CRI Online

د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې نوې کيسې

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 17:27:52
ښاغلي دينګ جون يون په خټه عرب دی او اوس د جين جيانګ سلام ګروپ مشر دی . د ورېښمو د سمندري لارې د ابادولو په هکله د راتلونکي د يادونې په وخت کې يې وويل ، شک نشته چې د دې پلان په تطبيق سره به د شخصي تصديو لپاره ډير سوداګريز فرصتونه برابر شي .

ښاغلي دينګ د عربي سوداګر سعيدالجسدين د ٢٢ م نسل لمسی دی ، هان له ١٢٦٥ کال څخه تر ١٢٧٤ کال پورې دده سلف د سوداګرۍ لپاره د ورېښمو سمندري لارې په وسيله د چين د فوجين ولايت چيون جو ښار ته ورسېد او د څو نسلونو کوششونو له برکته په چيون جوښار کې مشهور سوداګر وګرځېد.

نن ورځ ددې ښار تصدۍ د ياد پلان د تطبيق په بهير کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نښه ګرځېدلې ده . سلام ګروپ د لويديځې او منځنۍ اسيا او اروپا د يو سلو شلو هېوادونو له زرګونو تصديو سره سوداګري کوي چې تېر کال د سوداګرۍ ارزښت يې اتو ملياردو يوانو ته رسېدلی و چې له يو ملياردو او درېو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر و .

ښاغلي دينګ وويل، چې موږ بايد د خپلو اسلافو او د چيون جو وګړو هڅوونکې روحيه په ميراث واخلو او ترې دې ګټه واخلو . اوسمهال په چيون جو ښار کې پنځوس زره تنه اوسيږي چې عربي الاصله دي او کامياب سوداګر دينګ يې يو ښه استازی دی.

ښاغلي دينګ خبريال ته وويل، چې د ورېښمو سمندري لارې د ابادۍ په هکله پلان د تصديو پرمختيا ته ښه فرصتونه برابروي. سلام ګروپ نورو زرګونو تصديو ته د خدمتي سوداګرۍ په هکله اسانتياوې برابروي څو چې د چيون جو لخوا توليد شوي توکي نورو هېوادونو ته صادر شي .

د پروګرام په پاتې برخه کې به د چيون جو د باي چي په نوم د مسلمانانو د استوګنې کلي په هکله مالومات واورئ.

په باي چي کلي کې اوسېدونکي مسلمانان د چين د هوي قوم پورې اړه لري او اسلاف يې په پخوا زمانه کې د فارس سيمې سوداګران وو . د ښاغلي ګوه شيو بين په قول د ګوه کورنۍ ډير غړي په کډه جنوب ختيځې اسيا ، تايوان ، هانکانګ او د چين ختيځو ولايتونو ته ورغلل چې شمير يې له شلو زرو تنو څخه اوښتی دی.

د باي چي مسلمانان نسل په نسل په سوداګرۍ بوخت پاتې شوي دي او اوسمهال دوي د بوټونو او ماشينونو د جوړولو او حـمل و نقل په چارو لګيا دي او په کلي کې يې له سلو نه زيات لويې يا کوچنۍ تصدۍ شته . .

د پروګرام په اخري برخه کې به د سيلان شهزادګۍ په هکله کيسه واورئ

د ښاغلي دينګ په مقايسه اغلې شيو شه اين عا د نسب له نظره ډيره مشهوره ده ځکه چې ددې اسلاف د لرغوني سيلان يعنې د اوسنۍ سريلانکا يو شهزاده و .

د تاريخي اسنادو له مخې په ١٤٥٩ کال کې د سيلان شهزاده شليباجيولانو چين ته راغی او د دايمي استوګنې لپاره په چيون جو کې پاتې شو. اغلې شيو شه اين عا د ده د پښت١٩ مه لمسۍ ده . اوس په چيون جو کې د شهزاده شليباجيولانو مقبره او دده اولادونو د اوسېدو ودانۍ پرتې دي . د اغلې شيوشه اين عا په وينا دغه لرغوني اثار د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ارزښتناک شواهد دي ، نو بايد په ښه توګه وساتل شی څو چې راتلونکي نسلونه د لرغوني چيون جو او سريلانکا ترمنځ د دوستانه راشې درشې په هکله ښکلې کيسه وپيژني .

اغلې شيوشه اين عا د چيون جو چې د لي ښاري سيمې د سياسي مشورتي کنفرانس غړې ده ، د چين او سريلانکا ترمنځ د دوستانه راکړې ورکړې د ټنګښت لپاره هاند او کوشش کوي . په ٢٠٠٢ کال په جون مياشت کې اغلې شيوشه اين عا د بلنې په اثر سريلانکا ته د خپلو اسلافو د لټون لپاره سفر کړی دی. اغلې شيوشه اين عا وويل، چې چيون جو کولی شی چې له سريلانکا سره د سوداګرۍ او سيلانۍ په برخو کې همکاری وکړي څو چې د يو بل کمبود او اړتياوې پوره شي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای