CRI Online

د استوګنې په سيمه کې د جومات رول

cri     (GMT+08:00) 2014-04-30 17:24:41

د شي ان ښار د چين د شان شي ولايت مرکز دی او يو لرغونی ښار هم دی. دغه ښار د ورېښمو لارې پيل و چې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تګ راتګ پل بلل کېده. يو زرو درې سوه پنځوس کاله مخکې، کله چې د اسلام مقدس چين ته خپور شو، د ورېښمو دغه ځمکنۍ لاره پرانستل شوه.

اوس په شي ان ښار کې لسګونه جوماتونه موجود دي چې څه باندي يو زرو درې سوه کاله مخکې جوړ شوي ،هم د چين دوديزه ساختماني بڼه لري او هم اسلامي ځانګړتيا لري. د هواجيوشيانګ په نوم جومات يو نمونوي مثال دی.

دوه کاله مخکې يعنې په ٢٠١٢ کال کې يو عصري جومات په شي ان ښار کې جوړ شو چې د دې ښار د لوړې او نوې تکنالوژۍ د کارولو په سيمه کې پروت دی. له دې څخه مخکې په دې سيمه کې هېڅ جومات نه و. په وروستيو کلونو کې په دې سيمه کې د نفوسو د زياتوالي او د پرمختګ او ابادۍ د چټکتيا سره سم ډېرې زياتې کورنۍ او بهرني پانګوالان او سيلانيان راجلب شوي دي. نو د ګڼ شميرکورنيو او بهرنيو مسلمانانو د مذهبي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره، د شي ان ښار د مذهبي چارو ادارې او د ځايي شرکتونو په مل دغه عصري جومات جوړ شو. که څه هم دغه جومات لوی نه دی او يوازی د يوې ودانۍ په دوهم پوړ کې پروت دی، خو د لمونځ تالار يې ښه تزيين او ډيزاين شوی دی او په ډبرين ديوال باندی د قران کريم ايتونه په چيني او عربي ژبو حکاکي شوي دي . په دغه جومات کې د لمونځ کوونکو لپاره هر ډول اسانتياوې برابرېږي، په تيره بيا د اخترونو په ورځو کې. د دې جومات ملا مويونشن وويل چې په ياده سيمه کې يو سپين ږيری پخوا دده کور ته ډير نژدی جومات ته د رسېدو لپاره درې ساعته مزل کولو، خو د نوې جومات تر جوړېدو وروسته د ده د لمونځ لپاره هيڅ ستونزه نشته . اوس دغه سپين ږيری هره ورځ جومات ته راځي . د جومات د اداري چارو د کميسيون مشر حج شن جي مين په وينا څرنګه چې دغه جامات د نوې او لوړې تکنالوژۍ د کارولو په سيمه کې جوړ دی او شاوخوا يې ډير پوهنتونونه او علمي څيړنيز سازمانونه هم پراته دي، نو د جومات اداره کوونکي په اسانه توګه د علمي ميتود په وسيله د مسلمانانو لپاره خدمت کولی شي . د يادولو وړ ده چې ملا مويون شن له مدينې پوهنتون څخه فارغ شو او په انټرنيټي تکنالوژۍ هم پوهيږي، نو هغه د مذهبي مالوماتو د معرفي کولو په وخت کې کمپيوتر هم استعمالوي . زيات شمير ځوان لمونځ کوونکي په چين کې د اسلام په خپرېدو پوره باور لري .

همداشان دغه جومات د نورو ولايتونو او ښارونو او حتی د هېواد له نورو جوماتونو سره تګ راتګ ته ډېره پاملرنه کوي او د مسلمانانو په منځ کې د ستونزو د لېرې کولو په هڅه کې دی . د عادت سره سم د دې جومات ملا هم د ځايي اسلامي ټولنې لخوا وګمارل شو . کله چې خبريال د جمعې په ورځ د دې جومات د سيل په وخت کې وليدل چې ډاکتر وانګ يون باو لومړی وعظ کولو. نوموړي د ماليزيا له نړيوال اسلامي پوهنتون څخه د اسلامي اصولو او شريعت په هکله د دوکتورا درجه وګټله او د اسلامي قوانينو او تمدن په هکله دوو تيزيسونو کې يې نړيوال بانک او پولي چارې يادې کړې او په خاص ډول يې د اسلام د پولي سيستم ځانګړتيا تائيد کړه .

په چين کې د مذهبي عقيدو د ازادي او د بېلا بېلو قومونو تر منځ د برابرۍ په لويه زمينه کې، په چين کې د اسلام مقدس دين او د چيني مسلمانانو د اوسنۍ حالت په هکله ډېر وعظونه تر سره کېږي. کله چې موږ د چين بېلا بېل قومونه يادوو، بايد هرو مرو دا ومنو چې د چين مسلمانان چيني وګړيو څخه د يوې برخې غښتلو کسانو استازيتوب کوي، دوی له خپل هېواد سره د پوره مينې پر بنسټ خپل مذهبي فعاليتونه تر سره کوي او د دوی له فعاليتونو څخه د ملي يووالی او ټولنيزه هوساوی ښکاريږي. نو اسلام دين له ١٣٥٠ کلونو څخه راپدې خوا د وګړيو لخوا منل شوی او هر کلی يې کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای