CRI Online

د لان جو او شينجينګ ترمنځ د ګړندۍ اوسپنيزې لارې پرانيستل د ګان سو ولايت سيلانيزو چارو ته پرمختيايي انرژۍ وربخښي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 18:15:30
د ٢٠١٤ کال د دسبمر په ٢٦ مه نېټه د لان سين په نوم ګړندۍ اوسپنيزه لاره په رسمي توګه پرانيستل شوله. د ٢٧٠٣ D نمبر په اورګاډي کې مسافرينو د خپلو موبايل تېلفونونو په وسيله د دغې ګړندۍ اوسپنيزې لارې پر غاړو د ښکليو منظرو عکسونه واخيستل او يو شمېر يې وويل، چې په راتلونکي مني کې به يوځل بيا د ګړندي اورګاډي د سفر له لارې سيل وکړي.

د لان سين په نامه د ګړندۍ اوسپنيزې لارې په پرانيستلو سره چې له ګان سو ولايت څخه پيل کيږي او د چينګهای ولايت له لارې شينجيانګ ته غزيږي، د ورېښمو لرغونې لارې پر غاړه سيلاني په پرله پسې توګه توده شوې ده.

د ترافيکي حالاتو په ښه والي سره ګان سو ولايت خپلو سيلانيزو چارو ته په درنه سترګه ګوري. د ګان سو ولايت مشر وانګ سان يون وايي، په فعاله توګه به د ورېښمو لارې د سيلانۍ په اړه به د نړيوالې همکارۍ ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

په راتلونکو څو کلونو ککې به ګان سو ولايت خپلو سيلانيزو سرچينو راايستلو ته لومړيتوب ورکړي او د ننداريزو سيمو اداري سيسټم به بشپړ کړي. دغه راز تر ٢٠٢٠ کال پورې به شل لوی ننداريزې سيمې او ٥٠ سيلانيز ښارونه او ښارګوټي اباد کړي او ٥٠ لوی سيلانيزې تصدۍ به جوړې کړي چې کلني عايدات به يې له يو مليون ژن مين بي يوانو څخه زيات شي. دغه راز شپږ سيلانيزې لارې به هم طرحه کړي.

د چين د سيلانۍ ملي ادارې ښکلی چين _ د ورېښمو لارې د سيلانۍ کال د ٢٠١٥ کال د هېواد د سيلانۍ کال د اصلي موضوع په توګه وټاکلو. د چين د سيلانۍ د ملي ادارې مشر مرستيال هو که د ګان سو ولايت د سيلانيزې ودې د غونډې په ترڅ کې وويل، چې ګان سو ولايت د چين د شمال لويديځ مرکز او د ورېښمو لارې د يوې مهمې برخې په توګه چې منځنۍ اسيا او لويديځه اسيا يې سره نښلولې ، بايد خپلو سيلانيزو چارو ته ډېر اهميت ورکړي. ځکه چې ګان سو ولايت ښه بنسټ او شرايط لري، په تېره بيا په دې ولايت کې د څلورو ځلو لپاره د دون هوانګ او ورېښمو لارې نړيوال سيلانيز فېسټيوال ترسره شوي او دغه فېسټيوال د ورېښمو لارې د نړيوالې سيلانيزې همکارۍ لپاره مثبت رول لوبولی دی.

د ورېښمو لارې د نړيوالې سيلانيزې همکارۍ د ټولنې له جوړولو پرته به ګان سو ولايت هم د منځنۍ اسيا په پنځو هېوادونو کې د تجارت او سيلانۍ نمايندګۍ جوړې کړي او د منځنۍ او لويديځې اسيا هېوادونو له سيلانيزو ارګانونو څخه به ملاتړ وکړي چې په ګان سو ولايت کې نمايندګۍ او دفترونه جوړ کړي.

برسيره پردې، د سيلانيزې ودې په برخه کې د اقتصادي ستونزې د لېرې کولو لپاره د ګان سو ولايت حکومت پريکړه وکړه چې له راتلونکي کال څخه به د مسلسلو دريو کلونو لپاره په هر کال کې يو مليونه يوانه برابر کړي او د سيلانۍ د پانګې صندوق جوړ کړي. د ګان سو ولايت چارواکي ليو وی پينګ وويل، چې د ننداريزو سيمو د پرمختګ، د سيلانيزو تاسيساتو د جوړولو او سيلانيزو توليداتو د توليدولو په برخو کې به مالي او ټولنيزې مرستې برابرې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای