CRI Online

د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د حج د ادا کولو لپاره مکې ته د حاجی ما شان يي درې ځله سفر (٢)

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 20:00:02

حاجي ما شان يي په ١٩٦١ او ١٩٦٢ کال کې د لومړي او دوهم ځل لپاره د عربي ژبې د ژباړونکي په توګه مکې شريفې ته ولاړ. ځکه چې هغه وخت په سعودي عربستان کې چيني سفارت او يا بل چيني سازمان نه و، نو مکې ته د چيني مسلمانانو سفر له ډېرو ستونزو سره مخامخ و.

په ١٩٦٣ کال کې حاجي ما شان يي د درېيم ځل لپاره بيا د عربي ژبې د ژباړونکي په توګه مکې ته د چيني حاجيانو په پلاوي کې شامل شو. په همدې کال دغه پلاوي يوازې پنځه تنه غړي درلودل . دوي د هند او پاکستان له لارې سعودي عربستان ته ورسېدل. د همدې کال د مۍ درېيمه نېټه چې د عرفات غونډۍ په بيخ د طواف له ورځې سره برابره وه، د ټولو حجيانو لپاره يوه مقدسه ورځ وه. خو په همدې ورځ يوه ډله بدکسان د لمسون لپاره د چيني حاجيانو خيمې ته ننوتل او د چيني پلاوي بيرغ يې وتښتاوه.

ښاغلي ما شان يي وويل : د بېلا بېلو هېوادونو مسلمانانو دغه پېښه وليدله . د هوټل منيجر لومړی زموږ د حال احوال پوښتنه وکړه. يو حاجی چې له سريلانکا څخه راغلی و، موږ ته يې وويل چې د پېښې ټول بهير مې وليد، هغه چاغ بدمعاش ستاسو خيمې ته ننوت او يوه چاړه يې ستاسو په خيمه کې وغورځوله. تاسې بيخي بې ګناه يې.

د ښاغلي ما شان يي په قول، له دې پېښې وروسته يې سمدلاسه د سعودي عربستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دې مقدسه سيمه کې دومره بده پېښه رامنځته شوه ، د سعودي حکومت بايد د چيني مسلمانانو د خونديتوب او امنيت د ساتلو دنده پر غاړه واخلي او دغو لوچکانو ته دې سخته سزا ور کړي. برسيره پر دې، سعودي عربستان بايد د دغه ډول پېښې د پېښېدو د مخنيوی لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

له دې پېښې وروسته، د سعودي عربستان پاچا فيصل په امپراطورۍ ماڼۍ کې په ځانګړي توګه له چيني پلاوي خپل حضور ومانه چې دا ډوله کتنه ډېره لږه ليدل کېده. د پلاوي مشر يو جان لين پاچا ته سلامونه وويل او پاچا ته يې يادګاري سوغات ور کړ. په عين وخت کې هغه په لنډ ډول پاچا ته د عرفات غونډۍ په بيخ کې د پېښې بهير وروپېژانده. پاچا فيصل وويل سعودي عربستان مکې شريفې ته د راتلونکو ټولو حاجيانو د امنيت ساتلو دنده لري او هيله من دی چې نور زيات چيني مسلمانان د حج د ادا کولو لپاره مکې ته راشي.

د حاجي ما شان يي په قول، له ١٩٦٤ کال وروسته د ځينو سياسي لاملونو له امله، له ١٩٦٥ کال څخه تر ١٩٧٩ کال پورې د چين اسلامي ټولنې مکې ته د چيني مسلمانانو هيڅ پلاوی و نه ليږه.

٢٠١٤ کال د چين د اسلامي ټولنې د جوړېدو له يو شپېتمې کاليزې سره برابر دی. دغې ټولنې له شپېتو کلونو راهيسې له خپل وطن او مذهب سره د مينې جنډۍ په پورته کولو سره ډول ډول مذهبي فعاليتونه تر سره کړي او د بېلا بېلو قومونو مسلمانانو ستاينې يې تر لاسه کړي او کوي يې. حاجی ما شان يي وويل مکې ته زما له لومړي سفر څخه څلور پنځوس کاله تېر شوي،په هغه وخت کې چين تازه ازاد شوی و او اقتصاد يې د بيارغونې په حال کې و او چيني وګړي هم له بېوزليتوب څخه نه وو ژغورل شوي. نو د چين اسلامي ټولنې هر کال مکې ته د تللو لپاره يوازې څو کسيز پلاوی ترتيب کاوه. له اصلاحاتو او ورخلاصون څخه راپدې خوا د چين د پرمختګ او غښتليتوب سره سم اوس هر کال لسګونه زره مسلمانان په خپلو پيسو د حج د ادا کولو لپاره مکې ته ځي. حاجي ما شان يي هيله څرګنده کړه چې د چين اسلامي ټولنه په راتلونکی کې نور هم ښه پرمختيا ومومي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای