CRI Online

د چين په مکاو کې د اسلام د مقدس دين حال او ماضي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-14 17:55:10

مکاو د چين يوه کوچنۍ ځانګړې اداري سيمه ده او په پخوا زمانه کې د پرتګال تر ادارې لاندې وه او په ١٩٩٩ کال کې يې حاکميت بيرته چين ته وسپارل شو.

د تاريخي سندونو له مخې، د اسلام دين د مينګ له امپراطورۍ دورې يعنې له ديارلسمې پيړۍ څخه وړاندې د عربو او فارس سوداګرو له خوا مکاو ته خپور شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې د هوی قوم ډېری مسلمانان له جګړې څخه مکاو ته وتښتېدل. په ١٩٣٥ کال کې د مکاو اسلامي ټولنه تاسيس شوه او بيا وروسته د يو زرو دوو سوو او پنځوس مربع مترو په پراخوالی يې يو جومات هم جوړ کړو چې پکې شپږ سوه تنه ځايېږي .

د مکاو جومات په ١٩٧٤ کال کې جوړ شوی او د دې جومات د جوړونې په هکله ادعاګانې بېلې دي. يوه ادعا يې دا ده چې وايي د پرتګال د مستعمرې ادارې په موده کې د مسلمانانو سرتېرو له حکومت څخه د يوه جومات د جوړولو غوښتنه وکړه.

بله ادعا يې دا ده چې دغه جومات د مسلمانانو سوداګرو لخوا جوړ شوی . د مينګ او چينګ د امپراطورۍ په دورو کې د ځينو هېوادونو مثلا د عربي هېوادونو ، اوسني هند او پاکستان ځايي مسلمانان به د سوداګرۍ لپاره د بيړيو په وسيله د مکا ته ورتلل چې په نتيجه کې يې د دايمي استوګنې لپاره د دوي د استوګنې ځانګړې سيمه رامنځته شوه، دغه راز يو شمېر ځايي چينايانو هم د دوی تر اغېزې لاندې اسلامي عقيده درلوده چې له امله يې د مذهبي مراسمو د پر ځاي کېدو لپاره نه يوازې دغه جومات، بلکې د جومات په شاوخوا کې هم د مسلمانانو د استوګنې سيمه رامنځته شوې ده.

ياد جومات مقبرې ته نژدې پروت دی او يوه سپينه ودانۍ ده چې بڼه يې مربع شکله ښکاري ، د جومات د دروازې په پاسني ديوال باندي يوه تخته ځوړنده ده چې د مکاو د اسلامي ټولنې د مسئولينو نومونه ورباندي ليکل شوي دي ، د جومات د تالار په الماريو کې مقدس کتابونه ايښودل شوي او په شاوخواوو ديوالونو باندي په بېلا بېلو مودو کې د مذهبي فعاليتونو په هکله عکسونه او نورې لارښوونکې پاڼې نصب شوې دي. د جومات په وړاندي طاقداره دروازه چې له فولادو او ډبرو څخه جوړه شوې ، د ملا خالمه بيشيک تر مشرتوب لاندې په ١٩٧٣ کال د جون په مياشت کې ترميم شوې او ورباندې په چيني ، عربي او انګليسي ژبو ليکل شوي : د مکاو اسلامي هديره او جومات . له دې ودانۍ څخه د اسلام او اوسني هند او پاکستان د ساختماني بڼو يوه ګډه نښه ليدل کېږي

څرنګه چې مکاو يو وړوکی ځای دی ، نو يوازې څه دپاسه څلور سوه تنه مسلمانان پکې ميشته دي چې د مکاو د عمومي نفوس صفر اعشاريه صفر پنځه سلنه نيسي. د مکاو د اسلامي ټولنې مشر محمد ابراهيم اسمعيل دی ، خو هغه اوس په دايمي توګه په هانکانګ کې اوسيږي ځکه چې هانکانګ مکاو ته نژدې پروت دی. ددې ټولنې معمولي چارې د يوه چيني مسلمان لخوا ترسره کېږي. اوسېدونکي يې پاکستانيان او هنديان دي د مکاو د ځايي مسلمانانو په پرتله زيات دي او چينايي مسلمانان دوهم ځای او نورې برخې يې د جنوب ختيځې اسيا او د اروپايې هيوادونو اولادونه دي. د ټولنې په غونډه کې ګډونوال انګليسي ژبه کاروي او هره غونډه په ياد جومات کې جوړيږي او د ټولنې لګښت له بسپنو څخه راغونډېږي او د هانکانګ اسلامي ټولنه هم کله کله پولي مرسته ورته برابروي څو چې ډول ډول چارې په عادي توګه ترسره شي.

د يادولو وړ دا ده چې په تېرو څو سوو کلونو کې په مکاو کې د بېلا بېلو اديانو او مذهب پرستو ترمنځ هيڅ شخړه نه ده رامنځته شوې ، نو ويل کېږي چې د مکاو جومات د څو ډولو کولتورونو د سوله ايز موجوديت يوه ښه نمونه ده .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای