CRI Online

د پسرلني اختر په موده کې د قزاقی شپنې ژيخان خوشحالی

cri     (GMT+08:00) 2014-02-28 20:08:33

د پسرلني اختر په موده کې د قزاقی شپنې ژيخان خوشحالی

ژيخان چې د شينجيانګ يوه قزاقي شپنه ده او د ارومچي په جنوبي غر کې اوسيږي ،د تير شوی پسرلني اختر اووه ورځنۍ رخصتۍ په خوښۍ سره تېرې کړې ځکه چې ددې په کورني هوټل کې هره ورځ له سيلانيانو څخه ډکه وه.

د جنوبی غره منظره لرونکې سيمه له ارومچي ښار څخه څلويښت کيلومتره فاصله لری چې د ارومچي ښاريانو لپاره د ساعتيري او سيل ښه ځای ګڼل کېږي . په ژمي کې ښاريان هميشه د سکي وهلو لپاره دې سيمې ته ځي. څرنګه چې د ژيخان کور دې سيمې ته نږدی پروت دی ، نو په خپل کور کې يو وړوکی هوټل جوړ کړ چې د وروستيو کلونو د پسرلني اختر په موده کې راغلي سيلانيان ډيری وو .

د شينجيانګ د سيلانۍ ادارې د تازه شميرنې له مخې د سږ کال د پسرلني اختر د اوونيزې رخصتۍ په وخت کې شينجيانګ يو مليون او ديارلس زره سيلانيان منلي چې د تير کال د همدې مودې په پرتله پنځلس سلنی زيات شوی. د پسرلني اختر د لومړې ورځ له سهار څخه د ارومچي ښار په جنوب کې د وريښمو لارې په نوم د سکي وهلو ډګر ته زيات شمېر سکي وهونکي راغلي دي. د دغه ډګر د يو مشر په وينا د پسرلني اختر په لومړې ورځ کې زموږ ډګر ته څه دپاسه يو زر سکي وهونکي راغلي چې د تېرو کلونوپه پرتله دوه سوه تنه زيات شوي دي.

د سکي وهونکو د زياتوالي له امله د ژيخان په کورنی هوټل کې مېلمانه ډک ښکاري . خبريال د ژيخان په کورنی هوټل کې وليدل چې هره کوټه ډېره پاکه ده، د دې کور مخکې د دوو ونو په ښاخونو کنګلونه ځواړنده دي ، ډېرې ښکلۍ دي

ژيخان وويل چې د پسرلني اختر د يوې مياشتې مخکې ددې کور ټولې کوټې نيول شوي دي ، نو ټولې کوټې يې ښکلا شوې څو چې مېلمنو ته خپل کور ته د ستنېدو احساسات ورکړی شی. د پسرلني اختر په موده کې ژيخان او د کور نور غړي ډېر بوخت وو. هغې وويل په وروستيو کلونو کې د پسرلني اختر په موده کې د سکي وهلو په هر ډګر کې ښه بيربار جوړ و او د دې کورني هوټل ته هم د عادی ورځې په پرتله درې څلور چنده مېلمانه راغلي دي. د پسرلني اختر په لومړې ورځ کې د دې کورنی هوټل له ارومچي څخه ، په دويمه ورځ کې يې له جيانګ سو ولايت څخه راغلي مېلمانه، په دريمه ورځ کې يې يو شمير زده کوونکی او ورپسی يې نور زيات شمېر سيلانيان منلي دي. ژيخان وويل له جيانګ سو ولايت څخه راغلو څه دپاسه څلويښتو سيلانيانو چې په يوولسو کورنيو پورې يې اړه درلوده، په انټرنيټ کې د دې کورنی هوټل په هکله مالومات ترلاسه کړي او د يوې شپې د اوسيدو او يوې مېلمستيا د ترتيبولو غوښتنه يې وکړه. دوی په شپه کې د کنګل شويو ونو په شاوخوا کې له مېلمنو سره يو ځاي قزاقي نڅاوې وکړې.

ژيخان وويل زيات شمېر مېلمانه د شينجيانګ له ډېرو ځايونو او دودونو سره علاقه لري ، په تيره بيا د هېواد له جنوب څخه راغلي سيلانيان د واورو د سيل او له سکي وهلو سره مينه لری. خبريال د ژيخان په کور کې ددې ميړه و نه ليد او يوازی ددې مور او دوه کشرې خويندې وليدلې چې د مېلمنو د خدمت کولو لپاره له ارومچي څخه راغلي دي .

ژيخان وويل هر کال د ژمي په موسم کې د سکي وهلو په ډګرونو کې د لوبغاړو د زياتوالی له امله يو شمير لنډ مهالي مزدوران ګمارل کېږي چې ورځنی عايد يې چوپانۍ په پرتله زيات دی. نو زياتره نارينه په ژمي کې هميشه د سکي وهلو په ډګرونو کې کار کوي، د ژيخان ميړه هم په يوډګر کې د روزونکي دنده پر غاړه لري.

ژيخان وويل پخوا دوی هم په ژمي کې د خپل پلار او مور په شان رمې څرولې، خو اوس د سيلانيزو چارو د پرمختګ له امله له نيکمرغۍ څخه ډک ژوند تيروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای