CRI Online

د ګوځه ګوپه دره کې د ورېښمو لرغونۍ لارې وفادار ساتونکي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-28 20:49:59

د ګوځه ګوپه دره کې د ورېښمو لرغونۍ لارې وفادار ساتونکي

د تيان شان غره د ګوځه ګودره د ايلي سيند لويديځ ته د ننوتلو او وتلو يوازنۍ لاره ده ، د ورېښمو لرغونۍ لار له دې درې څخه تېرېدله او منځنۍ اسيا او اروپا ته رسېدله . نن ورځ که څه هم دغه قديمي لار په ګړندي سړک بدله شوې ، خو د ژمي په موسم کې د سخت باد او واورې په موده کې د واورو ښوېېدو له امله کله نا کله بنديږي .

د تير فبرورۍ په مياشت کې نهه ويشت ځله واورې وښوييدلې چې تقريبا هره ورځ يو وار پېښېده . د تير پسرلني اختر په موده کې د ايلي سيندپه ناوه کې سختې واورې اورېدلې او د واورو ښوييدو زېاتې پېښې هم پېښيدلې ، نو د ايلي د سړک د ادارې په اړه د ګو ځه ګو درې څانګې ټول کارګران په خپلو کارونو بوخت وو او خپلو کورونو ته هم ستانه نه شول . د يادې ادارې مشر جاو يون چيانګ په وينا د ژمي موسم ته تر داخلېدو وروسته موږ هره ورځ دوه واره ګزمه کوله او په خرابه هوا کې د ګزمې وار زياتيده.

د موټر په وسيله د څلويښتو کيلومترو په اوږدوالي د سړک يو وار ګزمه دوه درې ساعته په کار دي . د يادې درې په دواړو خواوو کې شلګونه لويې يا کوچنۍ درې پرتې دي او په هره دره کې د واورو ښوييدو له امله د سړک د بنديدو شونتيا شته او دا امکان هم شته چې د ګزموي موټر تر تيرېدو وروسته واورې بيا ښوييږي.

سږ کال د واورو ښوييدو لومړۍ پېښه په داسی حال کې پېښېده چې د جنوري په اوه ويشتمه نېټه ماښام د ګو ځه ګو په دره کې سخت باد لګيده او واورې اورېدلې ، دوه ساعته وروسته په دره کې زيرمه شوې واورې نيم مترو ته جګې وې ، د ټاکلي پلان له مخې د واورو تر ختميدو مخکې د واورو شل پاکوونکي ګاډۍ وليږلې شوې او د پرله پسې اتلسو ساعتو جارو کولو په ترڅ کې خطرناکې پېښې پېښېدلې . مثلا په نهه وېشتمه نېټه نهه ځله د واورو ښويېدنې او په وروسته دوو ورځو کې هم څوارلس ځله پېښې شوې وې ، په تيره بيا د نوروز په بيګا تر غرمې وروسته د سړک په غاړه د سيند بستر د ښوييدلو واورو لخوا پټ شو چې د پنځه ويشتو زرو مکعب مترو په اندازه واورينې غونډۍ ترې جوړې شوې او د ديرشو مترو په اوږدوالي د سړک ساتونکي فولادي موانع مات شول چی په پايله کې سړک بند شو او ډير موټرونه د واورو تر لاندي شول . کارګرو لومړي په لاسونو په موټرونو کې بند شوي کسان وژغورل او بيا يې زيرمه شوې واورې لېرې کړې . ښاغلي جاو وويل چې په تېرو لسو کلونو کې ياده پېښه ډيره خطرناکه وه ځکه چې د ژغورنې کارګران ښايي په واورو پټ شوي واي ، په دې ورځ کې هغه ناڅاپه لږ تزلزل احساس کاوه، ورپسې د غره له لمنې څخه غټ اواز له ليرې نژدی ته ورسيد ، کله چې سر يې پورته کړ ، و يې ليدل چې زياتې واورې ولويدلې . هغه په لوړ اواز نارې ووهلې : واورې ښوييدلې دي . په همدې موقع کې ټول کارګران سمدلاسه هاخوادې خوا ته منډې ووهلې . د غره له لمنې څخه ماتې شوې ونې پر سړک ولويدلې او ټوله دره له واورو څخه پټه شوه. خو له نيکمرغه هيڅ مرګژوبله نه ده رامنځته شوې.

څرنګه چې د واورو ښوييدنه د سترګو په رپ کې پېښيږي ، نو د واورو د لېرې کولو په وخت کې د سړک په دواړو خواوو کې د نظارت او څارنې لپاره څو تنه کارګران ترتيبيږي. دده په وينا په ګوځه ګو دره کې ترانسپورتي تګ راتګ بوخت دی او نژدې د واورو ښوييدو د هرې پېښې په اثر ډير موټرونه په سړک ځنډ وي . که په همدې وخت کې يو وار بيا واورې وښوييږي، ډيره بده نتيجه به رامنځته کېږي. نو د هرې ښويېدنې وروسته بايد ژر تر ژره په سړک لويدلې واورې پاکې شی. ويل کېږي چې د ژمي په موسم کې کارګران يا د ګزمې په لار او يا د خطرونو د لېرې کولو په کارونو لګيا وي ،خو د هوا د توديدو سره سم د واورو د ويلېدو په اثر د واورو د ښوييدو پيښې هم زياتيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای