CRI Online

له مينې څخه ډکه ځغاسته

cri     (GMT+08:00) 2014-07-24 16:14:44

يوه اويغوري نجلۍ چې نور علي عسکر نومېږي او په ١٩٩٦ کال کې زيږېدلې، د خوتان د نرسانو ښوونځي زده کوونکې ده او غواړي د ناروغانو خدمت وکړي، خو له بده مرغه يوه ورځ دغه اويغوري نجلۍ سخته تبه نيولې او له پوزې څخه وينې توېېدلې چې له امله يې په بيړنۍ توګه د خوتان ولسي روغتون ته وليږل شوه .

د ٢٠١١ کال په نوامبر مياشت کې د بېجينګ د دوستۍ په نوم روغتون د وينو څانګې مرستيال ډاکتر هوانګ دا يون چې د مرستې په توګه خوتان ته ليږدل شوی ، د نجلۍ نور علي معاينه وکړه او تشخيص يې وکړ چې هغه د وينو په سرطان اخته شوه ، نو سمدستي يې علاج وکړ چې په نتيجه کې ناروغی يې تر څلويښتو ورځو وروسته تر کنترول لاندی راغلې او نښې او شدت يې هم په پوره توګه کم شوي دي.

د ٢٠١٢ کال د پسرلي په اختر کې ډاکتر هوانګ خپله دنده پوره کړه او بيرته بيجينګ ته لاړ ،خو دده پر ځاي ډاکتر يانګ لين جي چې هم د دوستۍ روغتون د وينو څانګې مرستيال دی، خوتان ته وليږل شو او د نجلۍنور علي د علاج دنده يې په غاړه واخيستله . په هغه وخت کې د کيمياوي معالجې له امله د نجلۍ نيمه برخه ويښتان لويدلي وو . د دريو ځلو کيمياوي معالجې په اثر ددې عوارض بيا کم شوي ، خو د زيات لګښت له امله ددې پلار او مور د مجبوريت له مخې غوښتی چې معالجه يې ختمه شی. څرنګه چې د دوي مشره لور د مغز په ناروغۍ اخته شوه ، نو نه يې غوښتی چې دوهمه لور مړه شي. خو پنځه ديرش زره امريکايي ډالره يې ولګول او نورې پيسې يې نه درلودلې .

ډاکتر يانګ چې د وينو سرطان د علاج په هکله د شلو کلونو تجربې لری، وغوښتل چې دغه شپاړس کلنه نجلۍ له مرګ څخه وژغوري ، نو د نجلۍ پلار و مور يې په دې قانع کړ چې د وينو سرطان د جدي علاج په اثر جوړېدای شی.

اويغور او هان قومونه وروڼه قومونه دي او نور علي له بيجينګ څخه د راغلو ډاکترانو ډير درناوي کوي . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د علاج د لسګونو پړاوو د بشپړېدو وروسته نجلۍ نور علي له مرګ څخه ژغورل شوې ده.ډاکتر يانګ نجلۍ نور علي خپله لور ګڼي او د روحي هڅونې په عين وخت کې يې هم مادي مرسته ورکړې ده ، مثلا هغه ددې لپاره جامې واخيستې او اته زره يوانه پيسې يې ورکړې چې له امله نجلۍ نور علي ډاکتر يانګ ته بابا يانګ وايي.

تير کال په پسرلي کې د ډاکتر يانګ په ځای دده د روغتون د وينو څانګې مرستياله ډاکتره وانګ تين تين د نجلۍ نور علي دقيق علاج ته دوام ورکړ ،خو نجلۍ نور علي د بستري پنځه وار لګښتونه نه دي ادا کړي ، نو په ژړا يې ډاکترې وانګ ته وويل چې هيڅ پيسې يې نه درلودې. ډاکترې وانګ د ولسي روغتون مشر ته دا خبر ورکړ او د روغتون د پرېکړې له مخې نجلۍ نور علي وکولی شوه چې لومړی علاج ومني او وروسته پيسې ولټوي .

د تيرکال په اګست مياشت کې د بېجينګ د دوستۍ روغتون د ډاکترانو ډله د داوطلبې درملنې لپاره خوتان ته ولېږل شوه او ډاکتر يانګ ددې ډلې د غړي په توګه خوتان ته ورغی او نجلۍ نور علي ته يې يو صندوق کتابونه ورکړل . د دوستۍ روغتون مشر ليو جيان د نجلۍ نور علي د حال احوال پوښتنه يې وکړه او خوراکونه او پيسې يې ورکړې . نور علي يو وار بيا يانګ بابا وليد . د دوستۍ روغتون مشر پرېکړه وکړه چې نور علي د نورې معاينې لپاره د دوستۍ روغتون ته يووړل شی چې د معاينې له مخې نورعلي اساسا جوړه شوه ، که په راتلونکو پنځو کلونو کې ناروغی تکراره نه شی ، نو ددې ناروغی به په پوره توګه جوړه شی. د خوتان د طبي ادارې د مخکيني ژمنې له مخې،نور علی به د نرسانو له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د خوتان د ولسي روغتون لخوا ومنل شی.اوس مهال نور علی د نرسانو ښوونځي د دوهم ټولګي زده کوونکې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای