CRI Online

قربان او د چين د ملي ژبې د زده کړې ښوونځی

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 19:04:14
د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د اکسو سيمې د اوش ولسوالۍ په امام علاقه دارۍ کې د چيني ژبې د زده کړې يو شخصي ښوونځی شته او د جوړېدو له يوولسو کلونو راهيسې يې ډېر ماشومان منلي دي. دغه ښوونځی د قربان نياز لخوا جوړ شوی، قربان نياز يو اويغور دی او سږکال پنځوس کلن شو، د ماشومتوب په موده کې دده ګاونډيان د هان قوم وګړي وو ، نو له ملي ژبې سره مينه يې پيدا شوه. په ١٩٨٢ کال کې قربان نياز د شينجيانګ پوهنتون د چيني ژبې په څانګه کې شامل شو او تر فراغت وروسته د چين د ملي ژبې د يوه ښوونکي په توګه وګمارل شو.

د امام علاقه داري يوه بې وزلۍ علاقه داري ده او نفوس يې څه دپاسه دېرش زره تنه دي چې پکې زياتره يې اويغوريان دي او ټول په ملي ژبه نه پوهيږي. د ٢٠٠٣ کال په مۍ مياشت کې قربان نياز په خپلو شپږ سوو زرو ژن مين بي يوانو د ملي ژبې ښوونې په موخه يو لومړی ښوونځی جوړ کړ، ده وويل:

(( دلته اويغوري وګړي نسل په نسل په کليو کې ژوند کوي، که د ژبې ستونزې لېرې شي، دوی به په ښاري ټولنه کې شاملېدای شي. څرنګه چې امام علاقه داری زما ټاټوبی دی، نوغواړم د خپل ټاټوبي لپاره څه خدمت وکړم.))

د ښوونځي د جوړېدو په بهير کې ځايي وګړو د قربان نياز پر توان او لياقت ډېر شکونه درلودل،ځينو يې ويلي ، چې قربان نياز غواړي د ښوونځي د جوړولو په پلمه څه ځمکه ونيسي او بيا د ځمکې له پلورلو څخه ګټه واخلي. ځينو حتی دا شک درلود چې قربان نياز له خپل قوم سره مينه نه لري. کله چې ښوونځی جوړ شو، ،ځايي وګړو خپل ماشومان ښوونځي ته و نه ليږل، قربان نياز بيا هرې کورنۍ ته لاړ او د ماشومانو پلرونه او ميندې يې په دې قانع کړل چې خپل ماشومان ښوونځي ته وليږي او د ملي ژبې د زده کولو اهميت يې ورته بيان کړ چې په پايله کې له اتياوو زيات ماشومان ښوونځي ته منل شول. قربان نياز وويل :

((د لومړي درس په وخت کې مې ناڅاپه د ژړا اواز واورېد او ټولګي ته د ننوتلو وروسته مې وليدل چې ځينې شاګردانو له کړکۍ يا دروازې څخه منډې کړې او يو شاګرد حتی د ښوونکې پر مخ خوله ولګوله او وينې يې ترې بهېدې. ))

علت يې دا و چې ښوونکې لي هونګ چې په هان قوم سره اړه درلوده ، د درس په پيل کې د چين په ملي ژبه شاګردانو ته سلام وويل ، خو اويغوري شاګردان په ملي ژبه هيڅ نه پوهېدل، نو په ژړا شول . د لومړي درس د ګډوډۍ تر اورېدو وروسته نيمه برخه شاګردان ښوونځي ته رانه غلل . قربان نياز بيا له د تښتېدلو شاګردانو له پلرونو او ميندو سره لوستلو ته د دوام ورکولو په هکله مشوره وکړه .

(( ما دوی ته وويل، څو چې ستاسو ماشومان له زده کړې سره ځان روږدي کړي ، ما ته مشوره راکړئ.))

د ملي ژبې د ژر زده کړې لپاره قربان نياز او ښوونکو يې ځانګړي ښوونيزې لارې چارې پلې کړې چې د يوولسو کلونو د کوششونو په رڼا کې پنځه دورې شاګردان له دغه کليوال ښوونځي څخه فارغ شوي او نن ورځ په دغه ښوونځي کې ٤٦٤ تنه شاګردان په نهو ټولګيو کې درس لولي چې د دوو ټولګيو ماشومان يي د زده کړې عمر ته نه دي رسېدلي .د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د ښوونځي نوې ودانۍ به جوړه شي چې حکومت به پکې ١٦ مليونه او اته لکه يوانه پيسې ولګوي .

اوسمهال په هر ټولګي کې شاګردان د خوشحاليو په فضا کې درس لولي او د چين په ملي ژبې د بشپړ تسلط سره سم ددوی هيلې هم رنګارنګې شوې :

(( زه به په زده کړه کې کوشش وکړم او وروسته به يو پوليس شم.))

((زه به د يوه غوره ډاکټر په حيث د ناروغانو درملنه وکړم.))

((زه به ډاکتري واخلم.))

(( زه به بېجينګ ته لاړ شم.))

.......

د ماشومانو خوبونه رنګارنګ دي ، هر کله چې قربان نياز ښوونځي ته ننوځي او د ماشومانو د درس لوستلو اوازونه اوري ، هغه د خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاييږي. دده په وينا زه له خپل قوم سره مينه لرم او هيله لرم چې کليوال ماشومان هم د ښاري ماشومانو غوندې له ښې ښوونې څخه ګټه واخلي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای