CRI Online

د ين چوان ښار د مالياتو د عمومي ضمانت سيمه د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ لپاره اسانتياوې برابروي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-16 20:42:43

د وريښمو لاره په لرغونی زمانه کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ لپاره يوه مهمه لاره وه . اوسمهال دغه لاره لا هم د دواړو خواوو تر منځ د تبادلې لپاره فعال رول لوبوي. د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د ين چوان ښار د مالياتو د عمومي ضمانت سيمې جوړونه د دې لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمو د ابادولو لپاره نوی حياتي ځواک برابروي.

د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه په چين کې د ګڼ شمير مسلمانانو د استوګنې ناحيه ده او د يادې سيمې د بيا رغولو تګلارې د تطبيق په بهير کې د ستون حيثيت لری او له عربي هېوادونو سره د راشې درشې د نژديوالي لپاره د ين چوان د مالياتو د عمومي ضمانت سيمې جوړونه ډير ارزښت لري.

د مالياتو د عمومي ضمانت سيمه په چين کې د ګمرکي څانګې تر څيړنې او ادارې لاندی يوه داسې ځانګړې سيمه ده چې د دروازې خلاصولو کچه ډيره لوړه ده ، ډيرې امتيازي تګلارې غوره کوي او هراړخيز رول لوبوي، دغه راز په پولي، سوداګريزه، پانګه اچوونکې، خدمتي او ترانسپورتي ساحو کې يوه ازمويښتي او پرمختللې سيمه هم ده . په ين چوان ښار کې ياده سيمه په ٢٠١٢ کال کې جوړه شوه او د يو کال د ابادۍ د کارونو له امله اوس په دې سيمه کې څه دباندې اووياو تصديو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ين چوان ښاروال ما لي په وينا د تيرې مۍ مياشتې تر پايه پورې د سپکو صنايعو او نساجۍ، د انګورو شرابو، ګاڼو، حلالو خوړو او د مسلمانانو لپاره د اړتيا وړ شيانو او خدمتي چارو په هکله لويې تصدۍ په ياده سيمه کې جوړې شوي چې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت يې ٣٤٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی څو چې د روان کال تر پايه دغه ارزښت له يو ملياردو ډالرو څخه واړوي.

د زرګونو کلونو په تېرېدو سره، د ورېښمو لاره نه ده بدله شوې، خو د دې لارې په وسيله معاملې لوی بدلون موندلی. د چين او عربي هېوادونو تر منځ د معاملو توکي د لرغوني وخت له چيني ظروفو، ورېښمو او د خوشبويو توکيو څخه د انرژۍ، کيمياوي موادو، ساختماني توکيو، برقي ماشينونو او زراعتي توليداتو په شمول بېلا بېلو توکيو زيات شوي دي.

کله چې خبريال په دغه سيمه کې له صنعت کارانو سره مرکه وکړه، د جين تونګ په نوم د شرکت مرستيال ليو جنګ جه يې وليدل چې د ګمرکي ماليات په کارونو بوخت و. ښاغلي ليو خبريال ته وويل موږ په دوبۍ کې د سرو زرو اومه مواد واخيستل، د هانکانګ د هوايي ډګر له لارې جنګ جو ښار ته مو ورسول او بيا دلته د ين چوان د مالياتو د عمومي ضمانت په سيمه کې د ګمرکي مالياتو اړوند کارونه بشپړ وو. په دې توګه هغه مسله حل کېږي چې د ين چوان ښار او دوبۍ تر منځ مستقيمه هوايي کرښه نه شته او د ين چوان ښار او هانکانګ تر منځ په سيلانيزو الوتکو کې د سرو زرو ګاڼې حل و نقل نه کېږي.

اړوندو شرکتونو ته د اسانتياوو د برابرولو او د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړولو لپاره، د ين چوان ښار د مالياتو د عمومي ضمانت دغه سيمه پخپله د فابريکې ودانۍ او زېرمتونونه جوړوي. سږ کال به د دوو سوو زرو مربع مترو په پراخوالي ودانۍ او زېرمتونونه بشپړ او په کار ولوېږي. په عين وخت کې دغه سيمه د نړيوالی اليکترونيکي سوداګرۍ ازمويښتي کارونو ته په پرمختيا ورکولو بوخته ده. په نږدې راتلونکې کې به د اليکترونيکي سوداګرۍ ډګر په رسمي توګه ان لاين شي چې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د اليکترونيکی سوداګرۍ لپاره يوازنی ډګر بلل کېږي.

د دې سيمې د اجراييوي کمېټې مرستيال ان ماو ليان خبريال ته وويل د مالياتو د عمومي ضمانت سيمه د ورېښمو لارې په اقتصادي سيمه کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره د يوې نوی اډې په توګه رول لوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای