CRI Online

په شينجيانګ کې د شانګهاي ډاکتران

cri     (GMT+08:00) 2014-06-21 19:36:42

په کشغر کې د ماشومانو د زړه ناروغی ډېر پېدا کېږي ، خو د جوړېدو انډول يې ډير کم دی، نو د شانګهاي د سږي ناروغيو روغتون ډاکتر يېوي او دده په مشرۍ طبي ډلې په درېو مياشتو کې په بريالۍ توګه د اتو ناروغو ماشومانو لپاره عمليات ترسره کړي دي چې درې کلنه نجلۍ سوژيه د مۍ مياشتې په لومړيو وختونو کې جراحی منلې او د جراحۍ تر تطبيق وروسته وزن يې څلور کيلوګرامه اوچت شوی او د عملياتو لګښت يې وړيا دی . تر اوسه پورې شانګهاي ښار د مرکزي حکومت د هغې تګلارې سره سم چې د هېواد پرمختللۍ سيمې او ښارونه بايد له شينجيانګ سره تر وسې پورې مرسته وکړي ، پنځوس ډاکتران او نور يو سلو نهه تنه ښوونکي او چارواکي شينجيانګ ته ليږلي دي. ډاکترانو د پرمختللې طبي تکنالوژۍ او نظريې د معرفی او تطبيق پرته ځايي ډاکتران هم روزلي دي.

دا وار ليږل شوي ٢٤ ډاکتران د شانګهاي له شلو غوره روغتونونوڅخه غوره شوي چې زياتره يې عالي رتبه اخيستونکي دي او د کشغر دوهم روغتون ته ليږل شوي دي .

نهه ويشت کلن ځوان عادلي د دوهم روغتون د خولې په څانګه کې ډاکتر دی او د شانګهاي د نهم ولسي روغتون د مشهور ډاکتر لي چاو لونګ تر روزنې لاندی دی او دوه درې مياشتې وروسته به هغه پخپله د غاښونو د کرلو تکنالوژي خپله کړي. عادل د شينجيانګ له طبي پوهنتون څخه فارغ شو او په ٢٠٠٩ کال کې د دوهم روغتون لخوا ومنل شو ، خو په کشغر کې د غاښونو شخصي کلينيکونه ډير دي او رسمي روغتون ته د غاښونو د علاج لپاره راغلي ناروغان کم دي. په ٢٠١١ کال کې عادلي د روزنې لپاره شانګهاي ته وليږل شو او تير کال په سپتمبر کې په دوهم روغتون کې د خولې څانګه جوړه شوه او په لومړۍ مياشت کې منل شوي ناروغان د پخوا په نسبت دوه چنده زيات شول. عادلي به سږکال د ډاکتر لي تر لارښوونې لاندی يو تيزس وليکي او يوه تکنالوژيي به خپله کړي ، دغه راز هغه هم د شانګهاي د في دان پوهنتون ته په شينجيان کې د لېرې ښوونې له لارې د دکتوري درجې د اخيستلو غوښتنليک هم وليږه چې د دغه ډول ښوونې له لارې هر کال د کشغر دوهم روغتون لپاره شل تنه دوکتوري درجه اخيستونکي وروزل شی. اوس د شانګهاي د اووم ولسي روغتون ډاکتر جي شو وو شينجيانګ د يکن ولسوالۍ په لومړي ولسي روغتون کې کار کوي . نوموړې ولسوالی د شانګهاي د فودونګ نوې سيمې مرستندويه هدف دی او اوه تنه شانګهاي ډاکتران ور ته ليږل شوي دي . لږه موده مخکې ډاکتر جي لومړي ولسي روغتون ته د مرستندويه طبي تجهيزاتو او وسايلو د ليږلو لپاره شانګهاي ته تللی و او د خوځيدو مخکې ددې روغتون سر پرستارې ورڅخه غوښتنه وکړه چې د شانګهاي لوي روغتون ته لاړ شی څو چې د لوي روغتون د جراحۍ کوټه وګوري. ځکه چې د ولسوالۍ په روغتون کې د جراحۍ لوي عمليات نشی ترسره کېدای .

له شينجيانګ سره د شانګهاي مرسته دوه هدفونه لری چې يو يې د کشغر د دوهم روغتون د طبي خدمت لياقت لوړول او بل يې د کشغر په څلورو ولسواليو کې د ساري ناروغيو مخه نيول ، د اميدوارو ښځو او ماشومانو د مړينې انډول کمول او د ځايي وګړو د عمر اوږدول دي .

د درېو مياشتو راهيسې په شينجيانګ کې د يو سلو دريو پروژو ابادی پيل شوې ده چې شانګهاي به پکې نژدې دوه مليارده يوانه پيسې ولګوي او له درېو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای