CRI Online

د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د حج د ادا کولو لپاره مکې ته د حاجی ما شان يي درې ځله سفر

cri     (GMT+08:00) 2014-05-07 17:31:19

روان ٢٠١٤ کال د چين د اسلامي ټولنې د جوړېدو له يو شپېتمې کاليزې سره برابر دی، د دې ټولنې د سرمنشي پخواني مرستيال حاجی ما شان يي په وروستيو ورځو کې د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د حج د ادا کولو لپاره مکې ته د دريو ځلو سفرونو يادونه وکړه.

د حاجی ما شان يي په قول، په ١٩٦١ کال کې هغه د لومړي ځل لپاره د حج د ادا کولو لپاره مکې شريفې ته ولاړ. په همدغه کال کې په چين کې سخت طبيعي ناورينونه رامنځته شوي وو . که څه هم مالي ستونزه موجوده وه، خو د چين اسلامي ټولنې لا هم د مذهبي ازادۍ د تګلارې د پلي کولو لپاره مکې شريفې ته د تللو په خاطر د اوو تنو غړو په شمول يو وړوکی پلاوی جوړ کړ چې ښاغلي ما شان يي د عربي ژبې د ژباړونکي په توګه هم پکې شامل شو.

ما شان يي وويل، په ١٩٦١ کال کې مکې ته د ورتګ په هکله د چيني مسلمانانو سفر له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. ځکه چې هغه وخت په سعودي عربستان کې چيني سفارت او يا بل چيني سازمان نه و او په قاهره کې د سعودي عربستان د سفارت لخوا ويزه اخيستل کېده. نو زموږ پلاوی د مۍ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه مخکې وخوځېد څو چې په قاهره کې د ويزې لګولو انتظار وکړي او د مۍ مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه مکې ته ورسيږي.، بيا وروسته پلاوي د مسکو او د البانيا مرکز تيرانا له لارې قاهرې ته او د همدې مياشتې په اوولسمه نېټه بالاخره د ويزې په لګولو سره د سعودي عربستان جدې بندر ته ورسېد ځکه چې د ويزې لګولو لپاره ډيرې ورځې په قاهره کې ضايع شوې وې.

يو سعودي سړی چې حسن سوبحني نومېده او يو مطواف و ، زموږ د پذيرايي دنده يې درلوده، هغه هم د ټولو چيني حاجيانو د مېلمه پالنې دنده پر غاړه درلوده . نو موږ له بېجينګ څخه د خوځېدو نه يوه مياشت مخکې هغه ته تلګرام مخابره کړ او غوښتنه مو ترې وکړه چې زموږ لپاره يو هوټل ونيسي. کله چې موږ د جدې هوايي ډګر ته ورسېدو، د ده زوی حسينی زموږ هر کلی وکړ او ور پسې يې د حج کولو په ټول بهير کې يې زموږ لارښوونه او مرسته وکړه.

د حاجی ما شان يي په قول، دا مکې ته دده لومړی سفر و او د سفر په ترڅ کې پلاوي د سعودي عربستان له حکومت سره دوستانه تماس ونيوه، د بېلا بېلو هېوادونو له مسلمانانو سره يو ځای يې مذهبي فعاليتونه تر سره کړل او د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د چيني مسلمانانو ښه بڼه ښکاره شوه.

يو کال وروسته يعنې په ١٩٦٢ کال کې چينايان له سختو طبيعي مصيبتونو څخه ځانونه خلاص شول او د هېواد اقتصاد بيا رغونه وشوه چې له امله يې په همدې کال د چين اسلامي ټولنې د حج د ادا کولو لپاره يو پنځه کسيزه پلاوی جوړ کړ، ښاغلي ما شان يي يو ځل بيا د عربي ژبې د ژباړونکي په توګه پکې شامل شو. د ده په قول، ويل کېږي چې په دغه کال کې مکې ته د چيني پلاوي ور تګ او بېلا بېل مذهبي کارونه په عادي توګه بشپړ شول. خو يوه ناڅاپې پېښه تر اوسه دده نه هيرېدونکې ده. هغه وويل

د هغه کال د مۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه ، د عرفات غونډۍ په بيخ کې زموږ په خيمه کې تر دوو ځلو لمونځ کولو وروسته ناڅاپه سر او نس مې په خوږېدو شول . زموږ د پلاوي ټول غړي ډير غمجن شول او په پاي کې د پلاوي غړي چن ګوانګ يوان چې زما همټولګی هم و او وروسته د چين د اسلامي ټولنې مشر شو او يو مصري حاجی په مرسته د تونيس د سرې مياشتې طبي مرکز ته وليږدول شوم .ښه مې په ياد دي چې يو تور پوستکي ډاکتر زما لپاره يوه پيچکاري وکړه چې سمدلاسه يې ښه اغيزه راباندې وکړه . په خيمه کې د يوې شپې تر تفريح وروسته بيخي جوړ شوم چې په دې توګه زموږ د پلاوي د ټولو غړو غم ليرې شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای