CRI Online

د شينجيانګ او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو تر منځ بندر

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 16:26:59

د اله ځمکنی بندر چې د شينجيانګ په شمال لوېديځ کې د اله او بربلوک غرونو په دره کې پروت دی، په ١٩٩٢ کال کې په رسمي توګه پرانيستل شو او نن ورځ په چين کې تر ټولو لوی ځکمنی بندر دی او د ورېښمو لارې په غاړه له شينجانګ څخه د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو ته د ورتګ په شمالي او منځنۍ لاره کې ستراتيژيکي اهميت لري. دلته د تصديو بنسټ ايښودونکو هم په خپلو سترګو د اوضاعو د بدلون په بهير کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ پرمختيا کتلې ده.

ښاغلي وانګ جون چې په دې بندر کې د تصديو له بنسټ ايښودونکو څخه يو دی، وويل خپل شرکت د جوړولو په لومړيو وختونو کې موږ د فرصت د لټولو لپاره دلته راغلي يو. هغه مخکې په يو نړيوال سوداګريز شرکت کې کار کاوه، او له خبريال سره يې د مرکې په ترڅ کې وويل د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه د نهمې لسيزې تر منځنې دورې پورې نړيواله سوداګری د حکومتي شرکتونو په غاړه وه. په هره سيمه کې يو نړيوال سوداګريز شرکت موجود و چې د دې سيمې د ټولو نړيوالو معاملو دندې يې درلودې. هغه وخت موږ کله نا کله د سوداګرۍ لپاره نورو هېوادونو او سيمو ته تللو او نورو په رخه را ته کتل . خو له دې امله چې د نهمې لسيزې په منځنۍ موده کې په چين کې د نړيوالې سوداګرۍ چارو ته اجازه پراخه شوې ، هر چا يوازی د يو غوښتنليک په وړاندې کولو سره نړيواله سوداګري ترسره کولی شو چې په دې توګه د نړيوالې سوداګرۍ شرکتونو ښيګڼې له لاسه ور کړې شوې او د دغو شرکتونو ډېر کارکوونکي هم بې کاره شوي دي. وانګ جون په ١٩٩٧ کال کې د فرصت د لټولو لپاره د خپل شرکت لخوا د اله غر بندر ته وليږل شو.

د يو کال تر څارنې وروسته، وانګ جون د اوو تنو کارکوونکو په مشرۍ د بو جو په نوم د مالونو د زيرمې او حمل و نقل يو نړيوال شرکت جوړ کړ او د نړيوال ترانزيټ حق يې تر لاسه کړ. که څه هم ددې شرکت زياتره ونډې په دولت پورې اړه لري، خو په سر کې دغه ونډې يوازې ميزونه ،څوکۍ او د اوبو جوشولو بوتلونه وو. د ښاغلي وانګ جون په وينا، هغه وخت د اله غر بندر يوازې د خلاصېدو پنځه شپږ کلونه کېدل او نړيوال سوداګريز ارزښت يې هم ډېر لږ و. د ده په خاطره کې د بندر لومړۍ سوداګری د کچاليو په بدل کې د کيمياوي سرو تر لاسه کېدل وو.

په ٢٠٠٠ کال کې د علا غره په بندر کې سوداګري د ګړندي زياتوالی په حال کې وه، د وانګ جون شرکت ګټې هم ډېرې زياتې شوې او په ټاکلي وخت کې کارکوونکو ته معاش ورکړی شوی او په دې سيمه کې هغه شرکت وګرځېد چې د مالياتو اندازه يې دوهم ځای ونيوه. په هغه وخت کې د نړيوالې سوداګرۍ عمده معامله د مصرف شويو فولادو واردول وو. ويل کېږي چې هغه وخت د اله غره په بندر کې تشبث کوونکو د لومړي ځل لپاره د چين د اقتصادي پرمختګ په بهير کې ډېرې ګټې تر لاسه کړې.

په ٢٠٠٣ کال کې د ياد بندر له لارې د توکيو حمل و نقل د پخوا په پرتله تر ټولو تود شو. د بو جو ځايي حکومت د ونډو په بازار کې د يو ځايي شرکت د ننوتلو د ملاتړ لپاره پرېکړه وکړه چې د نړيوالې سوداګرۍ په اړه څو ورته شرکتونه په ډله ييزه توګه وپلوري او پيسې راټولې شي. په همدې کال کې د وانګ جون شرکت ونډې هم وپلورل شولې. خو درې کاله وروسته، هغه ځايي شرکت د ونډو بازار ته نشوای ننوتلی او د اله غر له درې څخه وتلی دی. په دې توګه د وانګ جون په شمول څو تنه کارکوونکو د مجبوريت له مخې پخپلو تشو لاسونو د خپلو چارو په بيا پرانيستلو پيل وکړ.

په ٢٠٠٦ کال کې وانګ جون له دولتي شرکت څخه بېل شو او له څو تنو ملګرو سره يې دوه مليونه يوانه پيسې راغونډې کړې او يو شخصي شرکت يې جوړ کړ. هغه خبريال ته وويل اوسنی شرکت پخپله په کارکوونکو پورې اړوند دی. اوس هر کال د وانګ جون شرکت له لارې د وارد او صادر شويو توکيو اندازه درې مليونه ټنه دي او د ياد بندر په عمومي اندازه کې پنځمه برخه نيسي. د کچاليو په بدل کې د کيمياوي سرو د تر لاسه کولو زمانه هم تېره شوې، اوس د وانګ جون شرکت په عمده توګه له قزاقستان څخه معدني ډبرې او رنګ فلزات واردوي او د فشار ماشينونو او د لپتوپونو په شمول چيني توليدات د منځنۍ اسيا او اروپايي هېوادونو ته صادروي. د ښاغلي وانګ جون په اند، د شرکت د معاملو له بدلون څخه د چين د اقتصادي جوړښت د بدلون بهير ښکاري .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای