په دې وروستيو کې د عربي متحده امارات پوهنتون، د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون، د چين د نينګ شيا هوي قومي خپلواکې سيمې د ښوونې ادارې د چين او عربو نړيوال پوهنځي د جوړولو لپاره د خپلمنځي همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د عربي متحده امارات پوهنتون چې په عربي متحده امارات کې تر ټولو لوی او مشهور پوهنتون دی او په عربي هېوادونو او اسلامي سيمو کې لوړ نوم او شهرت لري. د ٢٠١١ کال په سپتمبر مياشت کې د چين او عربو ترمنځ د دوهمې دورې د فورم په ترڅ کې د چين د نينګ شيا هوی قومي خپلواکې سيمې حکومت او د عربي متحده امارات اقتصاد وزارت موافقه وکړه چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تګ راتګ د پياوړتيا په موخه په ګډې همکارۍ سره يو لوړپوړی پوهنځی جوړ کړي.
ز: د نوموړي تړون په لاسليک کېدو سره دغه موافقه بالاخره پلې شوې ده. د تړون له مخې، د عربي متحده امارات پوهنتون او د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون به د نينګ شيا سيمې په مرکز ين چوان ښار کې په ګډې همکارۍ سره د چين او عربي نړيوال پوهنځي جوړ کړي او په ګډه سره به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره استعداد لروونکي کسان وروزي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |