CRI Online

په نينګ شيا سيمه کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې برياليتوبونه او چانسونه (٢)

cri     (GMT+08:00) 2014-04-16 16:22:31

د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ په برخه کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه ډېرې وړتياوې لري. د څو کلونو په کوښښونو سره اوس نينګ شيا د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ډېر مهم رول لوبوي او ارزښتناکې تجربې يې هم تر لاسه کړې دي. ويل کېږي چې نينګ شيا د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تبادلې لپاره يو پل ګرځېدلی دی.

نينګ شيا او عربي هېوادونو يو له بل سره ښوونځي جوړ کړي چې د ساختماني ډيزاين ، ژبې، ادب او هنر په برخو کې وړ کسان پکې روزل کېږي. دواړو خواوو په ګډه سره هنري فعاليتونه او سپورټي لوبې جوړې کړې دي. برسيره پر دې، دواړو خواوو د طبي درملنې او پولي چارو په برخو کې هم ډېرې تبادلې کړې دي.

په دې وروستيو کلونو کې د نينګ شيا کلتوري ادارې د هېواد د اړوندو تګلارو په رڼا کې د خپلې سيمې د ځانګړو سرچينو په کارولو سره يو لړ کلتوري نښې جوړې کړي چې له عربي هېوادونو سره يې د تبادلې په بهير کې خپل ارزښت هم لوړ کړی دی. په ٢٠١١ کال کې د مسلمانانو د چاپېدونکو ادارو نړيواله غونډه د همدې کال په سپتمبر مياشت کې د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې په ين چوان ښار کې تر سره شوه. د مصر، سعودي عربستان، لبنان او سوريې په شمول د څه دپاسه شلو عربي هېوادونو د چاپېدونکو ادارو او د خپل هېواد د لسو ولايتونو او ښارونو د نهه ويشتو چاپېدونکو ادارو استازي پکې حاضر وو. دغې غونډې د کتابونو د چاپېدو او سوداګرۍ په برخو کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تبادلې لپاره يوه زمينه برابره کړې او په واقعي توګه يې عربي هېوادونو ته د چيني کتابونو د وړلو او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د ژورتيا لپاره فعال رول لوبولی دی.

د چيني ژبې د زده کړې او د چين تاريخ د پېژندلو په برخه کې د عربي هېوادونو وګړيو د اړتياوو د پوره کولو لپاره، د نينګ شيا پوهنتون د دوبۍ له پوهنتون سره يو ځای د کانفوسيوس يو انسټيټيوټ جوړ کړ. په خليج سيمه کې د لومړي کانفوسيوس انسټيټيوټ په توګه، هغه په دې سيمه کې د چيني ژبې د زده کړې اړتياوو د پوره کولو او د چين او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري تبادلې د هڅولو لپاره ستر اهميت لري. برسيره پر دې دغه انسټيټيوټ د نينګ شيا او عربي هېوادونو تر منځ د کلتوري همکارۍ لپاره يوه نوې زمينه هم برابره کړې ده.

د عربي هېوادونو وګړي له سيل کولو سره ډېره مينه لري. نو نينګ شيا د دغو سيلانيانو د راجلبولو لپاره هم ډېر کوښښونه کوي. د نينګ شيا سيمې طبيعي چاپېريال له ډېرو عربي هېوادونو سره ورته دی چې پراخه صحرا لري او هوا يې وچه ده.په دې سيمې کې زياتره خلک داسلام مقدس دين پيرو دي او له عربي هېوادونو سره يو شان اسلامي کلتور لري چې په دې سيمه کې دوه مليونه درې لکه مسلمانان ميشت دي. کله چې په لوېديځه اسياکې د دوبي په موسم کې ډېره ګرمي وي، په نينګ شيا کې هوا ډېره په زړه پورې وي،نو دا سيمه د عربي وګړيو لپاره ډېره جلبونکې ده. ويل کېږي چې د نينګ شيا سيمه د سيلانۍ چارو د هڅولو په بهيرکې د عربي هېوادونو او د مسلمانانو لپاره ډېر پټ ځواک لرونکی نوی بازار لري چې حتمن به نينګ شيا ته سترې اقتصادي ګټې ورسوي. دواړه خواوې بايد د سيلانۍ چارو په برخه کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. موږ بايد نه يوازې د عربي سيلانيانو د راجلبولو لپاره هڅې وکړو، بلکې عربي هېوادونو ته د چينايانو د سيل د ښه ترتيب په خاطر هم اغېزمن کارونه تر سره کړو. لکه د حج دادا کولو لپاره د مکې شريفې زيارت کول.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای