CRI Online

په شينجيانګ کې ترانسپورټي اسانتياوې

cri     (GMT+08:00) 2014-05-01 19:18:15

د چين ډېرو وګړو هغه کيسه اورېدلې ده چې يو اويغوري سپين ږيري چې قربان نومېده ، د خر ګاډي په وسيله له وخت ريس ماو سره د ليدو لپاره له شينجينګ څخه بېجينګ ته راغی، دغه کيسه پخوا د شينجيانګيانو وياړ و، خو اوس د شينجيانګ وګړي دغه کيسه نه خوښوي، څرنګه چې په شينجيانګ کې ترانسپورټي چارې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي.

د شينجيانګ ځايي حکومت د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادولو بهيرکې د ترانسپورتي مرکز د جوړولو په موخه يو لړ تدبيرونه غوره کړي دي. د بېلګې په توګه، د ترانسپورټي چارو په غيرمنقولو شتمنيو کې يې زياتې پانګې لګولي، د کليوالي سړکونو د هوارولو پروژو د ترسره کولو لپاره يې ډيره هڅه کړې ، د ښارونو تر منځ د اورګاډي لارې يې غځولي او په لويو ښارونو کې يې مترو هم جوړې کړې دي او داسې نور.

خبريال د ارومچي ښار د اوسپنيزو لارو له ادارې څخه دا خبر واخيست، ټاکل شوې چې د مې په لومړې نېټه به له ارومچي ښار څخه تر قارامايي ، کويتون او شخه نزه ښارونو پورې اوسپنيزې لارې په رسمي توګه وکارولې شي.

د ارومچي ښار د اوسپنيزو لارو د ادارې عمومي انجنير سه چن من وويل د ښارونو تر منځ د دغو اوسپنيزو لارو په کار لوېدو سره به په شمالي شينجيانګ کې د وګړيو د تګ راتګ لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شي او د قارامايي، کويتون او شخه نزه په دريو ښارونو کې به د سيلانۍ چارې، کلتوري او اقتصادي پرمختګ وهڅول شي.

ويل کېږي چې د يادو اوسپنيزو لارو پر غاړه پراته ښارونه په شمالي شينجيانګ کې د کرنې، صنعت، ترانسپورتي مالوماتو، ښوونې، ښوونيزو علومو او تکنالوژۍ په برخو کې ډېر پرمختللي دي چې د ټول شينجيانګ درې اتيا سلنه دروند صنعت او دوه شپېته سلنه سپک صنعت پکې راغونډېږي، د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې د ټول شينجيانګ په عمومي ارزښت کې څلويښت سلنه نيسي. په دغو ښارونو کې د ترانسپورټ او انرژۍ په برخو کې ښه بنسټ لري چې د ټول شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ د هڅونې لپاره نمونوي رول لوبوي.

د ٢٠١٤ کال په پيل کې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې ريس نور بايکلي ويلي شينجيانګ بايد د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ په هکله د يوه ترانسپورټي مرکز او د سوداګرۍ او د مالونو د ليږد راليږد د اډې په توګه ودان شي.

د اړوند خبر له مخې، سږکال به په شينجيانګ کې اوسپنيزې لارې، سړک، ملکي هوايي چلند او مترو د ابادولو په هکله درويشت پروژې پيل شي . د شينجيانګ د قومول ښار او د هی لونګ جيانګ ولايت مينګ شوی ښار تر منځ د موټر جوړولو او د ختن د هوايي ډګر د پراخولو په هکله د دوو پروژو د احتمالي راپور د پرمختګ او سمون د دولتي کمېټې لخوا منظور شوی دی.

د ترانسپورټي تاسيساتو په ښه والی سره د شينجيانګ وګړو د ژوند عادتونه هم د بدلون په حال کی دي. خبريال د کويتن ښار د اورګاډي په سټېشن کې له ښاغلي چي ون هاو سره مخامخ شو چې د کورنۍ له ټولو غړو سره د سيلانۍ لپاره شينجيانګ ته راغلی دی .هغه وويل چې کېدای شي چې د موټر په وسيله هم له اورمچي څخه دلته راشو ، خو اوس د اختر ورځ ده او په ګړندي سړک کې ترافيکي ګڼه ګوڼه او ګډوډي ډيره ده او ترافيکي پېښې هم کله نا کله پېښېږي ، نو اورګاډي مو غوره کړه ځکه چې وخت سپمولی شو. د سيلانۍ د اړوندو کسانو په نظر د ښارونو ترمنځ د اورګاډي په وسيله سيل د قناعت وړ دی.

شينجيانګ لوېديځ ته د چين د دروازې د خلاصولو پل په توګه بلل کېږي او د وريښمو لارې د اقتصادي سيمې په سر کې پروت دی، نو د شينجيانګ ترانسپورټ به د دې سيمې له جوړولو څخه ګټه واخلي او په عين وخت کې به د شينجيانګيانو ژوند ته هم بدلون راوړل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای