شي او د مالونو د ليږد راليږد په چارو کې د مهمو پلانونو د طرحې او کارونې هڅونه وشي تر څو د دغو چارو د شکل بدلون او لوړتيا چټک شي. هغې زياته کړه چې شينجيانګ بايد د ګوانګ دونګ او جيانګ سو په شمول د نورو ولايتونو او ښارونو له پرمختللو تجربو څخه ګټه واخلي چې د مالونو د عصري ليږد راليږد په چارو کې ځانګړې پانګې ترتيبې کړي، لومړی د حکومت له خوا جوړې شوې پروژې ابادې کړي، له دغو چارو سره دې مالی مرسته وکړي، غښتلو شخصيتونو او تصديو ته دې جايزې ورکړي او اړوندو تصديو ته دې امتيازي تګلارې برابرې کړي.

د شينجيانګ د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ په اړه د اقتصاد انسټيټيوټ مشر سونګ جيان هوا دا نظر لری چې د عنعنوی سوداګرۍ په نسبت الکتررونيکي سوداګرۍ د مالونو د تګ راتګ د پياوړتيا زيات تفوق لري ، نو د الکترونکي سوداګرۍ په پرمختګ سره سم به د شينجيانګ د بهرنې سوداګرۍ ساحه پراخه او کچه به لوړه شي او د مالونو د ليږد راليږ چارې به ګړندی شی او په عين وخت کې به د شينجيانګ د صنعتي او انټرنيټې کېدو په بهير کې مهم رول ولوبول شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای