CRI Online

د اسيا همکارۍ او ډيالوګ به د ورېښمو لارې د واقعي همکارۍ په هکله د چين په لن جو ښار کې يو اړوند فورم جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 21:36:47

د چين د ګان سو ولايت مطبوعاتي دفتر څو ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کې دا خبر خپور کړی چې د چين د بهرنيو چارو وزارت او د ګان سو حکومت به د مۍ له اوه ويشتمې نېټې څخه تر نهه ويشتمې نېټې پورې ددې ولايت په مرکز لن جو ښار کې د وريښمو لارې د عملي همکارۍ په هکله د اسيا د همکارۍ او ديالوګ فورم جوړ کړي چې د اسيا د همکارۍ او ډيالوګ سازمان د درې دېرشو غړيو هېوادونو جګپوړي مامورين به په کې ګډون ولري.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت د سفير چن مينګ مينګ په وينا د اسيا همکارۍ او ډيالوګ د ټولو اسيايي هېوادونو د حکومتونو تر منځ د همکارۍ او ډيالوګ يوازينی نظام دی. د دې فورم موخه دا ده چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړونې په هکله د چين نظريې او مشخص پلانونه نورو هېوادونو ته وروپېژندل شي، په عين وخت کې به په دې هکله د نورو اسيايي هېوادونو نظريې او وړانديزونه هم واورېدل شي.

ښاغلي چن مينګ مينګ وويل لن جو ښار په لرغونی زمانه کې د ورېښمو لارې په غاړه يو مهم تم ځای و او نن ورځ د چين او اروپا تر منځ د اوسپنيزې لارې په منځ کې يو اړين تېرېدونکی ښار دی. برسيره پر دې لن جو ښار د چونګ چينګ، چنګ دو او شي ان په شمول له ښارونو سره وصل کېدونکی مرکز هم دی او ډېر مهم ستراتيژيکی مقام لري. نو په دې وجه ياد فورم په لن جو ښار کې جوړېږي.

د ګان سو ولايت د بهرنيو چارو د ادارې مشر وانګ دای شي وويل د دې فورم عنوان د ورېښمو د ځمکنۍ او سمندري لارو په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړونې هڅونه کول او د اسيا د سيمه ييز اقتصاد د يو ځايښت د نوي شکل جوړول دي. ګډون کوونکي به د بنسټيزو تاسيساتو، انرژۍ، د چاپېريال ساتنې، سوداګرۍ او سيلانۍ په شمول برخو کې د خپلمنځی همکارۍ په هکله سلامشورې وکړي.

ښاغلي وانګ دای شي وويل لوېديځ ته د ورخلاصون د يوې کړکۍ په توګه، د ګان سو ولايت يو لړ تدبيرونه نيولي. د بېلګلې په توګه، په راتلونکۍ اګست مياشت کې به په ايران کې د ګان سو د توليداتو لوی نندارتون جوړ شي، د حکومتي سګالرشيپ په ور کولو سره به د منځنۍ اسيا زده کوونکي ګان سو ته راجلب شي. برسيره پر دې، د ګان سو ولايت د نوۍ انرژۍ په شمول برخو کې د منځنۍ او لوېديځې اسيا له هېوادونو سره همکاري پيل کړی ده.

د يو بل خبر له مخې، د ترکيې د توليداتو يو لوی بازار به د چين د چينګهای ولايت په شي نينګ ښار کې جوړ شي.

د ترکيې سوداګر حسن څو ورځې مخکې د چين د نيوز اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې ويلي د ده شرکت به د چينګهای ولايت په شي نينګ ښار کې د ترکيې د توليداتو يو لوی بازار جوړ کړي، اوس دغه پروژه پيل شوې ده.

د يوې تازه شمېرنې له مخې، اوس په چينګهای ولايت کې د مسلمانانو شمېر يو مليون يو لک او پنځوس زره تنه دي چې د دې ولايت په عمومي نفوسو کې شل سلنه برخه نيسي. ياد بازار به د شي نينګ ښار په ختيځه خوا کې د مسلمانانو په استوګنځايونو کې واقع شي او پراخوالی به يې دوو زرو مربع مترو ته ورسېږي. د دې بازار عمومي پانګې شپېتو مليونو يوانو ته رسيږی او په چين کې د ترکي توليداتو د پلورلو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي. د دې بازار د چيني منيجر ما های چينګ په وينا دغه پروژه د ترکيې او چين د حکومتونو لخوا ستر ملاتړ تر لاسه کوي. هغه وويل ددې بازار په جوړو لو سره به د چين او ترکيې تر منځ د صادراتو او وارداتو زياتوالی وهڅول شي.

د اړوند خبر له مخې، په تيره اپريل مياشت کې د ترکيې په استنبول ښار کې د چينګهای د معرفي کولو فعاليت د ياد بازار د جوړېدو هڅونکې سرچينه ده. دغه بازار به په راتلونکې اکتوبر مياشت کې پرانيستل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای