CRI Online

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دويمه غونډه کې د شينجيانګ استازو د وريښمو لارې په اوږدو کې د تګ راتګ په هکله بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2014-03-28 20:46:18

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دويمه غونډه کې د شينجيانګ استازو د وريښمو لارې په اوږدو کې د تګ راتګ په هکله بحثونه وکړل

د چين د دولت ريس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر مياشت کې قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو په هکله نظريه وړاندې کړه چې د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ وګرځېده. د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په تازه پای ته رسيدونکې دويمه غونډه کې صدراعظم لي که چيانګ د حکومتي کارونو په هکله د راپور په خپرولو سره وويل دولت بايد ژر تر ژره د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو په هکله پلانونه جوړ کړي، په دغه لاره کې دې ترافيکي تګ راتګ پياوړی کړي او د اقتصاد په برخه کې دې نړيوالې همکارۍ ته نوې فضا پراخه کړي. په غونډه کې د شينجيانګ استازو هم د ترافيکي تګ راتګ په هکله بحثونه تر سره کړل.

د شينجيانګ د توليد او ابادۍ لښکر غړي ليو شين چي وړانديز وکړ چې په شينجيانګ کې دې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې لپاره د ترافيکي چارو، د سوداګريزو توکيو د ليږد راليږد، د پولي چارو، د کلتور، سيانس او تخنيک او د طبي خدمتونو په برخو کې دې پنځه مرکزونه جوړ شي. هغه وويل(اواز)

اوس بايد لومړی د شينجيانګ د پرمختګ لپاره له دغې سيمې سره د مرستې په هکله تګلاره طرحه شي. دغه راز د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړيدو پروژه دې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ په عمومي پلان کې شامله شي.

کشغر د چين لويديځه دروازه ده چې له پنځو هېوادونو سره ګډې پولې لري او د لومړې کچې شپږ واز بندرونه پکې شتون لري،او ځانګړی جغرافيايي تفوق لري. د دوه زره لسم کال په می مياشت کې د شينجيانګ د مرکزي حکومت په کاري غونډه کې په رسمي توګه منظور شوه چې د کشغر ځانګړې اقتصادي سيمه دې جوړه شي. له کشغر څخه راغلي استازي متلف عبوري وويل د کشغر د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړيدو په هکله يو لړ تګلارې ګام په ګام پلې شوې دي او لويديځ ته د ور خلاصولو په ترڅ کې کشغر د سيلانۍ او سوداګرۍ په ساحو کې تر ټولو زياتې ګټې تر لاسه کړې دي. په تير کال کې د کشغر له لارې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت څه دپاسه يو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی و. کشغر به په راتلونکې کې له بهرسره تګ راتګ نوره هم پياوړی کړي. هغه وويل(اواز)

اوسمهال ځمکنی تګ راتګ عمده لاره ده. تير کال مو له شينجيانګ څخه د پاکستان اسلام اباد ته د الوتکې يوه کرښه پرانيسته. د ترکيې، دوبۍ، تاجکستان او قرغيزستان په ګډون د نورو هېوادونو او شينجيانګ تر منځ دنورو کرښو د پرانيستلو په هکله سلامشورې تر سره کېږي. ځمکنۍ لاره هم د شينجيانګ او پاکستان، تاجکستان او قرغيزستان تر منځ شتون لري.

د اروموچي د اوسپنيزو لارو چارو د ادارې پخواني مشر تانګ شی شنګ وويل په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ د اوسپنيزو لارو ابادۍ چټک پرمختګ کړی چې د دوه زره نهم کال په پای کې په شينجيانګ کې د کارول شويو اوسپنيزو لارو اوږدوالی يې يوازې دوه زره او اته سوو کيلومترو ته رسيدلی او د دوه زره ديارلسم کال په پای کې يې اوږدوالی پنځه زرو کيلومترو ته ورسيد . اوسپنيزې لارې له شينجيانګ څخه د منځنۍ اسيا تر هېوادونو پورې د تګ راتګ مهمه لاره ګرځيدلې ده. هغه وويل(اواز)

د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو تر منځ د اوسپنيزو لارو بندرونه کم دي او د اقتصادي پرمختګ غوښتنې نه شي پوره کولی. په ځانګړې توګه د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړيدو په هکله د نظريو له وړاندې کيدو وروسته د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ چارو پرمختګ، له ګاونډيو هېوادونو سره د تماس نېولو او تګ راتګ، د اقتصاد او تخنيک په برخو کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره په شينجيانګ کې د اوسپنيزو لارو چارو چټک پرمختګ ته اړتيا لري.

برسيره پر دې د شينجيانګ او د منځنۍ او لويديځې اسيا د هېوادونو تر منځ د کرښو زياتول هم د وريښمو لارو په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو په پلان کې يوه مهمه برخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای