CRI Online

د شينجيانګ د الا په نوم دره

cri     (GMT+08:00) 2014-06-15 19:16:17

د شينجيانګ د الا دره د چين په شمال لوېديځ کې تر ټولو لويه دره ده ، سره له دې چې جګوالی يې يوازی٣٠٠ متره دی، خو د کال په يو سلو پنځه شپېتو ورځو کې سخت باد لګېږي.په ١٩٩٠ کال کې له اورمچي ښار څخه د دې درې له لارې لومړنی اورګاډی تېر شو.اوس دغه دره د اسيا او اروپا ترمنځ د ځمکني پل د يوې مهمې برخې په توګه بلل کېږي چې له بېجينګ څخه د اورمچي له لارې تر المااتا او مسکو پورې نړيوال مسافروړونکي اورګاډي او د چين له يو شمېر ښارونو څخه د منځنۍ اسيا، اروپا او د منځني ختيځ هېوادونو په لور نړيوال مال وړونکي اورګاډي هم له دې درې څخه تېرېږي .

ياده دره د شينجيانګ د بورتالا د مغولي قوم د خپلواک ايالت په شمال ختيځ کې پرته ده چې د چين لومړۍ درجه ځمکنی بندر بلل کېږی چې د اوګاډيو، ګاډيو او نل ليکونو په وسيله د مالونو د لېږد راليږد رول لوبوي.

د ١٩٩٠ کال په جون کې د چين د دولتي شورا په منظورۍ په دې دره کې د مالونو د لېږد رالېږد بندر جوړ شو او تر دوو کلونو وروسته د اورګاډيو لاره هم نورو هېوادونو ته پرانيستل شوه. په ١٩٩٥ کال کې له دغه بندر څخه د مالونو د حمل نقل اندازه يوازې يو مليونه ټنه وو.خو په ٢٠١٣ کال کې دغه شمېر ١٧ مليونو ټنو ته رسېدلې و.د اوګاډي په سټيشن کې ٤١ معياري پټلۍ او ٢٥ پراخې پټلۍ نصبې شوې دي .

د ګاډيو په وسيله د مالونو د لېږد رالېږد بندر په ١٩٩٢ کال کې په لنډ مهالي توګه او د ١٩٩٥ کال په دسمبر کې په رسمي توګه پرنيستل شو چې د تېر کال تر پايه پورې ددې بندر له لارې د لېږد شويو مالونو اندازه ٢ مليونو ٦٠٠ زرو ټنو ته رسېدلې ده.

د قزاقستان له اتيراو ښار څخه د چين او قزاقستان ترمنځ د نفتو د انتقالولو نل ليکې پروژې لومړی پړاو چې اوږدوالی يې ٩٦٢ کيلو متره دی، د ٢٠٠٦ کال په جولای کې بشپړ شواو د دوهم پړاو د ترسره کېدو سره سره به هر کال د نفتو د رالېږدولو اندازه ٢٠ مليونو ټنو ته ورسېږي.د الاپه بندر کې د اومو نفتو لومړی زيرمتون د هېواد له سرحدي کرښې څخه په ٢ اعشاريه ٢ کيلو مترۍ کې پروت دی.

تر تېر کال پورې د الا په بندر کې د مالونو د حمل نقل اندازه ٢٤٠ مليونو ټنو ته رسېدلې چې په کې د اومو نفتو او فولادو په ګډون د وارداتي مالونو اندازې په عمومي اندازې کې دوه پر درېيمه برخه ونيوه.د غلودانو او غوړيو په ګډون د وارداتي مالونو اندازه د ٢٠١٢ کال په پرتله زياته شوې ده .د دې بندر له لارې عمده صادراتي مالونه د سپکو صنايعو توليدات، ساختماني مواد، د پروژو لپاره لازم ماشينونه او کانتينرونه دي.

د ٢٠١٢ کال په دسمبر کې د چين دولتي شورا د الا شانکو ښار د جوړولو پلان منظور کړ چې د بندر د ادارې ، د ټيټې ماليې اخيستنې او صنايعو سيمې پکې شامل دي. د دې ښار د تبليغاتي څانګې مشر تيمور خبريال ته وويل چې د ټيټې ماليې اخيستنې سيمه په شينجيانګ کې داسی لومړنۍ مجموعي سيمه ده چې پراخوالی يې ١٠ اعشاريه ٩ مربع کيلو مترو ته رسېدلی او د روان کال په جنورۍ کې په رسمي توګه جوړه شوې ده.په عين وخت کې د بورتالا په ايالت کې ورته سيمه هم جوړه شوې چې پراخوالی يې ٥٩ مربع کيلو متره دی او توليدونکي توکي يې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادرېږي .

بورتالا او جيګ په لرغونۍ زمانه کې د ورېښمو لارې په شمال کې مهم ځايونه وو او د اوښانو کاروانونه له دې درې څخه المااتا او د منځنۍ اسيا نورو ښارونو ته رسېدل او تر اوسه په جيګ ولسوالۍکې يو لړ تاريخي اثار ساتل شوي دي. د تېر کال په سپتمبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا له څلورو هېوادونو څخه د ليدنې په وخت کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړېدو وړانديز وکړ. د منځنۍ اسيا د هېوادونو مشران ، کارپوهان او خبري رسنۍ دغه وړانديز ته ډېره پاملرنه او ور څخه ملاتړ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای