CRI Online

وړوکي شخصيت هم د عام خدمت په چارو کې ستر رول تر سره کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-20 21:00:29

اوس زه بېجينګ ته د رتګ په اورګاډي کې يم او د ژمني رخصتۍ تر ختمېدو وروسته به سمدلاسه ځپو ته ستون شم ځکه چي هلته ماشومان زما انتظار کوي. دغه خبرې څو ورځې مخکې يو داوطلب زده کوونکی چې جيانګ ژوی نومېږي ، په تلېفون کې وکړې او په نوي کال کې يې د خپل پلان د يادولو په مهال کې وويل چې د شينجيانګ په پوسکام کې به د ځوانانو يو کور جوړ کړي څو چې د شانګهای او شينجيانګ د ځوانانو ترمنځ د راشه درشې يو پل جوړ شی . دا د جيانګ ژوی دوهمه هڅه ده او تېر کال يې د هېواد د لويديځې سيمې د ابادولو په چارو کې د يو داوطلب په توګه ځپو ته د وړوکي عام خدمت په نامه د فعاليت ابتکار کړی او د خبري رسنيو په کارولو سره يې اتيا زره يوانه پيسې چې له ديارلسو زرو امريکايي ډالرو سره برابرې دي، راټولې کړې او د دغو پيسو په وسيله يې د پوسکام ولسوالۍ ماشومانو ته نوي درسي ميزونه ، څوکۍ او د تحرير لوازم برابر کړي وو .

جيانګ ژوی د شانګهاي د فو دان پوهنتون يو زده کوونکی دی چې د ماسترۍ په لوړو زده کړو بوخت دی . تېر کال د جولاي په مياشت کې يې د ياد پلان د مشر په توګه له خپل پلار سره په شينجيانګ کې يو کال مرسته کړې وه . ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له شينجيانګ سره مرسته کوي ، هغه داسې وويل چې که له پوهنتون څخه فارغ شم ، سمدلاسه به د پيسو ګټلو پسې ګرځم . پوښتنه دا ده چې عالي ښوونه به ما ته څه ګټه ورسوي ؟ فودان به بيا څه ؟

پوسکام ته د رسېدو وروسته جيانګ ژوی وليدل چې د ماشومانو ميزونه او څوکۍ ډيرې زړې وې اود تحرير لوازم يې هم ډير کم وو . نو د تحرير لوازمود برابرولو لپاره د عام خدمت د فعاليت ابتکار يې وکړ څو چې دوو سوو ماشومانو ته نوي درسي ميزونه ، څوکۍ او د تحرير لوازم برابر شی . دوه اوونۍ وروسته د دې فعاليت هدف بشپړ شو او په عين وخت کې يې دا وړانديز هم وکړ چې د ځايي غريبو کورنيو ماشومانو لپاره مشخصې مرستې برابرې شی . د تېر کال تر پايه پورې پنځلسو ماشومانو ته پنځلس مرستندويه کسان موندل شوي دي.

د مادي مرستې د برابرولو په څنګ کې جيانګ ژوی هم فکر کولو چې څنګه د ځوانانو کولتور د غوړېدو لپاره له ځايي ځوانانو ټولنې سره مرسته وکړي .

دده پلان دا دی چې په روان کال کې به د شانګهای ښاروالۍ او تصديو ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي او د شانګهای د ځوانانو مرکزونو د ابادۍ له تجربو څخه به ګټه واخلي څو چې په پوسکام کې د ځوانانو څو مرکزونه جوړ شی . د دې مرکزونو د جوړولو مقصدونه له نړۍ سره د أشنا کولو لپاره له ځايي ځوانو بزګرانو سره مرسته کول او د ځايي ځوانانو د فعاليت لپاره د يو ډګر برابرول دي . دغه راز د دې مرکزونو تر جوړېدو وروسته کولی شي چې د شانګهای د ځوانانو له مرکزونو سره راشه درشه وکړي څو چې له شينجيانګ سره د شانګهای د ټولنيزو سازمانونو تګ راتګ پياوړی او د دوو ځايونو د ځوانانو ترمنځ د نظريو تبادلې نژدې شي .

جيانګ ژوی هيله لري چې خپلې علمي څيړنې د شينجيانګ له پرمختيايي اړتياوو سره يو ځاي کړي او د ټولنيزو نظامونو په هکله د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د مقايسې له لارې په خپل هېواد کې د سيمه ايزې خپلواکۍ د نظام د پرمختګ او بشپړتيا په غرض خپل نظريات او وړانديزونه وړاندې کړي . په راتلونکي کې د يو وکيل په توګه جيانګ ژوی هم هيله من دی چې په راتلونکي نيم کال کې د خپلې پوهې په وسيله د خپل توان په اندازه د ځايي ټولنيزو تضادونو او شخړو د حلولو لپاره هاند او کوشش وکړي ، نو په دې وجه هغه غواړي چې هره مياشت په داوطلبانه فعاليت کې په وړيا ډول ځايي وګړو ته قانوني مشاورې برابرې کړي .

دا د هېواد له لويديځ سره د مرستې په هکله يو شعار دی او د جيانګ ژوی يو هدف هم دی چې په يو کال کې به د خپل عمر په موده کې يو نه هيرېدونکی کار ترسره کړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای