CRI Online

د شينجيانګ د قورغاس ښار د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې ارزښت لرونکی بندر دی

cri     (GMT+08:00) 2015-01-26 17:45:57

د چين او قزاقستان ترمنځ د واورو په اړه د کولتور او سيلانۍ فعاليت په وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د قورغاس په ښارګوټي کې تر سره شو چې د چين او د بهرنيو هېوادونو زيات سيلانيان يې جلب کړي دي.په قورغاس کې د چين او قزاقستان ترمنځ د سرحدي سيمې په همکاريز مرکز کې د واورو يو ميدان جوړ شوی چې پراخوالی يې ٥ زره مربع مترو ته رسېږي.

د قورغاس ښارګوټی د ٢٠١٤ کال د سپتمبر په ٢٦مه نېټه د چين او قزاقستان ترمنځ د هورګوس بندر پر بنسټ جوړ شوی چې د چين او منځنۍ اسيا،لوېديځې اسيا او اروپا ترمنځ ورخلاصی يو ميدان دی او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې کليدي ټکی هم دی.اوس په قورغاس کې په ابتدايي توګه د سيلانۍ ،د سرحدي سيمې د تاريخ او کولتوري مرکزونه جوړېږي.د چين او قزاقستان ترمنځ د قورغاس د نړيوال سرحدي همکاريز مرکز د ٢٠١١ کال په دسمبر کې په فعاليت پيل کړی چې د چين او بهرنيو پانګه اچوونکو لپاره يو ښه ځای دی.دلته هم د چين په ټوله شمال ختيځه سيمه کې له ماليې څخه لومړی ازاد بازار دی. بر سېره پر دې ، سيلانيان په دغه سيمه کې هم بهرنۍ منظرې احساسوي.

په قورغاس بندر کې د مالونو ليږد راليږد او کسانو د تګ را تګ لپاره نوی ميکانيزم پلی شوی چې هره ورځ د سهار له لسو بجو او دېرشو دقيقو څخه د شپې تر لسو بجو او دېرشو دقيقو پورې مالونه او کسان پرته له خنډه له دغه بندر څخه تېريږي.د کارپوهانو په اند سيلانيان او بهرنۍ سوداګريزې تصدۍ به د دغه ميکانيزم له پلي کولو څخه ډېرې ګټې واخلي. د نوموړي ميکانيزم له برکته په نوموړې سيمه کې اقتصادي سيمې پرمختګ وکړي. يو سوداګر چې په دغه بندر کې سوداګري کوي، په خوشالۍ سره داسې وويل، تر دې وروسته د هغه حالت په اړه هيڅ اندېښمن نه يم چې پر وخت نورو هېوادونو ته مالونه نشم ليږدولی .

قورغاس د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ابادۍ په باره کې په پوره توګه مالي،سوداګريزې ،سيلانيزې او کولتوري چارو پرمختګ کړی او د منسوجاتو او جامو،د کرهڼيزو توليداتو او ماشينونو د جوړولو،د بيولوژيکي درملو،انرژۍ او لوړ تخنيکونو په ګډون ٨ اډې به پکې جوړې شي.په عين وخت کې د قورغاس ښار د چين او قزاقستان ترمنځ د همکاريز مرکز پر بنسټ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې پر غاړې له نورو هېوادونو سره سوداګريز تګ راتګ پياوړی او د اقتصاد ورخلاصی بهير چټک کړی. د بېلا بېلو قومونو خلکو د ګټو ساتلو لپاره په دغه ښارګوټي کې بېلا بېلې ټولنيزې چارې هم په ښه توګه روانې دي.

قورغاس ښارګوټی د اييلي سيند په دره کې او د اسيا او اروپا په ځمکني پل کې د چين په لوېديځه سيمه کې پروت دی او په لوېديځ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او د څارنې وړ هيوادونو کليدي ځای نيسي چې پراخوالی يې ١٩٠٨ مربع کيلو مترو ته رسېدلی او په دې ښار کې ٨٥ زره وګړي شته.

په ٢٠١١ کې د قورغاس او کاشغر په ښارونو کې د اقتصادي پرمختګ سيمو د جوړولو په اړه د دولتي شورا وړانديزونه خپاره کړل.د دغو وړانديزونو سره سم،د کاشغر په ښار کې به د پولي سوداګرۍ يوه ځانګړې سيمه جوړه شي.له دې وروسته به د پولي خدمت په اړه شل فقره ايز مقررات په کاشغر کې عملي شوي.

د يادو وړانديزونو سره سم،د قورغاس ښار هم په پولي چارو کې ځانګړی مقام لري.د قورغاس ځانګړې سيمې د ٢٠١٣ کال د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين،اروپا او اسيا تر منځ د نندارتون د مالي چارو پرمختګ او همکارۍ په فورم کې له پنځو بانکونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل.په راتلونکي کې به ياد دوه ښارونه د منځنۍ او جنوبي اسيا د پولي چارو په عمده مرکز بدل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای