CRI Online

د شانګهاي او شينجيانګ ترمنځ پل جوړونکی قيصر محمد

cri     (GMT+08:00) 2014-11-29 20:07:53

قيصر محمد چې په نولس سوه اوويايم کال کې د شينجيانګ په کشغر کې زېږېدلی په نولس سوه اته اتيايم کال کې د شينجيانګ پوهنتون د چيني ژبې له څانګې څخه ترفراغت وروسته د خپلواکې سيمې د حکومت لخوا وګمارل شو او په دوه زره يوولسم کال کې په شانګهاي کې د شينجيانګ ادارې د مرستيال په توګه وټاکل شو.

له خبريالانو سره د مرکې د پيل مخکې قيصر محمد لومړي شينجيانګ کيکونه په خبريالانو وويشتل او و يې ويل مهربانی وکړئ چې اصلي شينجيانګ کيکونه وخورئ.

دده په وينا دده دنده د شانګهاي او شينجيانګ ترمنځ د پل جوړول دي او د نظريو د تبادلې له لارې بدتفاهم او پټ ټولنيز خطر د رامنځته کېدو مخکې لېرې شی څو چې د بېلا بېلو قومونو وګړي د سولې او نيکمرغۍ په فضا کې سره يو ځاي ژوند ، کار وکړي . دا هم دده خوب دی.

نن ورځ قيصر محمد د هر فرصت په نيولو سره شاوخوا وګړو ته د شينجيانګ وګړو نظريې او د شينجيانګ حالات خبر ورکوي ، حتی له ټکسي والا او په سوپرمارکيټ کې ښځو سره غږيږي څو چې ددوي پوښتنو ته د ځواب ورکولو له لارې ددوي شکونه لرې کړي . هغه وويل چې که سره د نظريو تبادله و نه کړو ، بدتفاهم به ژور شی. د شانګهان اکثر وګړي له اويغوريانو سره زيات تماسونه نه لری، نو غواړم چې ددوي لومړی اويغوري ملګری ثابت شم . هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يې ويل چې که څه هم ځواک مې محدود دی ، خو باور لرم چې د دواړو سيمو ترمنځ د همغږۍ بڼه رامځنته شی.

شينجيانګ غنی محصولات لری ، خو په هغو ګوښه او لرې سيمو کې بزګران او مالداران لا هم غريب دي چې ترانسپورتي اسانتياوې نشته . د قيصر په اند خواری او ناپوهی د ترهګرۍ د رامنځته کېدو ځمکه ده . له غريبو کليوالو سره مرسته کوم څو چې ددوي اولادونه له لا ښو تحصيلاتو څخه ګټه واخلي ، دا له ترهګرۍ او زورزياتي سره يو ډول مبارزه هم ده .

په شانګهاي کې د شينجيانګ استازيتوب مشر په توګه قيصر محمد له يو شمير اويغوري سوداګرو څخه خبر شو چې دوي په شانګهاي کې د وړل شويو شينجيانګ ميوو له پلورلو څخه کومه ګټه نه ده اخيستې ځکه چې د ليږلو لګښت يې ډير لوړ و . د قيصر د کوششونو له امله د شانګهاي تصديو له شينجيانګ سره تړونونه لاسليک کړي چې په نتيجه کې د شينجيانګ خوشبوي ناکونه ، مڼې او انګور په مستقيم ډول د شانګهاي بازارونو ته داخل شوي دي ، د مثال په توګه د تېر اګست په مياشت کې د توروفان څلوريښت ټنه انګور په يو نيم ورځ کې په شانګهاي کې پلورل شوي دي.

د قيصر محمد يوه بله دنده په شانګهاي کې د اوسېدونکو اويغوريانو ترمنځ د شخړو حل او له بې وزلو اويغوريانو سره مرسته کول دي. دده په نظر که څه هم شخړې ډېرې کوچنۍ دي ، خو د بې پروايۍ له امله د نورو بدو کسانو لخوا استعماليږي.

څلور کاله کېږي چې قيصر محمد شانګهای ته راغلي ،نو شانګهاي دده د دوهم ټاټوبي په توګه ګڼل کېږي. د خپلې هستوګنې په سيمه کې قيصر محمد لومړی شينجيانګی دی او اوس په شانګهاي لهجه له ګاونډيانو سره خبرې کولی شي . د شانګهاي وګړو د دوستۍ او مېلمه پالنې له کبله دده د کورنۍ غړي ژر په دغه ښکلي ښار کې ګډ شوي او په عين وخت کې هغه هم کوشش کوي چې ګاونډيانو ته د شينجيانګ وګړو غوره بڼه وښيي . هر کله يې چې په کور کې پلوه پخوله ، ګاونډيانو ته به يې ورکوله ، لږه موده وروسته دده صداقت جبران راغی ، ګاونډي د شانګهاي ځانګړي خوراک ورکړ . په دې وروستيو ورځو کې قيصر بلې سيمې ته نقل کړ او يوې اتيا کلنې ګاونډي بوډۍ حتی دده د کار دفتر ته لاړه او ور ته يې وويل چې نور ګاونډيان ده ته ډير يادوي . سره له دې چې د قيصر محمد ورځنۍ دندې ډيرې دي او د زورزياتي او ترهګرۍ پېښې کله نا کله راپېښېږي ، خو هغه په دې باور دی چې دده د کوششونو له لارې د دواړو ځايونو وګړو ته نيکمرغی او ګټې ورسول شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای