CRI Online

د شينجيانګ په سانجي ښار کې د هوی قوم ځانګړي رستورانتونه

cri     (GMT+08:00) 2014-09-01 16:11:39

سانجي ښار د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مرکز ارومچي ښار د شمال لوېديځې خوا په څلوېښتو کيلو مترۍ کې پروت دی او په دې ښار کې يو واټ ډير مشهور دی ځکه چې ددی واټ په دواړو غاړو کې د خوندورو خوراکونو ډير رستورانتونه شته دي او خاص د هوی قوم ځانګړي خواړه پکې پلورل کېږي ، نو هره ورځ ډېر سيلانيان جلبوي.

په دې واټ کې ځينی ځانګړي خوراکونه ليدل کېږي. د مثال په توګه، د جيو وان سان هانګ ځه په نوم مېلمستيا ډيره مشهوره ده. جيو وان يعنی نهه کاسې، سان هانګ ځه يعنې درې قطاره . دغه مېلمستيا د هوی قوم رسمي او مهمه مېلمستيا ده، ټول خواړه د دريو قطارونو په بڼه په نهو يو شان کاسو کې ايښودل کېږي. ، د عمر په نوم د رستورانت خاوند ما فو ګانګ د هوي قوم يو غښتلی ځوان دی. کله چې خبريال له ما فو ګانګ سره مخامخ شو ، هغه مشتريانو ته د جيو وان سان هانګ ځه په نوم د مېلمستيا د تاريخ په هکله مالومات ورکول. له خبريال سره د دې واټ د يادونې په وخت کې د ده وينا له وياړ څخه ډکه برېښيده. هغه وويل

(( د دې واټ په دواړو غاړو کې ټول رستورانتونه د هوی قوم د وګړيو لخوا اداره کېږي او هر رستورانت خپله ځانګړتيا لري. ))

دغه واټ په ٢٠٠٨ کال کې په رسمي توګه پرانيستل شو. د پنځو کلونو د پرمختګ له کبله ، اوس د دې واټ په دواړو غاړو کې رستورانتونه او نور د خواړو پلورنځي قطار په قطار جوړ شوي دي او هر وخت پرې ډېر بيروبار او ګڼه ګوڼه وي په تيره بيا د څو مشهورو رستورانتونو په وړاندې ډير مشتريان ليکه ولاړ وي. خو کله چې دغه واټ جوړېدو په پيل کې ډېرو سوداګرو د دې واټ د راتلونکی په اړه شک درلود. ښاغلي ما فو ګانګ خبريال ته وويل

(( د دې واټ جوړېدو په سر کې ډېرو سوداګرو و نه غوښتل چې دلته رستورانتونه او يا مغازې جوړې کړي، ځکه چې دغه واټ د ښار په څنډه کې پروت دی. ))

ځايي حکومت د سوداګرو د انديښنو او شکونو د ليرې کولو او دوی ته د ښې تجارتي زمينې د برابرولو لپاره، د کرايې، ماليې اخيستلو او د کوچنۍ اندازې پورونو د برابرولو په برخو کې يو لړ امتيازي تګلارې پلې کړې. د سانجي ښار د انساني سرچينې او د ټولنيز ضمانت ادارې يوې چارواکې چې جانګ بي جو نومېږي ، خبريال ته وويل

(( په لومړي کال د رستورانت او مغازې کرايه وړيا وه، دوهم کال مو پنځه ويشت سلنه ،درېيم کال پنځوس او څلورم کال پنځه اويا سلنه کرايه واخيستله. له پنځم کال څخه کرايه يې په پوره توګه اخيستل کېږي. اوس په دې واټ کې اته دېرش رستورانتونه او دوه ويشت نور د خوراک پلورنځي پراته دي چې خاوندان يې ټول د ملي لږکيو وګړي دي لکه هوی، قزاق او اويغور. د دغو رستورانتونو او خوراکي پلورنځيو په پرانيستلو سره څه دپاسه پنځه سوه تنه په کار ګومارل شوي او په دې جمله کې نوي سلنه د ملي لږکيو وګړي دي.

له امتيازي تګلارو پرته، ځايي حکومت هغو مشهور سوداګريزه نښه لرونکو رستورانتونو او نورو خوراک پلورنځيو ، مثلا د ښه دوست په نوم چرګ پلورنځي او د ميکلاي په نوم د کيک پلورنځي ته چې د شينجيانګ د اوريغوري خپلواکې سيمې په دننه او بهر کې يې جايزې تر لاسه کړي او د وګړيو ډير خوښ دي ، بلنه ورکړې دي چې په سانجي کې د رستورانت څانګې او پلورنځي پرانيزي څو چې د دغو مشهورو سوداګريزو نښو تر اغېزې لاندې د دې واټ د پرمختګ په اړه د سوداګرو باور پياوړی شي.

د ځايي حکومت او سوداګرو د ګډو کوښښونو له امله ، دې واټ ګام په ګام پرمختګ موندلی. د ٢٠٠٨ کال په اکتوبر مياشت کې دغه واټ د چين د اخلی پخلی ټولنې لخوا د چين د هوی قوم د خوراکونو مشهور واټ په نوم ونومول شو. ښاغلي ما فو ګانګ وويل

(( اوس زموږ کاروبار ډېر ښه دی، علتونه ډير دي، مثلا د خوراکونو او د مشتريانو د خدمت وړاندې کولو کيفيت مو ښه دي او زموږ لخوا پاخه شوي خوراکونه خوندور او هم له صحي پلوه ډاډمن دي .))

په دې واټ کې د ټولو رستورانتونو او نورو خوراک پلورنځيوخاوندان د ما فو ګانګ په شان په جدي توګه خپل کاروبار کوي. په دې واټ کې نه يوازې د هوی قوم ډول ډول خوراکونه پلورل کېږي، بلکې د خپلو قومي دودونو د ساتلو او خپرېدا په برخو کې د ځايي وګړيو کوښښونه هم ليدل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای