CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړونې په هکله نړيوال سيمينار تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2014-07-14 21:22:44

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د جوړونې په هکله نړيوال سيمينار څو ورځې مخکې د چين د شينجيانګ په ارومچي ښار کې تر سره شو. له څه دپاسه شلو هېوادونو څخه راغلو نږدي سلو تنو استازيو د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځې همکارۍ د پياوړتيا په هکله بحثونه وکړل. د شينجيانګ د اوريغوري خپلواکې سيمې د ګوندي کمېټې مشر جانګ چون شيان په دې غونډه کې وويل شينجيانګ به د خپلې سيمې د ابادولو لپاره دغه ښه فرصت ونيسي.

د دې سيمينار عنوان د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د جوړولو په بهير کې د ګډو ګټو د اخيستلو نوی فرصت و. ښاغلي جانګ چون شيان د سيمينار په پرانستونکو مراسمو کې وويل د ورېښمو لارې اقتصادي سيمې د اسيا او اروپا له اتلسو هېوادونو څخه تېرېږی او په څلويښتو هېوادونو پورې اړه لري چې عمومي نفوس يې تقريبا دری مليارډو ته رسېږي. نو دغه اقتصادي سيمې د نړۍ د سياست او اقتصاد په نقشه کې ستر ارزښت لري. شينجيانګ به د جغرافيايي موقعيت او کلتور په برخو کې خپلې وړتياوې پوره وکاروي او د ورېښمو لارې د اقتصادي سيمو د جوړونې لپاره به عمده رول ولوبوي. ښاغلي جانګ وويل

(( شينجيانګ به لومړی يو سيمه ييز ترانسپورټي مرکز جوړ کړي او له شمال، منځنی او جنوب سره د دريو لويو لارو د ابادولو لپاره کوښښ وکړي. دوهم به شينجيانګ د مالونو د حمل و نقل يو سيمه ييز مرکز تاسيس کړي څو چې د مالونو د ليږد راليږد يوه عصري شبکه جوړه شي. ))

د ښاغلي جانګ چون شيان په قول، شينجيانګ به په راتلونکی کې سيمه ييز پولي ، ښوونيز او طبي مرکزونه جوړ کړي. برسيره پر دې، شينجيانګ به د انرژۍ او سرچينو په اړه د دولت په کچه درې اډې او يوه لاره جوړه کړي يعنی د شينجيانګ د انرژۍ او سرچينو د وړتياوو پر بنسټ د نفتو او ګازو د چمتووالي او زېرمې يوه لويه اډه ، د سکرو په وسيله د برېښنا او کيمياوي توکو د توليدولو يوه لويه اډه او د باد په وسيله د برېښنا د توليدولو يوه لويه اډه به جوړه شي.

د چين د پرمختګ او سمون د کمېټې سرمنشي لي پو مين وويل په تېر ٢٠١٣ کال کې د ورېښمو لارې په غاړه کې له پرتو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت له شپږو سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات و چې د چين په نړيواله سوداګرۍ کې يې پنځلس سلنه ونيوله. څرنګه چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او دغو هېوادونو تر منځ د همکارۍ بنسټ ډېر کلک دی، نو د همکارۍ د پراخولو پټ ځواک يې قوی دی. اوس چين د روسيې، قزاقستان او ترکمنستان لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. په عين وخت کې چين د قرغزستان، ازبکستان او اوکراين دوهم لوی سوداګريز همکار او د تاجکستان درېيم لوی سوداکريز همکار هم دی.

په دې غونډه کې د ګډون کوونکو ګډه نظريه دا وه چې د ورېښمو لارې اقتصادي سيمه يوه خلاصه او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ جوړه ده. په نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو کې د چين د سوداګرۍ وزارت استازي جونګ شان وويل د چين د سوداګرۍ وزارت به په فعاله توګه د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ هڅونه وکړي، لوېديځې اسيا ته د چين د شينجيانګ د نور پرانيستلو ملاتړ به وکړي چې د دې اقتصادي سيمې د جوړونې په بهير کې د شينجيانګ ځانګړې وړتياوې او رول ولوبوي.

د اړوند خبر له مخې، د چين، روسيې، قرغزستان، قزاقستان، جرمنۍ او بلژيک په شمول د څه دپاسه شلو هېوادونو نږدی سلو استازيو د ارومچي په دې سيمينار کې برخه درلوده. د سيمينار په بهير کې څو مباحثوي غونډې هم تر سره شوې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای