CRI Online

د حج د ادا کولو لپاره د مکې شريفې ته د تلونکو حاجيانو لپاره د طبي کارکوونکو د روزنې لومړی کورس

cri     (GMT+08:00) 2014-08-29 17:00:30

سږ کال د حج د ادا کولو لپاره مکې ته د تلونکو څوارلسو زرو څلورو سوو او نويو حاجيانو ته د طبي خدمتونو د کيفيت د لوړولو په خاطر، د چين د مذهبي چارو ادارې د لومړي ځل لپاره د چين او جاپان د دوستۍ له روغتون څخه غوښتنه وکړه چې مکې ته تلوونکي طبي کارکوونکي وروزي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د خلکو په روغتون کې د داخلي څانګې سرروغتياپاله ژينا اوپلي چې د شلو کلونو لپاره يې کار کړی، په دې روزنه کې شامله شوه او په جدي توګه يې په کورسونو کې اړوندې پوهنې زده کوي.

کله چې خبريال د دې روزنې په اړه يوې ټولګی ته ورسېد، و يې اورېدل چې استاذې پوښتنه کوله: ايا تاسې په دې پوهېږي چې په ټپونو د پټۍ لګولو طريقې څومره دي؟ ژينا په ګړندۍ توګه د يادښتولو په عين وخت کې ځواب ورکړ چې موږ په داخله څانګه کې د ټپونو د تړلو په اړه کافي مالومات نه لرو. په بېلا بيلو ټپونو د پټۍ لګولو لپاره بايد بېلې طريقې غوره شي، زه به له درس وروسته مکرر تمرينونه تر سره کړم.

خبريال وليدل چې ژينا د کورس په بهير کې کله په ګړندۍ توګه اړونده يادښتونه وليکل او کله يې د استاذې پوښتنې ته ځواب ور کړ، څلوېښت کلنه ژينا لکه د طبي پوهنتون يوه ښه زده کوونکې ده.

د اګست په يوولسمه نېټه د دې روزنې د پيل په مراسمو کې د چين د مذهبي چارو ادارې د درېيمې څانګې مرستيال لي ګه وويل، د حج کولو په موده کې داسې حالت ليدل کېږي چې په سعودي عربستان کې هوا ډېره ګرمي او وچه ده او د حرارت درجه يې د پنځه څلويښتو سانتي ګراد په شاوخوا کې وي، د حاجيانو ګڼه ګوڼه ډيره ده چې تقريبا دوه مليونه حاجيان راغونډيږي او يوه اندازه حاجيان يې سپين ږيري دي ، دغه راز مذهبي فعاليتونه او مناسک يې هم ډېر دي. نو په دې حال کې د طبي کارکوونکو پر غاړه دنده ډېره درنه او سخته ده. مکې ته له تللو نه مخکې ژينا بايد له ټولو طبي کارکوونکو سره يو ځای په خپل پلاوی کې د ټولو زيارت کوونکو د روغتيايي معاينې د نتيجو او د دوی د اوسنيو ناروغيو لپاره سل ډول درملونه چمتو کړي.

دا وار ژينا د دوهم ځل لپاره د حاجيانو د طبي خدمت دنده پر غاړه لری. په ٢٠١٠ کال کې د ژينا په شمول پنځو پرستارانو او يوولسو ډاکترانو د شينجيانګ پلاوی په شمول څه دپاسه دری زرو تنو حاجيانو ته د طبي خدمت دنده پر غاړه واخيستله. څرنګه چې د طبي کارکوونکو شمېر ډېر کم و، هغه وخت هرې پرستارې هره ورځ تقريبا سل تنه ناروغان منل او په روغتون کې يې څه دپاسه لس تنو بستري شويو ناروغانو ته پاملرنه کوله. دا عادي وه چې په هغه وخت کې دوی د څلورويشتو ساعتو لپاره کار کاوه.

د اړوندو مالوماتو له مخې، په دغه روزنه کې يو پر درېيمه برخه ګډون کوونکي پرستارې او ډاکتران مخکې مکې ته تللي وو چې هر تن له روزنې مخکې پخپله اړوند مالومات زده کړي او بيا يې د کورسونو په بهير کې په جدي رويه هڅه کړې ده. د اګست په پنځلسمه نېټه سهار ټولو برخوال طبي کارکوونکي له اړوندو ازموينو څخه بريالي شوي دي چې له امله يې د روان کال د تلونکو حاجيانو په پلاوي کې رسمي طبي کارکوونکي ګرځېدلې دي. د ژينا په وينا د طبي تجهيزاتو نه پرته د طبي کارکونکو کيفيت او خدمتي روحيه د لومړيتوب اهميت لری. په مکه کې طبي کارکوونکي بايد د هېواد د هر ولايت پلاوي ناروغانو ته مشابه پاملرنه وکړي ځکه چې موږ ټول چينايان يو او بايد يو له بل سره مرسته وکړو.

د طبي کارکوونکو په کوښښونو سره له پنځو کلونو څخه راهيسې د تلونکو چيني حاجيانو د طبي خدمت چارو ګړندي پرمختګ موندلی دی. په تېر ٢٠١٣ کال کې د چين د مذهبي چارو ادارې او اسلامي ټولنې په ګډه د تلونکو حاجيانو لپاره د طبي چارو او د ناروغيو د وقايي په اړوند کاري کتابچه او د حج کولو په موده کې د معمولي ناروغيو د مخنيوي کتابچه تاليف کړې ده . په مکه کې د چين کلينيک هم د سعودي عربستان د روغتيايي ادارې لخوا وپيژندل شو چې په پايله کې په سختو ناروغيو د اخته او مړه کېدو انډول ډېر ټيټ شوی دی. ويل کېږي چې چين مکې ته د تلونکو حاجيانو لپاره د طبي چارو په برخه کې د نړۍ په مخکي کې ولاړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای