CRI Online

په شينجيانګ کې د خلکو ژوند په اړينې پروژې بايد خلکو ته رښتينۍ ګټه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-15 09:02:26

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له شينجيانګ څخه د ليدنې په ترڅ کې هر ځای ته تر رسيدو وروسته يوه غونډه جوړه کړه او د پرمختګ، سمون او د خلکو د ژوند په اړه يې پوښتنې وکړې او زياته يې کړه چې پرمختګ د شينجيانګ د ټولو مسئلو د حلولو کلی بلل کېږي او بايد د پرمختګ لپاره تر وسې پورې کوښښ وکړي.

د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو ګوندي چارواکو په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه څرګنده کړې چې بايد په ټينګ هوډ د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې غوښتنې پوره کړي او د خلکو ژوند د ښه والي او د پرمختګ لپاره دې کوښښ وکړي ترڅو د خلکو ژوند په اړينې پروژې خلګو ته واقعي ګټه ورسول شی .

په ٢٠١٤ کال کې په شينجيانګ کې د خلکو ژوند په اړه ٢٥ ساحو کې ١٥٠ پروژې ټاکل شوې دي.د دغو پروژو د ټاکنې په وخت کې د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې او حکومت ټينګ هوډ وکړ چې د خلکو ژوند بنسټيز شرايط دې ښه، د اوسېدونکو د ژوند کيفيت دې لوړ او د خلکو ستونزې دې لېرې شي.

د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د ګوندي کميټې دايمي غړي او د خپلواکې سيمې د دايمي چارو د کميسيون مرستيال هوانګ وی وويل چې په راتلونکي کې به تر هر څه لومړی د خلکو د ژوند په اړه بيړنۍ پروژې او د ځانګړو ډلو د پرمختګ په اړه پروژې ترسره شی .

د قومي وګړو استخدام د شينجيانګ د خلکو په ژوند کې د لومړيتوب ارزښت لري او د خلکو عايداتو د زياتوالي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره يو کليدي ګام دی.روان کال کار او استخدام په تېره بيا د قومي وګړو استخدام د شينجيانګ په تېره بيا د جنوبي شينجيانګ د پرمختګ د لومړۍ دندې په توګه ټاکل شوی دی.

د شينجيانګ د کشغر سيمې يو مسؤل وانګ يونګ جه وويل چې بايد په جنوبي شينجيانګ کې د نساجۍ ، د کرهڼيزو توليداتو د لومړي چمتوالي او د قومي توکو د جوړونې په تصديو کې زيات قومي وګړي ومنل شی. بر سېره پر دې بايد د اقتصادي پرمختګ ،د اړوندو تګلارو د تطبيق او د روزنې د پياوړتيا له لارې لا زياتو وګړو ته د کار دندې برابرې شي.

له شينجيانګ سره د مرستندويه پروژو د لومړي پړاو له بشپړولو راهيسې د هېواد د ١٩ ولايتونو او ښارونو مرستندويه کارونه د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي خوځنده ځواک ګرځېدلي دي.

د ګوانګ دونګ ولايت د مرستندويه پروژو مشر فانګ لي شيو وويل چې راتلونکي ٣ کلونه به له شينجيانګ سره د نوي پړاو مرستندويه کارونو کليدي مرحله وي.د ګوانګ دونګ ولايت به د خلکو ژوند د ښه والي او د خلکو زړونو د راجلبولو په موخه کوشش وکړي او په پر له پسې توګه به د پروژو د تنظيمولو او د پانګو د برابرولو په برخو کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په ښه توګه د استخدام ، ښوونې او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې کارونه تر سره کړي.

د روان کال له مارچ څخه د شينجيانګ د بېلا بېلو ارګانونو د مشرانو نه پرته هر چارواکی دې په کليوالو سيمو کې د يو کال کار وکړي او د شينجيانګ ارګانونو دوه لکه چارواکي به په ٣ کلونو کې يو ځل کليوالو سيمو ته لاړ شی .

د شينجيانګ د ځمکو او سرچينو د ادارې د مشر مرستيال ليو يا کانګ وويل چې د ياد تدبير موخه دا ده چې هر چارواکی بايد په اساسي يونټونو کې د خلکو ستونزې او غوښتنې معلوم کړي څو چې د مرکزي او ځايي حکومتونو لخوا غوره شوې بېلا بېلې تګلارې په پوره توګه پلې شي او د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو چارواکو د بېلګې رول هم ولوبول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای