CRI Online

د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په لاره کې د اړوندو ځايونو تر منځ کلتوري همکارۍ ټينګې شوې

cri     (GMT+08:00) 2014-04-22 16:18:40

د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په لاره کې د اړوندو ځايونو تر منځ کلتوري همکارۍ ټينګې شوې

د يو زر او يوې شپې په نوم مشهور عربي کيسې به د دري بعد کارتون او يا د الکترونيکو لوبو په شکلونو په چين او ايران کې ښودنه شي. دا په څه دپاسه يو کال کې د يو سل او شل مليونو يوانو په پانګونو سره د چين او ايران د کلتوري نظريو شرکتونو له خوا جوړ شوی يو کلتوري توليدات دی او د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په لاره کې د اړوندو ځايونو تر منځ د کلتوري همکارۍ يو برياليتوب هم دی.

د چين په شينجيانګ کې د کارلوک په نوم د خبري رسنيو د سيانس او تخنيکونو شرکت ياد کارونه پيل کړ چې په ٢٠٠٨ کال کې جوړ شوی. که څه هم دغه شرکت د چين په ختيځ کې د کارتون د توليد چارو له راغونډيدونکې ځای څخه ليری پروت دی، خو په څو لنډو کلونو کې په چټکه توګه پياوړې شوې چې د هېواد په کچه د کارتون په چارو کې يو مهم تصدی ګرځيدلی او په شينجيانګ کې په سلو مهمو تصديو کې شامل دی. دغه شرکت به د يو زر او يوې شپې په نوم د کارتون په هکله د دري بعد توليدات چې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په لاره کې د ايران، قزاقستان او نورو هېوادونو له کلتوري تصدريو سره د همکارۍ له لارې جوړ کړی، ټولې نړۍ ته صادر کړي. د دغه شرکت مشر نيګوتي عبدارحيم وويل(اواز)

زموږ د کلتور تفوق د منځنې ختيځ، د منځنې اسيا د پنځو هېوادونو او چين کلتورونه راغونډيدل دي. نو موږ د خپل کلتوري سرچينو په کارولو سره ځانګړی کلتوري توليد جوړوو. اوس دا ډېر اهميت لرونکی ازمويښتې کار دی چې موږ له ايران سره د يو زر او يوې شپې په نوم د دري بعد کارتون جوړوو.

د راتلونکی تمايل په نوم د امريکا د يو شرکت مشر هوارزن چې امريکايي تابيعت لرونکی ايراني دی، په کلتوري چارو کې د چين او ايران تر منځ په همکارۍ کې فعال رول لوبوي.هغه وويل(اواز)

د چين شينجيانګ او قزاقستان د کون لون غره په مرکزي سيمه کې پراته دي چې د لرغونې زمانې تمدن په کې ښه ساتل کېږي. د کارلوک شرکت نه يوازی په چين کې ښه کارتون جوړوي، بلکی کيفيت يې د امريکا له هاوليود سره سيالی کولی شي. دوی د کارتون مضـون، لوبغاړو او هنري څرګندونې او کيسې سره يو ځای ښيي.

شينجيانګ د وريښمو لارې او د اسيا او اروپا تر منځ د ځمکني پل په منځی کې پروت دی چې پر دغې لارې باندې د بېلا بېلو ځايونو تر منځ کلتوري او اقتصادي اړيکې شتون لري، نو د شينجيانګ د کارتون توليدات پراخ بازارونه لري. په کلتوري ساحه کې شينجيانګ د رنګا رنګ کلتوري ميراثونو په اتکا د انساني مالوماتو د موزيم په وياړ يادېږي. په وروستيو کلونو کې شينجيانګ د خپل جغرافيايی او کلتوري تفوق په لوبولو سره د چين او نورو هېوادونو تر منځ د کلتوري تګ راتګ او همکارۍ په چارو کې ډېر لاس ته راوړنې تر لاسه کړې دي. د بيلګې په توګه په شينجيانګ کې د نڅاوو د نړيوال فيستيوال د دريو دورو فعاليتونه تر سره شوې چې د هند او پاکستان په ګډون د اسيا او اروپا د څه دپاسه شلو هېوادونو ډلو په کې ګډون درلود، برسيره پر دې په شينجيانګ کې د چين او بهرنيو هېوادونو د کلتورونو د ښودنې اوونې په هکله فعاليت د چين او اسيا او اروپا تر منځ د نندارتون يوه مهمه برخه ګرځيدلې ده. د چين د نڅا هنرمندانو ټولنې د ريس مرستيالې ديلينه عبداله وويل د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې په لاره د اړوندو هېوادونو حکومتونه بايد د کلتوري تګ راتګ په هکله صحنې جوړې کړي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو د کلتوري او هنري ټولنو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي. هغې وويل(اواز)

د قومی دوديز کلتور په اتکا له ګاونډيو هېوادونو سره د تبادلولو له لارې نړيوال د چين د ملياتونو کلتور په هکله نور زيات مالومات تر لاسه کولی شي او د نورو هېوادونو له کلتور څخه زده کړه کولی شي. د چين کلتورونه ډېر رنګارنګ دي او بايد په نوره زياته توګه بهر ته خپرېږي.

په زرګونو کلونو کې د وريښمو لارې په اوږدو کې هېوادونو د کلتور په ساحه کې خپلمنځي تګ راتګ کړی او په اوسنې زمانه کې د نوي وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړيدو پلان به هرومرو په دې سيمه کې بېلا بېلو هېوادونو کې د کلتوري تګ راتګ ته نوي فرصتونه ورسوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای