CRI Online

د ګوانګ دونګ يوه نجلۍ په اويغوري ګلي بدله شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-07-16 20:50:16

نجلۍ فنګ جوه يي چې په ١٩٨٨ کال کې په ګوانګ دونګ ولايت کې زېږېدلې، نورو ته د ځان معرفي کولو په وخت کې تل داسی وايي چې هغه د شينجيانګ ناوې ده. کله چې فنګ جوه يي د ګوانګ دونګ ولايت له يو پوهنتون څخه فارغه شوه، د لومړۍ ډلې په توګه له شينجيانګ سره د داوطلب خدمت د پلان له مخې د شينجيانګ کشغر ته وليږل شوه. هغې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل زه له شينجيانګ سره ډېره مينه لرم.

د ٢٠١١ کال په جون مياشت کې کله چې فنګ جوه يي د ګوانګ دونګ د بهرنيو ژبو او سوداګرۍ له پوهتون څخه فارغه شوه، له شينجيانګ سره د محصليونو د داوطلب خدمت پلان يې وليد، تر غور وروسته يې سمدلاسه د ماستري درجې د ګټلو فرصت له لاسه ورکړ او پرېکړه يې وکړه چې شينجيانګ ته ولاړ شي.

هغې خبريال ته وويل هغه وخت مې فکر کولو چې بايد هغه ځای ته ولاړ شم چې ريښتيا ما ته اړتيا شته ، نو پرېکړه مې وکړه چې په شينجيانګ کې د خپل ژوند ارزښت عملي کړم.

د همدې کال په جولای مياشت کې فنګ جوه يي د لومړۍ ډلې داوطلبې په توګه وپيژندل شوه او د کشغر ښار د تبلغاتي ادارې يوه کارکونکې وګرځېدله.

فنګ جوه يي په کشغر کې د کار کولو بهير د يادونې په وخت کې خبريال ته وويل

(( په کشغر کې دوه کاله ډېر ګړندي تېر شوي او په دغو دوو کلونو کې مې د کسانو په منځ کې سادګی او مهربانی حس کړېده. باور مې درلود چې دلته يوه له هيلې څخه ډکه سيمه ده او هر تن په دې سيمه کې د خپلې وسې سره سم خدمتونه ترسره کولای شي. ))

په کشغر کې د کار په لومړيو وختونو کې فنګ جوه يي هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه، څرنګه چې ځايي دوديزونه نه پوهېدل او له ځايي وګړيو سره د تبادلې په وخت کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې. خو د وخت په تېرېدو سره فنګ جوه يي د کشغر د ځايي ملګرو په پاملرنې او مرستې له خپل ژوند او کار سره عادي شوه او نه يوازی دا چې اويغوري ژبه يې زده کړه، بلکې له ډېرو اويغوريانو سره ملګرې شوه . برسيره پر دې هغې پخپله د ځان لپاره د جوما ګلي په نامه يو اوريغوري نوم ونوماوه. فنګ جوه يي خبريال ته وويل له شينجيانګ سره يې ډېر ژور احساسات پيدا کړي دي. سږ کال فنګ جوه يي د رخصتۍ په موده کې بيرته ګوانګ دونګ ولايت ته ستنه شوه او و يې ليدل چې يو اوريغوی ګرځنده سوداګر د واټ په غاړه کې په کاروبار بوخت و ، فنګ جوه يي ور ته په اويغوري ژبه سلام ووايه، هغه په خوشحالۍ سره ځواب هم ورکړ او ترې يې پوښتنه وکړه چې ايا تاسې شينجيانګي يې؟ فنګ جوه يي ور ته وويل زه کشغري يم.

فنګ جوه يي خپل پلار او مور ته کله ناکله د شينجيانګ په اړه مالومات وروپيژندل ، پلار او مور يې هم د دې ملاتړ کوي چې په شينجيانګ کې خپل کارونه ښه تر سره کړي.

کله چې دوه کلن داوطلب خدمت پای ته ورسېد، په ٢٠١٣ کال کې فنګ جوه يي په لوړه نمره د شينجيانګ د ارومچي ښاروالی د بهرنيو چارو د دفتر لخوا وګمارل شوه. د دې دفتر مرستيال له خبريال سره د مرکې په وخت کې د فنګ جوه يي لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل فنګ جوه يي يو زحکمښه بجلۍ ده او د ستونزمنو کارونو د تر سره کولو په بهير کې يې هېڅکله شکايت و نه کړ.

د روان کال د مۍ مياشتې په دوه ويشتمه نېټه د ارومچي ښار په يو باغ کې د يوې سختې ترهګريزې پېښې له امله سخته مرګژوبله رامنځته شوه. په همدې ورځ د فنګ جوه يي خپلوانو او ملګرو پر هغې غږ وکړ چې ګوانګ دونګ ولايت ته راستنه شي. خو فنګ جوه يي پر خپل ايمان ټينګار وکړ او په ويبپاڼه کې يې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و شينجيانګ ته د ترهګرۍ کېدو بڼه مه ورکړه. په دې مقاله کې ليکل شوي: ترهګران د اويغوري قوم، د اسلام مذهب او يا سيمې استازيتوب نه کوي. دغه ليکنه د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده .

د فنګ جوه يي خاوند يو افسر دی او په کشغر کې د سرحد ساتلو دنده په غاړه لری . فنګ جوه يي څو ورځې مخکې کشغر ته د رستنېدو په اړه غوښتنه ليک وړاندې کړی او و يې ويل چې له شينجيانګ سره په تېره بيا له کشغر سره مينه لرم، له خپل خاوند سره هم مينه لرم، نو غواړم بيرته کشغر ته ولاړ شم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای