CRI Online

په شينجيانګ کې د ماشوم ډرامو په هکله توده څپه رامنځته شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2014-02-28 20:06:10

په شينجيانګ کې د ماشوم ډرامو په هکله توده څپه رامنځته شوې ده

د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې د پسرلني جشن په وړاندی د واورينې نجلۍ په نوم ډرامه د شينجيانګ د اورمچي د ماشومانو په مرکز کې وښودل شوه چې عمده رول يې د دې ښار د اووه کلنې نجلۍ جاو ځه يون لخوا لوبېده .

( اواز) د ماشومانو ډرامو له ليدو سره مينه لرم او زياتې ډرامې مې وليدلې . دا وار زما لومړی ځل دی چې په سټيج مې ننداره وکړه ، که څه هم د تمرين په وخت کې ستړی شوې يم ، خو لا هم خوښه يم .

د دوه زره ديارلسم کال د اکتوبر له پنځه ويشتمې نيټې څخه د ماشومانو د خوښيو په نوم د ماشومانو د ودې لپاره د نندارې موده پيل شوه چې د دوه زره څوارلسم کال د جون په لومړې نيټه د ماشومانو تر جشن پوری به دوام ولري. په دغو نهو مياشتو کې به د اروموچي د ماشومانو نندارې په يو تياتر کې د بيجينګ د ماشومانو د هنری ډلې اووه غښتلی ډرامې وړاندې شي. پخوا په اروموچي کې د ماشومانو ډرامې يوازی د کوچنيو ماشومانو خوښ دی، خو د لومړيو ښوونځيو د لوړو کچو زده کوونکو لپاره مساعدې ډرامې ډېرې کمې وې. خو دا ځل په دغو اوو ډرامو کې بېلا بېل شکلونه او اهميت څرګندېږي چې د لاسچالاکي لويه ډرامه، د موسيقې له لارې له نندارچيانو سره متقابله ډرامه، د هوډ تشويق کوونکې ډرامه، د نانځکو نمايش او د رومانتيکې موسيقې ډرامه او نور ډولونه شتون لري، نو د ماشومانو پلرونو او ميندو په فعاله توګه د ماشومانو لپاره د ډرامو ټکټونه اخيستلي او اخلی يې او د خپلو اولادونو هڅونه يې وکړه چې د ډرامو په نندارو کې ګډون وکړي. او اوس د ماشومانو ډرامو د ښودلو توده څپه رامنځته شوې ده.

پرته د جاو ځه يون نه د واورينې نجلۍ په نوم په دې ډرامه کې نور لوبغاړي هم د زياتو امتحانونو څخه وروسته له برياليو هلکانو او نجونو څخه انتخاب شوي دي. د ماشومانو ډرامې ډايرکټر لي مين وويل (اواز)

پخوا زيات شمېر ماشومانو يوازی د نندارچيانو په توګه ډرامې کتلې او اوس پر سټيج باندی په خپله په نندارو کې د ګډون فرصتونه لري. ماشومان په ډرامو کې د رول لوبولو له لارې د ماشومانو ډرامو ته نوره زياته پاملرنه ورکوي او د ماشومانو نورو زياتو کورنيو هم دغه ډرامې وپيژندي.

په ياده ډرامه کې دا انځور شوی چې په ځنګل کې يوه واورينه نجلۍ د خپل نيکه او انا تر افراطۍ پالنې او مينې لاندی په يوې داسې خودسرې نجلۍ بدلېږي چې ځان تر نورو لوړ ګڼي او يوازي ځان غواړي ، نور ملګري يې لکه وړوکي اس او برفي نيلوفر ترې لېرې شول چې له امله يې دغه نجلۍ بالاخره د دوستۍ په اصلي مانا پوه شوه . کله چې ډرامه ختمه شوه او په سټيج واوره اورېدله ، واورينه نجلۍ د نندارچيانو په منځ کې رامنځته شوه ، اووه کلن هلک هه جين هاو په هيجاني توګه وويل ( اواز )

کله چې ما وليدل په سټيج د واورو څاپولي راوري ، نو دومره زيات خوشاله شوم چې لکه په جنوبي قطب کې ګرځم .

د ماشومي نندارچيانو د خوښيو تر اغيزې لاندی د دوي پلرونو او ميندو هم نارې ووهلې او تودې چکچکې يې هم ورسره بدلګه کولې .ميرمن ليو يون له خپل ماشوم سره يو ځای د ګډی وډې ودانۍ په نوم د ډرامۍ له ليدلو وروسته دا نظر څرګند کړ چې د ماشومانو له ډرامو څخه پوهه زده کيدای شي. هغې وويل(اواز)

پخوا زما ماشوم له کيسو څخه جوړې شوی څو ډرامې کتلی، خو دا لومړی ځل دی چې په شينجيانګ کې د دومره اوږد وخت لپاره د ماشومانو ډرامې ښودل کيږي. ما د ټولو ډرامو ټکټونه اخيستلی او ماشوم به د بېلا بېلو شکلونو ډرامې وګوري. په زما ماشوم پنځه ډرامې کتلې او هر ځل به يې د ډرامې د کيسو له امله هيجانۍ و. زما په نظر ماشومان د دغو ډرامو له کتلو وروسته وده کوی او له دغو ډرامو څخه ګټور مالومات هم تر لاسه کولئ شئ.

د ماشومانو ډرامو د ښودلو د تودې څپې په رامنځته کېدو سره د اورمچي د ماشومانو د هنري ډلې ډيرې ډرامې جوړې کړې دي چې اخلاقي اهميت لری ، د بېلګې په توګه د سپين سوي په نوم ډرامه چې د خور او ورور ترمنځ صميمت انځوروي ، د سلو ځلو لپاره وښودل شوه ، دغه راز د خوشبين هلک په نوم ډرامې د ماشومانو ډرامه د غوره ډرامی په توګه لوبغاړي جايزې يې واخيستلې ، د يادې ډلې مشرې ګاو شيوي مۍ وويل

( اواز) د ماشومانو ډرامې د نابالغه نجونو او هلکانو د ښوونې په برخه کې فعال رول لوبوي او په عين وخت کې ددوي د ودې لپاره لازمه ښکاري . اوسمهال ډير پلرونه او ميندې داسې ډرامې خوښوي چي ماشومانو ته د خوښۍ ورکولو په عين وخت کې اخلاقي ارزښت هم ورکړي .

د ځانګړو کارونو په نوم د ډرامې ښودلو په وخت کې ټول ټکټونه پلورل شوي، د کوچنی جيپ موټر د بدلون په نوم د ډرامې ښودلو په وخت کې د زياتو کورنيو دريو نسلونو هم په ګډه او څو څو ځله دا ډرامه ولېده، د ګډوډې ودانۍ په نوم د ډرامې له ښودلو وروسته ماشومان د سټيج په شاو خوا د اوږد وخت لپاره پاتی وو. له دغو پديدو څخه څرګندېږي چې د ماشومانو ډرامو ماشومان او د دوی پلرونو او ميندو زړونو ته راجلب کړی دی. خو د ماشومانو ډرامو په هکله د چارو پرمختګ سره سره د ماشومانو د پلرونو او ميندو د لګښتونو نظريه هم ډېره پخه شوې ده. د يوولس کلنۍ نجلۍ هو تين تين مور ميرمن سياو وويل

( اواز) ډيرې ډرامې مې ليدلې دي، خو تر اوسه مې نه دي ليدلې چې کوم ماشوم د ډرامې ښودلو په بهير کې له تياتر څخه ووځي . زما په نظر د ماشومانو ډرامې بايد په دريو برخو ويشل کېږي چې يوه يې د وړکتون ، بله يې د لومړي ښوونځي د ټيټو ټولګيو او نوره يې د لوړو ټولګيو په شاګردانو پورې اړه لری. ښه به دا وي چې لا زيات ماشومان په تمريناتو کې برخه واخلي .

اوس په اروموچي کې د ماشومانو ډرامو بازار ډېر پوخ شوی. د اورمچي د ماشومانو د تياتر د منيجر مرستيالې وي ځه وويل

( اواز) د ماشومانو ډرامې په اورمچي کې کمې ښودل کېږي او په دوه زره يوولسم کال کې موږ يوازی پنځه نندارې وښودلې ، خو په دوهم کال کې مو ديرش نندارې او تېر کال مو يو سلو لس نندارې وښودلې ، سره له دې چې ترې اخيستل شوې ګټه کمه ده . مثلا تېر کال له يادو يو سلو لسو نندارو څخه څلويښت يې وړيا وې او يوازی پنځه شپږ لکه يوانه يې ګټلې دي.

نن ورځ د ماشومانو په ډرامو کې د نندارې کيفيت د لوړولو لپاره نوي تخنيکي وسايل کارول کېږي ، مثلا د واورينې نجلۍ په ډرامه کې په سټيج دکور يعنی د انځور ترتيب او اموال نه وو او پر ځاي يې د فلم ښودلو ماشين په سيله ښودل شوي انځورونه ليدل کېدل چې انځورونه يې ډير ښکلي او برجسته وو او د ماشومانو لخوا هم وستايل شول ، دغه راز په ډرامه کې غږول شوی اويغوري موسيقۍ هم د شينجيانګ له ځانګړتيا او د ماشومانو له ژوند سره مناسبې دي . اوس د ماشومانو پلرونه او ميندې د خپلو اولادونو په ښوونيزو چارو کې ډېره پانګونه کوي او د نوی کال او يا د ماشومانو جشن په وخت کې ماشومانو ته د سوغاتونو په توګه د ډرامو ټکټونو ورکول حتی د پلرونو او ميندو د لګښت يوه څپه ګرځيدلې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای