CRI Online

په شينجيانګ کې د منظره لرونکو ځايونو کارکوونکي د طبيعي چاپېريال د ساتلو لپاره ډېر کوششونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-06 16:33:48

د پسرلي موسم په رارسېدو سره د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سيلانۍ چارې د تودوالی په حال کې دي. د پنځه ای په کچه د منطره لرونکو ځايونو کارکونکي د خپل طبيعي چاپېريال د ساتلو لپاره بېلا بېل تدبيرونه نيسي.

د کناس په نوم يوه منظره لرونکې سيمه چې ډېر شهرت لري، په روان کال کې به د سيلانيانو د منلو شمېر محدود کړي. د دې سيمې د تاسيساتو بنسټ، د سيلانيانو د منلو شرايطو او د خدمتي شرايطو په شمول د عواملو په غور کولو سره د دې سيمې لخوا د سيلانيانو ورځنی منل شوی شمېر تر ټولو زيات اته زره دی. دغه راز کناس په شينجيانګ کې لومړۍ منظره لرونکې سيمه وګرځېدله ، اوس مهال د سيلانيانو د منلو شمېر محدودوي.

د کو کو تو په نوم منظره لرونکې سيمه چې پکې د دولت په کچه جعرافيايي پارک هم شتون لري،ددې سيمې مسول ليو شيو لي خبريال ته وويل دوی د دې سيمې د طبيعي چاپېريال ساتل پياوړي کوي او غښتلی طبيعي چاپېريال به د سيلانۍ په سيالۍ کې د دې سيمې پياوړی ځواک وګرځي. سيلانيان په دې سيمه کې نه يوازې ښکلې طبيعي منظرې کتلی شي، بلکې د علمي کتنې او څېړنې او د قيمتي شيانو د لټولو په شمول فعاليتونه هم تر سره کولای شي. سږ کال به دغه سيمه د قيمتي شيانو د لټولو په هکله دوه لارې پرانيزې چې اوږدوالی به يې لسو کيلومترو ته ورسېږي.

د سيلمو په نوم جهيل يوه ډېره مشوره منظره لرونکې سيمه ده چې په شينجيانګ کې د ځمکې له سطحې څخه تر ټولو لوړ او پرخ جهيل بلل کېږي. د دې سيمې مسول خبريال ته وويل په دې وروستيو کلونو کې يې په دې سيمه کې د طبيعي چاپېريال د اعاده کولو لپاره په پر له پسې توګه کارونه کړي او ناقانوني ودانۍ يې له منځه وړي، ګام په ګام يې د جهيل د اوبو د کيفيت څارنه او د جهيل په چاپيريال ګرځېدنه پياوړې کړې ده او داسې نور.

د دوی په کوښښونو سره د سيلمو جهيل طبيعي چاپېريال هم ښه ساتل شوی دی. د دې منظره لرونکې سيمې د جوړېدو په پلان کې د اړوندې غوښتنې له مخې، د دې جهيل د مرکزي سيمې په بهر کې يوه کوچنی ولسوالۍ وټاکل شوه چې پراخوالی يې پنځه کيلومتره دی او پانګونې يې يو سلو شلو مليونو يوانو ته رسېدلې دي. په دې کوچنۍ ولسوالۍ کې د بېلا بېلو ډولونو د تاسيساتو جوړونې بشپړې شوې چې د جهيل سيمې طبيعي چاپېريال هم په اغېزمنه توګه ساتل شوی دی. د روان کال په سر کې د سليمو جهيل منظره لرونکې سيمه په هېواد کې د ايکولوژيکي چاپېريال لرونکو جهيلونو يوه نمونه وټاکل شوه.

د نالاتي په نوم منظره لرونکې سيمه د ځايي طبيعي چاپېريال له شرايطو سره سم په مناسب ډول اباده شوې، اوس دغې سيمې د دوبني مالدارۍ فارم د کارولو په هکله محدوديت غوره کړی چې د فارم اصلي بڼه به يې هم اعاده شي.

د شينجيانګ د سيلانۍ ادارې مشر وويل منظره لرونکې سيمې د سيلانۍ چارو تر ټولو ښه بنسټ دی، نو د طبيعي چاپېريال ساتل د بېلا بېلو منظره لرونکو ځايونو ګډه نظريه ګرځېدلې ده. شينجيانګ غواړي د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو او خپلو اولادونو لپاره ښکلې طبيعي منظرې وساتي.

برسيره پر دې، شينجيانګ په روان کال کې د نيالګيود نال کولو فعاليتونه هم ښه ترتيب کړل. څو ورځې مخکې د تورفان سيمې پنځلسو زرو کسانو د يو سلو شپاړسو هکتارو په پراخوالی ونې کرلې چې د ونو شمېر يې څلورو لکو پنځه دېرشو زرو ته رسېدلی دی. د ونو کرلو فعاليت د تورفان ښار د ځنګلونو جوړونې له پروژې سره په ګډه د کليوالو سيمو د ابادولو، د ښار په سرحدکې د دفاعي ځنګلونو د جوړولو، د زراعتي شيانو د حاصلاتو د هڅولو او د وګړيو د ژوند چاپېريال د ښه کولو لپاره کلک بنسټ ايښی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای