CRI Online

شينجيانګ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د کليدي ناحيې د ابادولو لپاره هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-03 17:02:43

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ٢٠١٣ کال کې د قزاقستان په نظربايف پوهنتون کې په خپله وينا کې د لومړي ځل لپاره د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادولو ستراتيژی وړاندې کړې او ويې ويل چې د تګلارو د همغږۍ، د سړکونو ابادۍ، د سوداګريز تګ راتګ او د پيسو د تبادلې له لارې دې د بېلا بېلو سيمو ترمنځ همکاريز چوکاټ جوړ شي.شينجيانګ د اسيا او اروپا په کليدي سيمه کې پروت دی چې ختيځ ته د ورخلاصون لپاره د چين د کلا په توګه بلل کېږي او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د رغولو کې ستر رول لوبوي.

د روان کال د مۍ مياشتې په پای کې د شينجيانګ په هکله د چين مرکزي حکومت کاري غونډه تر سره شوه چې په کې د شينجيانګ د ورخلاصون بهير د چټکتيا او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړېدو وړانديز وړاندی شوی دی، نو شينجيانګ د پرمختګ له سترو پرمختيايي فرصت سره مخامخ دی .د شينجيانګ د ويغوري خپلواکې سيمې ګوندي مشر جانګ چون شيان وويل

(اواز ١)

په وروستيو کلونو کې د هېواد په ملاتړ په شينجيانګ کې د بنسټيزو تاسيساتو او بنسټيزو چارو د ابادولو په اړه يو لړ پروژې پلی شوې چې له امله يې د شينجيانګ اقتصاد او ټولنه د ډېرې ګړندې پرمختيايي دورې ته رسېدلی دی .تير کال په شينجيانګ کې د توليداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله ١١ اعشاريه ١ سلنه او د عامه مالي بودجې عايدات ٢٤ اعشاريه ٢ سلنه زيات شوی وو.

له دې امله چې د روان کال په پای کې به د شينجيانګ لومړۍ ګړندي اورګاډي يعنې د لان جو _شينجيانګ ترمنځ دوهمه دوه طرفه لاره په کار ولويږي ،نو د شينجيانګ اقتصادي پرمختيا ته به نوی فرصت ورسول شی . د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مشر جانګ چون لين وويل چې د مجموعي ترانسپورټي سيسټم په بشپړتيا سره به د خلکو،مالونو او معلوماتو د راشې درشې سرعت چټک شي.

(اواز ٢)

د مجموعي ترانسپورټي سيسټم تر بشپړتيا وروسته به د ترانسپورټي مرکزونو د ابادۍ کارونه پيل شي او د کولتوري او علمي او سوداګريز مرکزونه به رامنځته شي.

د خبر له مخې،په راتلونکي کې به د شينجيانګ پرمختګ د خلکو ژوند ته ګټه ورسول شي . په دې هکله د شينجيانګ د ټولنيزو علومو د انسټيټوټ مشر ګاو جيان لونګ وويل چې د اقتصادي ابادۍ په بهير کې دې د خلکو ګټو ته ښه پاملرنه وشي.

(اواز ٣)

د پرمختګ په عين وخت کې بايد د خلکو ژوند تر غور لاندی ونيول شی ، د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی سيمې رغونه بايد ددې سيمې په غاړو د پرتو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي . يوه خبره ده چې د پرمختيا اخري هدف دخلکو د ژوند ښه کول دي .

د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو د کميتې مشر جانګ چون لين وويل چې په راتلونکي کې به شينجيانګ په پرله پسې توګه د انرژۍ چارو د پرمختګ پر بنسټ د نساجۍ صنعت او کرنې د پرمختګ لپاره هڅه وکړي چې د شينجيانګ خلکو ته لازيات کاري فرصتونه برابر شي.

(اواز ٤)

موږ به په پرله پسې ډول د انرژۍ چارو د پرمختګ پر بنسټ د نساجي صنعت او د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو چارو ته وهڅوو څو چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې د هېواد د انرژۍ د امنيت لپاره فعال خدمتونه وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای