CRI Online

د چين د اسلامي ټولنې مشر چن ګوانګ يوان

cri     (GMT+08:00) 2014-07-14 21:26:26

دوه اتيا کلن چن ګوانګ يوان د چين د اسلامي ټولنې مشر دی چې د دکترين د اعتدال پر نظر ټينګوي. له خبريال سره د يو ساعتنۍ مرکې په ترڅ کې هغه په څرګند نظر او عمل سره خپله ژوره هوښياری څرګنده کړه.

چن ګوانګ يوان په ١٩٣٢ کال کې د هه بې ولايت د ون ان ولسوالۍ په يوه غريبه کورنۍ کې زېږېدلی او پلار يې ور ته هلال الدين ونوماوه. چن ګوانګ يوان پر يو کاغذ باندې په چيني او عربي ژبو خپل نوم وليکه او په مشخص ډول يې خبريال ته د ده د نوم معنی معرفي کړه.

کله چې چن ګوانګ يوان درې کلن و، پلار يې له دنيا څخه سترګې د تل لپاره پټې کړې. نو له څلور کلنۍ څخه هغه د زده کړې لپاره جومات ته لاړ. کله چې هغه دوولس کلن و، چن ګوانګ يوان د شن يانګ په جومات کې يو طالب وګرځېد. په دغه جومات کې هغه په خپلو کوښښونو سره د عربي ژبې د زده کړې لپاره بنسټ کلک کړ.

چن ګوانګ يوان نه يوازی د جومات دوديزه ښوونه ومنله، بلکې د عصري اسلامي پوهنځي لخوا هم وروزل شو . له ١٩٥٢ کال څخه تر ١٩٥٥ کال پورې هغه د بېجينګ د هوی قوم ښوونځي د عربي ژبې په ټولګي کې زده کړه وکړه، ور پسې يې د څلورو کلونو لپاره د چين په اسلامي پوهنځی کې خپله ښوونه ترسره کړه. ددې پوهنځي له فراغت وروسته، چن ګوانګ يوان په وار سره د بېجينګ د چانګ پينګ په جومات، د نيو جيی په جومات او د دونګ سه په جومات کې د امامت دندې پر غاړه واخيستې. په ٢٠٠٠ کال کې چن ګوانګ يوان د چين د اسلامي ټولنې د مشر په توګه و ټاکل شو.

چن ګوانګ يوان خبريال ته وويل د ده په ژوند کې هېڅ ځانګړتيا نه ليدل کېږي، يوازی د دين زده کول او بيا د امامت دنده پرغاړه اخيستل دي. دده په وينا زما ټول ژوند د پل او استازي په شان خدمت کول دي، يعنی د مسلمانانو او حکومت ترمنځ د پل او له بهرنيو هېوادونو سره د چيني استازي په توګه د تبادلې رول لوبوي.

د چين د اسلامي ټولنې د مشر په توګه، دا يو واقعيت دی چې چن ګوانګ يوان کله نا کله د مسلمانانو له بېلا بېلو غوښتنو سره مخامخ دی. چن ګوانګ يوان د مسلمانانو د ستونزو د ليرې کولو په برخه کې ډېر کوښښونه کړی او د وګړيو لخوا وستايل شو. بله خوا، هغه هم د چين په استازيتوب په ډېرو نړيوالو مذهبي غونډو کې ګډون کړی او دوه ديرشو اسلامي هيوادونو ته يې سفرونه کړي دي . هغه وويل هر ځل چې موږ نورو هېوادونو او سيمو ته ځو، له نورو څخه د ګټورو شيانو د زده کړې په عين وخت کې مو دوی ته په چين کې د اسلامي چارو د پرمختګ حالات ورپېژنو.

د چن ګوانګ يوان په اند، اوس په چين کې د لسو ملي لږکيو په شول درويشت مليونه مسلمانان شته او مسلمانان د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سولې په فضا کې ژوند کوي . دغه راز اوس په چين کې پنځه دېرش زره جوماتونه شته او پنځوس زره امامان او اخونيان پکې خدمت کوي. دغه راز لس اسلامي پوهنځي موجود دي او تر ټولو لوی پوهنځی د چين اسلامي پوهنځی دی او د ده مورنی پوهنځی هم دی. اوس دغه پوهنځی د ترميم په حال کی دی او په راتلونکی کې به هر کال پنځه سوه محصلين ومني تر څو لا زيات امامان وروزل شي.

چن ګوانګ يوان وويل اسلام يو سوله غوښتونکی دين دی، خو مذهبي تندلارې ډلې د ديني بيرغ په پورته کولو سره ترهګريز عمليات تر سره کوي او نه يوازی ټولنې ته زيانونه ، بلکې ټولو مسلمانانو ته بدتفاهم يې رسولی دی، دا ډېره د نفرت او کرکې وړ کړنه ده. چن ګوانګ يوان د مرکې په پيل کې ويلي موږ د مسلمانانو په توګه بايد د خدای تر لارښوونې لاندې له خپل هېواد، قوم او ګاونډيانو سره مينه ولری او پاملرنه وکړي، دا زما په ټول عمر کې غوره شوې رويه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای