CRI Online

له لن جو څخه تر ارومچي پورې د دوهمې اوسپنيزې لارې هغه برخه چې په شينجيانګ کې ده ، ژر به بشپړه شي

cri     (GMT+08:00) 2014-06-12 16:37:39

له لن جو ښار څخه تر ارومچي ښار پورې د دوهمې اوسپنيزې لارې د هغې برخې ابادولو پروژه چې په شينجيانګ کې ده ، د جون مياشتې په درېيمه نېټه په ازمويښت ډول په کار ولويده او اټکل کېږي چې د روان کال په پای کې به بشپړه شي. په دې توګه به په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي د کارولو زمانه پرانستل شي او له لن جو ښار څخه تر اورمچي ښار پورې مزل به له شلو ساعتو څخه اتو ساعتو ته کم شی. د دې برخې اوسپنيزې لارې د غځېدو پروژه چې ٧١٠ کيلومتره اوږدوالی لري، د ٢٠١٠ کال په مارچ مياشت کې پيل شوه.

د لن جو ښار او ارومچي ښار تر منځ د اوسپنيزې لارې عمومي اوږدوالی ١٧٧٦ کيلومتره دي او په اوږدو کې يې ٣١ سټېشنونه ټاکل شوي دي. دغه اوسپنيزه لاره په نړۍ کې تر ټولو اوږده ګړندي اوسپنيزه لار بلل کېږي.

د جون په درېيمه نېټه په شينجيانګ کې د يادې اوسپنيزې لارې برخې د په کار لوېدو ازموينه پيل شوه او له دې څخه ښکاري چې د دې برخې اوسپنيزه لاره به ژر په کار ولوېږي. (اواز)

د ارومچي په ساحه کې د ګړندي اورګاډی تګ ٢٧٠ کيلومتره په ساعت کې دی او په عين وخت کې د اورګاډي د سرعت په شمول برخو کې ارزموينې هم بشپړې شوې. د دې اورګاډي يو چلونکی يو اويغوري سړی دی چې نوم يې عادل واردي دی. هغه خبريال ته وويل هغه په دې ډېر وياړ دی چې د شينجيانګ د لومړې جوړې ګړندي اورګاډي د يو چلونکي په توګه وټاکل شو. په شينجيانګ کې سخت باد کله نا کله لګېږی، نو د ګړندي اورګاډي امنيت ډېر د پاملرنې وړ دی. عادل واردي په دې اړه پوره باور لري او و يې ويل

(( کله چې اورګاډی په ګړندي سرعت سره حرکت کوي، موږ بايد د اورګاډي د هراړخيز حالت څارنه او پاملرنه وکړو. د شينجيانګ ځانګړی اقليم، مثلا سخت باد او باران ښايي د اورګاډي حرکت ته زيان ورسوي، دا ټول بايد زموږ تر غور او نظر لاندي ونيول شي . ويل کېږي چې په دې برخه کې د اورګاډي امنيتي تدبيرونه ډېر بشپړ دي، څرنګه چې دلته د سخت باد د لګېدو سيمه ده، نو په دغه حالت کې د اورګاډي د امنيت ساتلو لپاره وړاندوينې ډېرې پوره دي. ))

پر ځان باندی د عادل واردي باور د اورګاډي لپاره له غوره شوي ځانګړي تخنيکي ضمانت څخه راځی. د يادې اوسپنيزې لارې د جوړونې په بهير کې د سخت باد د مخنيوي په خاطر د څلور سوو پنځه شپېتو کيلومترو په اوږدوالی تاسيسات جوړ شوي چې پيمانه او تکنالوژۍ يې د هېواد په نورو ځايونو کې نه ليدل کېږی. د لن جو _ شينجيانګ اوسپنيزې لارې د شرکت مشر لا يو يو وويل د دې اوسپنيزې لارې د جوړونې ټول پړاوونه په جدي توګه بشپړ شوي دي. ده وويل

(( دغه اوسپنيزه لاره د سخت باد له پنځو سيمو څخه غځېږي او د باد تر ټولو ګړندي سرعت يې په هره ثانيه کې شپېته متره دی چې له ١٧ درجې سره برابر دی. د يو کال په څه دپاسه دوو سوو ورځو کې په دغو سيمو کې سخت باد لګېږي. په دې حال کې د ګړندي اورګاډي لارې د جوړولو په ترڅ کې حتما ډېرې ستونزې پېدا کېږي. لومړی بايد د سخت باد مخه ونيول شی. موږ د سخت باد پر ضد د ٤٦٥ کيلومترو په اوږدوالی ديوالونه جوړ کړي او په ډېرو ستونزمنو شرايطو کې مو دغه پروژه په ښه توګه بشپړه کړې ده. ))

د لان جو _ اورمچي د ګړندي اورګاډي د لارې په پرانيستلو سره به له لان جو څخه تر اورمچي پورې مزل دوولس ساعته لنډ شی ، دغه راز ددې لارې د په کار لوېدو په اثر به نه يوازی د چين په لوېديځ کې د اوسپنيزو لارو شبکه نوره بشپړه شي، بلکې د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو په مرکزي ناحيه کې د مالونو ، مسافرينو او مالوماتو د حمل و نقل توان به هم لوړ شي.

د شينجيانګ د پرمختګ او سمون د کمېتې کارکوونکي ميشين په وينا د دې اوسپنيزې لارې په بشپړولو سره به د ښار په پرمختګ او جوړښت کې نوی بدلونونه رامنځته شي. موږ دغو فعالو بدلونونو ته سترګې په لار يو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای