CRI Online

د شانګهاي فابريکې د شينجيانګ وګړو خوښې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-15 18:21:54

د شينجيانګ له کشغر څخه مارالبيشي ولسوالۍ ته د موټر څلور ساعته لار ده . وروسته تر هغه وخته چې د شانګهاي د جينبو په نوم د ډبرو د تراشلو شرکت د ٢٠١٢ کال د مۍ په مياشت کې په مارالبيشي ولسوالۍ کې جوړ شو ، د روان کال د جولاي په مياشت کې د کشغر د مالونو د نندارتون تر جوړېدو مخکې په همدی نوم د نساجۍ يوه فابريکه هم جوړه شوه . خبريال وليدل چې په پراخو ورکشاپونو کې د وړينو جامو د ګنډلو ماشينونه چې د کمپيوتر لخوا کنترول کېږي ، قطار په قطار درول شوي او اويغوري نجونو او هلکانو چې کاري جامې يې اغوستې وې ، د ماشينونو په کنترول بوختې دي.

د تير جولاي په اته ويشتمه نېټه سهار د ګنډلو يو ماشين په اړخ ځوان کارګر ايمام محمد له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ځان داسی معرفي کړ چې هغه دوه ديرش کلن دی او د مزدورۍ لپاره شانګهاي ته تللی و. په شانګهای کې ورځنی لګښت لوی و ،خو اوس ډير خوشحاله دی چې په خپل ټاټوبي کې کار کوی . محمد د چين روانه ملي ژبه خبرې کولی شی، سره له دې چې په خپل ټاټوبي کې کار کوی ، خو شينجيانګ ډيره لويه سيمه ده او مارالبيشي ولسوالی دده له کور څخه څه باندی يو سل کيلومتره واټن لری. نو امکان نشته چې هره ورځ کور ته ځي ، د خوښۍ وړ خبره دا ده چې فابريکې د کارګرو لپاره ليليه جوړه کړې ده چې کرايه يې ډيره ټيټه ده .

نور علي چې څليرويشت کلن دی ، تازه د تېر کال په پنځلسمه نېټه ددې فابريکې لخوا وګمارل شو ، هغه به ژر واده وکړي . خبريال دده د ناوې په هکله پوښتنه وکړه ، له څيرې څخه د نيکمرغۍ نښه برېښيده ، خو په اصل کې ناوې يې هم په دې فابريکه کې کار کوي .

په دې فابريکه کې کارګرو د کار کولو تر ټولو اوږد وخت يوازی لس ورځې دي. ګلي چې لس ورځې مخکې په دې فابريکه کې داخله شوه ، د تجربه کارې په نوم بلل کېږي . هغه د شينجيانګ د ماليې له پوهنتون څخه فارغه شوه او په سي ان ښار کې يې د نساجۍ تکنالوژی خپله کړه او اوس د فابريکې اداره کوونکې ده . له خبريال سره يې د مرکې په مهال کې داسی وويل ستونزمن کار دی چې اويغوري نجونې د مزدورۍ لپار ه بهر ته ځي او عايد يې هم ټيټ دی. له دې امله ډير خوشحاله او وياړ يو چې د فابريکې خاوند له موږ سره ښه چلند لری ، هيله ده چې د جينبو غوندي زياتې تصدۍ په مارالبيشي ولسوالۍ کې خپلې فرعې فابريکې جوړې کړي څو چې لا زيات ځايي نجونې او هلکان ومنل شی.

د ياد نساجۍ فابريکه د شلو مليونو يوانو په لګولو جوړه شوه او هر کال دوه نيم لکه وړينې جامې توليدوي ، اوس په فابريکه کې نوي تنه کارګران او کارګرانې شته .

د مارالبيشي ولسوالۍ د سوداګرۍ او اقتصاد کميسيون مرستيال اين بو يي چې د شانګهاي د جين ان سيمې يو چارواکی دی، له شينجيانګ سره دمرستې په هکله داسی وويل وروسته له هغه وخته چې له شينجيانګ سره د مرستې په هکله دوهمه مرکزي غونډه جوړه شوه ، د جينبو تصدۍ په مارالبيشي ولسوالۍ کې د ډبرو تراشلو او نساجۍ دوه فابريکې جوړې کړې دي . د دې نساجۍ فابريکې لخوا ګنډل شوي وړينې جامې ښه بازار لری او راتلونکي يې هم ښه ده . ښاغلي اين خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يې ويل چې په مارالبيشي کې د پنبو تخمونه ، بوس او باڼس ښه طبيعي اومه مواد دي او هيله ده چې ددې نساجۍ فابريکه له ځايي اومو موادو څخه وکاروي . د خبر له مخې دغه فابريکه به نور دوه سوه مليونه يوانه په مارالبيشي کې ولګوي څو چې د ځايي طبيعي ښيګڼو سره سم خپل توليدونکي منسوجات د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادر کړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای