CRI Online

په دښته کې د واده مراسم

cri     (GMT+08:00) 2014-03-21 09:24:33

په دښته کې د واده مراسم

بايندالی چې د چين د مقولي قوم يو ځوان دی او د شينجيانګ د ايلي ښار د ولسوالۍ د يو مالدار په غريب کور کې زيږېدلی ، ٢٢ پسونه ،١٥ غويان او ٤ اسان او دوه خاورينې کوټې ددوي ټوله شتمني وه . د خوارۍ او غريبۍ له امله بايندالی د مجبوريت له مخې له منځني ښوونځي څخه تر فراغت وروسته خپل کور پرېښود او په ايلي او اورمچي کې يې مزدوري وکړه او ګټل شوي پيسې يې د کشر ورور او خور د لوست لپاره وليږلې . د ٢٠٠٦ کال د سپتمبر په مياشت کې نولس کلن بايندالی د روسي ژبې د زده کړې لپاره د شينجيانګ د ښوونکو د روزلو په پوهنتون کې شامل شو او د ٢٠٠٧ کال د فبروري په مياشت کې هغه د پوهنتون کتابتون ته لاړ او په داسی حال کې چې له المارۍ څخه دوه کتابونه ولويدل ، بايندالي سمدستي له ځمکې څخه کتابونه لاس ته راوړل او بيا يې په المارۍ کې کېښودل ، په دې وخت کې يې د مننې غږ واورېد ، هغه سر واړاوه او و يې ليدل چې يوه بهرنۍ نجلۍ دده په وړاندی درېدله چې طلايي ويښتان لری. دغه نجلۍ نيکو نومېږي او د ٢٠٠٦ کال د ژمي په موسم کې له انګلستان څخه د چيني ژبې د زده کولو لپاره شينجيانګ ته راغله چې له دې وروسته دوي سره اشنا شول . نيکو له بايندالي څخه پوښتنه وکړه چې اجازه ده چې ما ته د چيني ژبې ښوونه راکړئ او فيس به درکړم . بايندالي ځواب ورکړ چې اجازه ده ، خو وړيا ده .

د ٢٠٠٧ کال د اپرېل يوه ورځ نيکو په يوه ترافيکي پېښه کې د دماغ د ټپي له امله روغتون ته ولېږل شوه ، بايندالي د نيکو د ساتنې او پالنې لپاره د دوه مياشتنې زده کړې د ځنډونې پرېکړه وکړه او هره ورځ به يې په روغتون کې نيکو وساته . دده د ښې پاملرنې له کبله دوه مياشتې وروسته نيکو له روغتون څخه رخصت شوه چې په پايله کې ددوي ترمنځ مينه راپيدا شوه . يو وار نيکو ناڅاپه له بايندالي څخه پوښتنه وکړه چې ته بهرنۍ نجلۍ خوښوئ ؟ امکان شته چې په يوه انګليسي نجلۍ مين شې ؟ بايندالي نه پوهېده چې څنګه ورڅخه ځواب ورکړي ، خو دغه انګليسي نجلۍ بيا په مستقيم ډول پوښتنه وکړه چې ته په ما مين يې ؟ بايندالي په ستونزمن ډول ځواب ورکړ کېدای شی چې زه به ستا صميمي ملګری وګرځم . د ٢٠٠٩ کال د پسرلي يوه شپه نيکو د پنځم ځل لپاره بايندالي ته خپله مينه وښودله ، بايندالي بالاخره ور ته وويل چې دده کور ډير غريب دی . ځکه چې نيکو د انګلستان په يوه منځنی اقتصاد لرونکي کورنۍ کې زېږيدلې ، پلار يې يو کمپيوتري انجنير دی او مور يې په پوهنتون کې يوه ښوونکې ده . کله چې ددې پلار او مور په دې پوه شول چې خپله لور د چين په يوه غريب هلک مينه ده ، په تليفون کې يې خپل ټينګ مخالفت څرګند کړ . نيکو په تليفون کې خپل پلار او مور ته خبر ورکړ چې دغه چيني هلک په روغتون کې دوه مياشتې ددې ساتنه او پالنه وکړه ، خو پلار او مور يې لا هم په خپل نظر ټينګار وکړ ، ددې لپاره چې خپل پلار او مور په دې قانع کړي چې دغه چيني هلک يو ښه هلک دی، نيکو د ٢٠١٠ کال د پسرلي په موسم کې دوي ته بلنه ورکړه چې چين ته سفر وکړي . چين ته د سفر په وخت کې بايندالي ددوي په مل د بيجينګ د امپراطوري ماڼۍ ، لوي ديوال او د شينجيانګ د تيان چه جهيل سيل وکړ چې په لوړه کې ډير ښکلی جهيل ګڼل کېږي ، پرته د سيل نه بايندالي په دې خبر شو چې د نيکو مور د غاړې په ناروغۍ اخته ده ، نو په بيجينګ کې يې د يوه ملګري له لارې د چيني طب يو ماهر ډاکتر وغوښت چې د ستنې وهلو او ماساژ په وسيله ددې د ناروغۍ حال ښه شوی دی.د دوو مياشتو د تماس نيولو له امله د نيکو پلار او مور د دغه مودبانه چيني هلک خوښ شول چې په روانه انګليسي ژبه خبرې کولی شی .

د ٢٠١٠ کال د اکتوبر په مياشت کې بايندالي له نيکو سره نکاح وکړ او د نکاح په مراسمو کې د نيکو پلار او مور بايندالي ته يو ګړندی موټر او يو کمپيوتر د سوغات په توګه ورکړل . نيکو په بيجينګ کې د چيني ژبې د ماسترې درجې تر ګټلو وروسته د ډکتوري درجې د تر لاسه کولو لپاره د چين تايوان يو پوهنتون ته داخله شوه او بايندالی هم په يو بل پوهنتون کې شامل شو .

په ٢٠١٣ کال کې د مينانو په چيني جشن کې په دښته کې د بايندالي او نيکو ترمنځ د وده مراسم پرځاي شول .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای