CRI Online

چينګهای غواړي چې په سرحدي معاملو کې بانکي حساب په ژن مين بي يوانو شي

cri     (GMT+08:00) 2014-06-18 17:07:10

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چينګهای ولايت د ګوندي کمېټې مشر لوه هوی نينګ څو ورځې مخکې د چين د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د ابادولو په هکله د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په يوه غونډه کې ويلي چې د دې لارې په اوږدو کې د بېلا بېلو پرتو هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ د هڅولو لپاره به چينګهای يو لړ تګلارې وټاکي، د مثال په توګه، د الکترونيکي سوداګرۍ او د مالونو د حمل و نقل څخه به ملاتړ وکړي، په سرحدي معاملو کې به بانکي حساب د ژن مين بي يوانو له مخې ترسره شی او داسې نور.

د ٢٠١٤ کال د اسلامي خوراکونو او توکو نندارتون څو ورځې مخکې د چينګهای ولايت په شي نينګ ښار کې تر سره شو او د اوه دېرشو هېوادونو او د چين د اته ويشتو ولايتونو نهه سوو شپېتو تصديو په کې ګډون درلود. ياده غونډه د دې نندارتون يوه برخه وه او د منځني ختيځ، منځنۍ اسيا، جنوب ختيځې اسيا او افريقا د هېوادونو استازي او د شينجيانګ، نينګ شيا، ګان سو او شان شي په شمول د ولايتونو استازي په دې غونډه کې حاضر وو.

ښاغلي لوه هوی نينګ په دې غونډه کې وويل د ورېښمو لارې په هکله د چينګهای برخه اوږد تاريخ لري او د ورېښمو لارې د هوارتيا او سمسورتيا لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي وو. هغه وويل اوس چينګهای د مرکزي حکومت له غوښتنې سره سم په ابتکاري توګه د منځنۍ ، جنوبي او لوېديځې اسيا او د منځنی ختيځ د هېوادونو له اقتصادي ارګانونو سره تماس نيسي او له ترکمنستان، تاجکستان او ايران سره د اقتصادي همکارۍ لپاره يې دغو هېوادونو ته څو ډلې لېږلې چې په نتيجه کې يې ځينی برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ښاغلي لوه وويل چينګهای ولايت به د ورېښمو لارې په اوږدو کې له اړوندو ولايتونو او هېوادونو سره د همکارۍ او تبادلې ساحه پراخه کړي ، خدمتي تګلارې به نورې بشپړې کړي او د سرحدي معاملو اصلاحات به نور ژور کړي چې الکترونيکي سوداګرۍ او د مالونو د حمل و نقل ملاتړ به وکړي او په سرحدي معاملو کې به بانکي حساب په ژن مين بي يوانو ترسره شي.

د چين د سوداګرۍ د هڅونکې کمېټې مرستيال وانګ جين جن وويل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو جوړونه به د اسيايي او اروپايي هېوادونو تر منځ د تګلارو د هماهنګ کولو، د سړکونو د تړلو او د سوداګرۍ د هڅولو لپاره ډېره ګټوره وي څو چې د دې سيمې درېو مليارډو وګړو ته ګټې ورسولې شي.

د يو بل خبر له مخې، د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د ښوونې ادارې څو ورځې مخکې خبر ور کړی چې نينګ شيا به په روان کال کې د هوی قوم د سلو معياري منځنيو او لومړيو ښوونځيو د جوړولو پروژې دوهم پړاو تر سره کړي.

خبر وايي چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې د نينګ شيا خپلواکې سيمې د يادو منځنيو او لومړيو ښوونځيو د جوړولو پروژې د لومړی پړاو د بشپړولو لپاره دری سوه او شل مليونه يوانه پيسې لګولې دي. په ٢٠٠٩ کال کې يې په دوامداره توګه د دې پروژې دوهم پړاو پيل کړ او تر اوسه پورې د هوی قوم ١٦٤ معياري ښوونځي جوړ شوي دي. په ٢٠١٣ کال کې دغې خپلواکې سيمې د يادو ښوونځيو د ارزونې او څارنې مقررات بيا سم کړل او ٣٦ اړوند معيارونه يې وټاکل. دغسي ښوونځي بايد د دايمي ښوونيز پلان د ټاکلو او عملي کولو، د تعليمي کيفيت د لارښوونکي نظام د جوړولو، د ښوونکو د روزلو، د تعليمي مالوماتو د استعمالولو او د ښوونيزو تجهيزاتو رول د لوبولو په برخو کې کوښښونه وکړي. برسيره پردې خپلواکه سيمه هر کال د تعليمي وسايلو او لوازمو د اخيستلو لپاره نهه مليونه اوه لکه يوانه پيسې بېلې کړي او د ښوونځيو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو لپاره د اړتياوړ پيسې به د ځايي حکومتونو او څانګو په غاړه وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای