CRI Online

د دونګ شيانګ قوم کولتور

cri     (GMT+08:00) 2014-12-07 21:43:02

د تاريخي کتاب له مخې چې نوم يې دی، د مغولستان پټ تاريخ، د ديارلسمې پيړۍ په لومړيو کلونو کې لويديځ ته د چنګيز لښکرکشۍ په بهير کې ګڼ شمير سرتايان د منځنۍ اسيا له سمد قند څخه د چين د اوسني ګان سو ولايت هه جو سيمې ته په کډه راغلل. سرتا په تاريخ کې د منځنۍ اسيا په سيمه کې د اوسېدونکو بېلا بېلو قومونو د سوداګرانو عمومي نوم و چې د اسلام په مقدس دين يې عقيده درلوده . د بل روايت له مخې له څلوېښتو تنو مذهبي مبلغانوڅخه څوارلس تنه په هه جو کې پاتې شول او له ځايي وګړو سره د ودونو له امله زېږېدلي اولادونه يې د دونګ شيانګ ولسوالۍ په شاوخوا کې خواره واره اوسيدل چې دا د دونګ شيانګ قوم د پيدايښت سرچينه بلل کېږي . سره له دې چې د دې قوم اصلي سرچينه مالومه نه ده، خو د دونګ شيانګ قوم وګړي لا هم ځانونه سرتايان بولي .

  د دونګ شيانګ قوم خپله ژبه لري، خو ليکدود نه . د خپلو نيکه ګانو د يادونې او د خپل کولتور خپرېدل چې د کلونو کلونو راهيسې د شفاهي ادب له لارې د وګړو په خولو کې ساتل شوی او دوام موندلی. د بېلګې په توګه ترمنځ يې د ميلاګاهي په نوم اوږده مثنوي ډيره مشهوره ده او فلکوري کيسه يې دا ده چې زلمی ميلاګاهي يوه شپه په غشي يوه سپوږمۍ وغورځوله او يوه سحراميزه هينداره يې لاس ته راوړه ، ورپسې يې له ښکلې نجلۍ ماجه لو سره نامزاد شو. وروسته له دې چې ميلاګاهي بهرنيو تېري کوونکو سره د جګړې ډګر ته ولاره او ماته يې ورکړه، نامزده يې په دغه وخت کې د خان د کوڅه ډب او بدماش زوی لخوا وتښتول شوله، ميلاګاهي په پای کې خپله نامزده ماجه لو د هغه ظالم له منګولو وژغورله او ورسره يې واده وکړ. د شمال لوېديځ قومي پوهنتون پروفيسر ما ځه شيان چې په دونګ شيانګ قوم پورې اړه لري، وويل

  دونګ شيانګ قوم ګڼ شمېر غنی او ښکلي ولسي ادبيات لري چې منثوي ، روايتونه، ولسي کيسې او عشقي داستانونه پکې شامل دي او د ميلاګاهي منثوي يې تر ټولو زيات شهرت او د ارزښت وړ ده.

د ميلاګاهي يعنې د سپوږمۍ هيندارې کيسه د تېرې شلمې پيړۍ تر څلورمې پنځمې لسيزې پورې د دونګ شيانګ قوم وګړو په منځ کې خپرېدله . د پروفيسر ما په وينا هغه له دوه زره پنځم کال څخه راپدې خوا د خپل قوم په کولتوري څيړنې او د ميلاګاهي په شمول د ولسي کيسو په راغونډولو بوخت دی . هغه د ميلاګاهي ويونکي د موندلو لپاره ډيرو کليو بانډو ته تللی او له زياتو سپين ږيرو سره يې په دې اړوند مرکې کړې چې په پاي کې يې د دې منثوي ويونکی ملا ماشه مو وموند او د ده لخوا ويل شوی منثوي يې واورېده .

ميلاګاهي ټول شپږ فصلونه لري او د ټولو فصلونو د ويلو وخت يې څه باندې لسو ساعتو ته اړتيا لری. اوس د ملا ماشه مو غوندی د ميلاګاهي ويونکي ډير لږ دي . د پروفيسر ما له څيړنې څخه څرګندېږي چې د ميلاګاهي په شمول د دونګ شيانګ قوم ولسي کيسو د راټولولو کارونه بايد په بيړه تر سره شي، هسې نه دا ولسي ادبي شاهکار ورک شي. د يو شمير کارپوهانو په هڅونه ځايي حکومت د دونګ شيان قوم د نمونوي ولسي کيسو او وارثانو د ساتلو تشويقي کارونه پيل کړي دي. د دوه زره اتم کال د جون په څوارلسمه نېټه ميلاګاهي په رسمي توګه د دولت په کچه د نامادي کولتوري ميراث په توګه وټاکل شوه . د دونګ شيانګ ولسوالۍ د کولتور ادارې مشر ګاو جيا جيون وويل

  د ميلاګاهي هر وارث هر کال لس زره يوانه مرسته اخيستلی شي چې دغه پيسې په مستقيم ډول د دوی بانکي کارت ته ليږل کېږي .

 دونګ شيانګ قوم د چين په لسو اسلامي ملي لږکيو کې يو دی، نو البته مذهبي کولتور د دې قوم کولتور ځانګړتيا ده او په هر کلي کې جومات شته . د ځايي وګړو د فخر وړ کار دا دی چې د قران کريم يوه خطي نسخه د دوی لخوا ساتل شوې ده. د دې نسخې په هکله کيسه د چاپ شويو مقدسو کتابونو د لرغونتون لارښوونکې ما چون هوا هر ننداره کوونکي ته معرفي کوي

  عسلام عليکم ، زموږ لرغونتون ته ستاسو د راتګ هر کلی کوم ، موږ ځکه دغه لرغونتون جوړ کړی ، مقصد مو د قران کريم دغه لرغونې خطي نسخې ښه ساتل دي . د قران کريم دغه مقدس کتاب حمزه بن علي بن احمد له منځنۍ اسيا څخه راوړې وه چې ٥٣٤ پاڼې لری او هره پاڼه يې د يوولس کتاره عبارتونه لري .

د خبر له مخې د دې مقدس کتاب خطي نسخه د ارزيابۍ سره سم له نهمې څخه تر يوولسې پيړۍ پورې په لاسونو ليکل شوې چې تر اوسه پورې لږ تر لږه زر کلن تاريخ لری او ممکن په نړۍ کې له ساتل شويو قديمي خطي نسخو څخه شمېرل کېږي. دغه مقدس کتاب د دولت په لومړۍ کچه د لرغوني اثر په توګه ګڼل کېږي او کم وخت کېږي چې نندارچيانو ته ښودل کېږي او په لرغونتون کې ايښودل شوی کتاب کاپی شوی دی او نور سل کتابونه په بېلا بېلو دورو کې چاپ شوي دي . برسيره پردې په لرغونتون کې د دونګ شيانګ قوم د سمسور او ترقۍ بهير، مذهبي سرچينه او ولسي دودونه هم ښودل کېږي. د دونګ شيانګ ولسوالۍ د کولتور ادارې مشر ګاو جيا جيون وويل

د دغه لرغونتون کارونه تېر کال په پاي کې بشپړ شول او تر اوسه پورې عمر يوازې له يو کال څخه هم کم دی .له دې څخه په پوره توګه څرګنديږي چې زموږ هېواد د قومي کولتور د ساتلولپاره نسبتا مشخص تدبيرونه ټاکلي او اجرا کوي يې.

د قومي کولتور ساتنې او خپرونې ته د حکومت د ډيرې پاملرنې يوه بله برخه د قومي سيمو په ښوونيزو چارو کې د ملي او قومي ژبو کارول دي . د لرغونتون لارښوونکې ما چون هوا خبريال ته وويل

 د دونګ شيانګ ژبه زموږ مورنۍ ژبه ده او په ورځني ژوند کې کارول کېږي . خو زموږ په ښوونځيو کې ملي او قومي ژبې استعماليږي . له لومړي تر درېيم ټولګي پورې ملي ژبه کارول کېږي او په فارغ وخت کې زده کوونکي په قومي ژبه خبرې کوي چې له امله يې زموږ مورنۍ ژبه ساتل شوې ده .

 په ښوونځيو کې د ملي او قومي ژبو له کارولو څخه د ولسي کيسو او کولتور تر ساتنې پورې په نوې زمانه کې د دونګ شيانګ دوديز کولتور کارونه د ښه خپرېدو په حال کې دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای