CRI Online

لو سين هوا : د چين حکومت د مسلمانانو د مذهبي عقيدې د ازادۍ درناوی کوي او د تامينولو لپاره يې فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 19:28:02

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس ددوو لسمې دورې ملي کمېټې کلنۍ غونډې ته . د چين د سياسي مشورتي کنفرانس ددوو لسمې دورې ملي کمېټې درېيمه غونډه يعنې د چين يوه ډېره مهمه کلنۍ غونډه بلل کيږي، اوس په بېجينګ کې يې ناسته روانه ده. د غونډې خبري ناسته د مارچ په دوهمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه، وياند لو سين هوا په دې خبري ناسته کې خبريالانو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د چين حکومت د مسلمانانو د مذهبي عقيدې د ازادۍ درناوی کوي او د تامينولو لپاره يې فرصتونه برابروي. لو شين هوا هدارنګه زياته کړه، چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو په لومړيو کې په شينجيانګ کې يوازې تقريبا دوه زره جوماتونه شته وو، خو اوس يې شمېر تر شل زرو هم زيات شوی او د ښوونکو شمېر يې له ٣٠٠٠تنو څخه اته ويشتو زرو تنو ته لوړ شوی دی. له ٢٠٠١ کال څخه راپدې خوا ٤٧ کسانو د سيمه ييز حکومت په مرستې د مصر، پاکستان او نورو هېوادونو په مشهورو اسلامي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کړې دي. دغه راز په ګرد شينجيانګ کې يو مليون مذهبي اثار ، کتابونه او مجلې په اويغوري ژبې ژباړل او چاپ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای