CRI Online

د چين په لويديځ کې د ژوند يو انځور

cri     (GMT+08:00) 2014-07-14 21:30:27

تبر په وار سره د اوبو په يو حوض کې پر کنګلونو باندی وهل او ټوټې ټوټې کنګلونه پورته کېدل . دا انځور د شانګهاي په تلويزيوني فيستيوال کې په يوه ښودل شوي مستند فلم کې ليدل کېده چې نوم يې و ، د سپين ږيري عصور کنګلونه .

د ژمي موسم د شينجيانګ په جنوب کشغر دښت کې ډير يخ فصل دی او دغه مهال هم په سړه خونه کې د سپين ږيري عصور لخوا د کنګلونو ليږدولو وخت دی ، خو سږکال سپين ږيری عصور خپه شو ځکه چې د کنګل کيندلو په هکله اجازه نامه يې له ځايي حکومت څخه نه دی تر لاسه کړی . د مجبوريت له مخې هغه له ويالې څخه د کنګل په کيندلو بوخت و ، خو په نيمه ورځ کې کيندل شوي کنګلونه نه يوازی لږ و ، بلکې ککړ هم وو ، نو اوه اويا کلن سپين ږيري خپل کار پرېښود او تر لمر لاندی ناست و. خو څو ورځې وروسته ځايي حکومت سپين ږيري عصور ته د اوبو په حوض کې د کنګل کيندلو اجازه ورکړه . د کنګل کيندلومخکې د پسه حلالولو مراسم هم پرځاي شول . ورپسې په شلو دقيقو کې د فلم په پرده کې نندارچيان دا انځور ليدلی شی چې دوه سوه تنه کليوال ځوانان د اوبو په زيرمتون کې چې نژدې زر مربع متره مساحت لری ، د کنګل په کيندلو بوخت وو او سپين ږيري عصور د کنګلونو د بټۍ کولو لارښوونه کوله چې د شپږو ورځو او شلو تنو د کوششونو له کبله د سپين ږيري عصور سړه خونه ډکه شوه چې تقريبا دوه سوه ټنه کنګلونه پکې ځاي شوي وو.

کيسه تر دې وخته نه يوازی دا چې لا نه ده ختمه شوې ، بلکې فقط تازه پيل شوه. هوا ورځ په ورځ توده شوه او هغه کنګلونه چې د سپين ږيري عصور لخوا د يو ژمي لپاره زيرمه شوي ، بالاخره د څارويو يکشبنه بازار ته ووتل او په دې بازار کې سپين ږيري عصور يوه دايمي غرفه لری او د دوبي په ټکنده ورځو کې د کنګل او وچې ميوې اوبه او د کنګل ، عسل او مستې لخوا جوړ شوي مشروبات پلوري چې دغه ډول مشروبات د ويغوريانو دوديز مشروبات دی او شالانګداک نومېږي . د فلم په پرده کې يو شمير ويغوريان د سپين ږيري عصور غرفې په شاوخوا کې له دې خوا هاخوا خبرې کولې او مشروبات يې څښل. په يکشنبه او جمعه بازارونو کې سپين ږيري عصور او دده زامن په نوبت سره په بازار کې ياد مشروبات پلوري او ددوي پلورنه تر راتلونکي ژمي پورې دوام لری.

د نيم کال د زيارونو نتيجه دا ده چې سپين ږيري عصور او دده کورنۍ اتيا زره يوانه ګټه اخلي چې له ديارلسو زرو امريکايي ډالرو سره برابر دي. ظاهرا په دغه مستند فلم کې د څو سوو کلونو راهيسې د ويغوريانو د دوديز کنګل شويو مشروباتو د جوړولو راز ريکارډ شوی ، خو د فلم په دوه څلويښتو دقيقو کې دا انځور هم ليدل کېږي چې د قشقر ولسوالۍ له اوات کلي څخه تر کشغر ښاره پورې د قير سړک غځېدلی او عام سرويس يوازی شل دقيقې کشغر ته رسېدای شی. په بازار کې د جوارو يو نان يوازی دوه نيم يوانه دي ، په بله ژبه څلور ډالره لس دانې نان اخيستی شی. په فلم کې د پلو پخولي لارې چارې او په رستورانت کې بيروبار هم ليدل کېږي . جمعه د لمونځ ورځ ده او سپين ږيري عصور حتی د ډوډۍ خوړلو څخه هم پاتې شو او ژر جومات ته تلل .....

په دغه فلم کې نه يوازی د سپين ږيري عصور او دده لخوا د کنګل کيندلو په هکله کيسه تمثيل شوې ، بلکې د يوه قوم د خوشبينۍ او سوداګرۍ خاصيت ښکاره شوی دی ، يوه خبره ده چې دا د چين په لويديځ کې د بازار او ژوند يو انځور دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای