CRI Online

د شينجيانګ پوځي فارمونه د کرهنيزو چارو د سمسورتيا لپاره اوبه سپموي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 16:41:27

٦٠ کاله مخکې د شينجيانګ د پرمختګ د چټکتيا او د سيمه ييز حکومت او د بېلا بېلو قومونو خلکو په غاړو د اقتصادي بارونو د کمښت لپاره په شينجيانګ کې ميشت پوځ د توليد او ابادۍ پر کارونو پيل وکړ.د ١٩٥٤ کال په اکتوبر کې د مرکزي حکومت د حکم له مخې په شينجيانګ کې د توليد او ابادۍ پوځ جوړ شوی دی چې له ٦٠ کلونو راهيسې يې د شينجيانګ د کرهڼيز پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي، په تېره بيا يې د شينجيانګ سيمې له واقعيتونو سره سم د اوبو د سپمولو لارې چارې جوړې کړي دي.

د جولای مياشت د پنبو بوټو د وده کولو ښه وخت دی.د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د شپږمې فرقې په فورم کې په چين کې د اوبو دوه لوي پمپونه شته چې د ٦٨ زرو او يو سلو هکتارو په مساحت د پنبو پټيو لپاره اوبه برابروي.

په شينجيانګ کې هوا وچه ده او باران لږ دی ، د هرې مربع کيلو مترۍ په ځمکه کې يوازی ٥٣ زره مکعب متره اوبه پيدا کېږي . خو په کرهڼيزو چارو کې د اوبو لګولو اندازه د شينجيانګ د اوبو لګولو په عمومي اندازه کې ٩٥ سلنه نيسي، نو د اوبو سپمول د کرهڼيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر اړين دي.د تېرې پيړۍ د ٩مې لسيزې په پای کې د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د اسرائيلو د اوبو څڅېدو تخنيک په کارولو سره او د چين په شمال لوېديځ کې د وچو سيمو له واقعيتونو سره سم د اوبو سپمولو ياد تخنيک ترويج کړی چې د نباتاتو له غوښتنو سره اوبه برابروي چې د اوبو او سرو لګښت يې کم شوی دی. اوس دغه تخنيک په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي چې نه يوازی په لويو فارمونو کې د اوبو سپمولو رول لوبوی، بلکې په کوچنيو ځمکو کې هم ترې استعفاده کېږی. په شه هه ځه کې د پوځ اتمې فرقې ته نژدې د يو کوچني کور خاوند لو لي پينګ د خپلو ٨ هېکتارو په ځمکو کې د اوبو څڅېدو ياد تجهيزات درولي دي.

د ياد تخنيک د خپرونې په بهير کې يو خنډ د تجهيزاتو د درولو اصلي بيه جګه ده. نو د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د دې تخنيک د ترويج لپاره د تجهيزاتو د درولو اصلي بيه ټيټه کړې ده. د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ غړي او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د علومو اکاډمۍ غړي چن شيوه ګنګ د دې تخنيک د يادونې په وخت کې داسې وويل

دغه تخنيک د اسرائيليانو له خوا اختراغ شو.خو ولی تر اوږدې مودې وروسته يې مروج شوی دی؟ کليدي مسئله يې د تخنيک د کارولولګښت جګ دی. په ١٩٧٥ کال کې دغه تخنيک اخيستل شوی دی. د شينجيانګ په پوځي فارمونو کې د دې تخنيک د کارولو لګښت ټيټ شوی چې د يو هېکتار په پټيو کې لګښت يې له ٢٥٠٠ يوانو څخه ٤٠٠ يوانو ته ټيټ شوي دي.

د ياد تخنيک د کارولو په وسيله نه يوازی اوبه سپما کېږي، بلکې حاصلات ښه کېږي او د بزګرانو عايدات هم زياتېږی.د شينجيانګ د توليد او ابادۍ پوځ د ٦مې فرقې په اړه د کمونستي ځوانانو په نوم د فارم مرستيال لي يو هو وويل

په تېره موده کې د اوبو د لګولو وخت د نباتاتو د ودې له غوښتنو سره سمون نه درلود.اوس د اوبو څڅېدو تخنيک په کارولو سره اوبه په برابرۍ توګه د نباتاتو رېښو ته رسيږي چې له امله به يې توليدي اندازه زياته شی.

د ٢٠١٣ کال تر لومړۍ نيمايي پورې د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې د کرهڼيزو چارو د پرمختيا لپاره د اوبو د سپمولو تخنيک د کارولو پراخوالی له ٣٥ مليونو هېکتارو څخه اوښتی دی او دغه پلان هم جوړ شوی چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به په ټول شينجيانګ کې د اوبو د سپمولو تخنيک د کارولو پراخوالی ٤٣ مليونو هېکتارو ته ورسېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای