CRI Online

په چينګهای ولايت کې د هوی قوم يو بزګر په کور کې موزيم

cri     (GMT+08:00) 2014-06-04 17:07:48

د چين د چينګهای ولايت د مرکز شي نينګ ښار په ختيځ پنځلس کيلومترۍ کې يو کلی شته او په دې کلي کې د هوی قوم يو سپين ږيری اوسيږي چې ما ده شيانګ نومېږی او په خپل کور کې يې يو وړوکی موزيم جوړ کړ. د ځايي کليوالو تر لارښوونې لاندې، خبريال څو ورځې مخکې د سپين ږيري ما ده شيانګ له موزيم څخه ليدنه وکړه.

کله چې خبريال د اته پنځوس کلن ما ده شيانګ کور ته وننوت، و يې ليدل چې هغه د کور د يوې کوټې په پاکولو بوخت و. په دغه دوه سوه مربع متره کوټه کې بېلا بېل شيان پراته دي،مثلا لرغونۍ خاورينې کاسې او چيني الات ، د سلو ټنو په وزن له ژېړ سيند څخه موندل شوې غټه ډبره، ډېر نرم چادر، ډول ډول کرنيز وسايل ، ښکلی زين او داسې نور. ما ده شيانګ خبريال ته وويل زما دغه موزيم زما په انګړ کې جوړ شوی دی. اوس عموما څلور خونې لري او عمومي پراخوالی يې ١٤٠٠ مربع متره دی. اوس زما لخوا ساتل شوي شيان مخ په زياتېدو دي، نو په انګړ کې نه ځاييږي .

ما ده شيانګ د يوولسو کلونو لپاره په يو غرني ښوونځي کې د ښوونکي دنده په غاړه درلوده . څرنګه چې په فارغ وخت کې تنها پاتې و ، نو کله کله يې له سيندونو څخه غجيبې ډبرې لټولې. د وخت په تېرېدو سره هغه له ډېرو سره ډېره مينه پيدا کړه. په ١٩٩٠ کال کې ما ده شيانګ د ښوونکي له دندې څخه استعفا وکړه او د يو ټراكټور په وسيله د حمل و نقل له کاروبار څخه ځينې پيسې تر لاسه کړې او بيا وروسته په ژېړ سيند او نورو وړوکو سيندونو کې د عجيبو ډبرو په لټولو سره شتمن شو . دا د عامو وګړو له اټکل څخه وتلې ده چې ما ده شيانګ د چنګهای _ تبت په لوړه کې د لرغونو شيانو د ساتلو لپاره ټول لس مليونه يوانه لګولي دي چې له يو نيم مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی.

په تېرو لسګونو کلونو کې ما ده شيانګ د دغو شيانو د راغونډولو لپاره نه يوازی د چينګهای ولايت ګوټ ګوټ ځايونو ته ، بلکې شاوخوا نينګ شيا، ګان سو او تبت په شمول ولايتونو ته هم کله کله تللی و. که هغه په کوم ځای کې د ارزښتناک شي د موجوديت خبر واوری دی، سمدلاسه به هلته ولاړ شي. اوس د ما ده شيانګ په موزيم کې څه دپاسه شل زره دانې شيان ساتل شوي چې ارزښت يې د پيسو په وسيله نه شي ټاکل کېدای.

ما ده شيانګ خبريال ته وويل: زما ټاټوبی د هوانګ تو لوړې او د چينګهای_ تبت د لوړې په سرحد کې پروت دی. د لوړې لرغونی کلتور او هنر ژور مفهوم لري، خو د دغه کلتور او هنر په استازيتوب شيان نن د ليرې او تباه کېدو په حال کې دي. هيله لرم چې په خپلو کوښښونو د تاريخ ځينې نښې وساتم. ويل کېږي چې په خپل کور کې د يو وړوکی موزيم جوړونه د ده په زړه کې يوه دايمي هيله ده.

سپن ږيری ما ده شيانګ دوه زامن او څلورې لوڼې لری او لوڼو يې واده کړې او اوس يوازی کشر زوی او کشره لور ور سره يو ځاي اوسيږي. دوی د موزيم د ادارې لپاره له ما ده شيانګ سره مرسته کوي. کشر زوی يې يوازی دوه ويشت کلن دی، هغه د خپل پلار د موزيم د جوړولو په اړه لږ شکايت لري. هغه خبريال ته وويل چې نورو له شتمنېدو وروسته نوي کورونه جوړ کړي او يا ګړندي موټرونه يې اخيستي دي، خو زما پلار د دغو شيانو د راغونډولو لپاره خپلې ټولې پيسې لګولې او په وړيا توګه نورو ته خلاصېږي . که څه هم هغه شکايت لري، خو کله چې پلار يې د يو شي د اخيستلو لپاره بهر ته ځي، هغه به لاهم سمدستي د موټروان دنده پر غاړه واخلي.

اوس د ما ده شيانګ لخوا راغونډ شوي شيان مخ په زياتېدو دي او د ده د يو زر څلورو سوو مربع مترو په پراخوالي انګړ کې دغه شيان نه ځاييږي. ما ده شيانګ وايی چې د ده موزيم لکه يو لوی ګدام دی. هغه په وروستيو ورځو کې د دغو شيانو له نه ځايېدو څخه ډېر انديښمن دی او وايي چې که حکومت زما لخوا راغونډ شويو شيانو ته پاملرنه وکړي، غواړم چې ټول به په وړيا ډول حکومت ته ورکړم څو چې په يو لوی رسمي موزيم کې نندارچيانو ته وړاندې شي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای