CRI Online

د پاچا السعود په پوهنتون کې قومي کلتوري فېسټيوال

cri     (GMT+08:00) 2015-03-26 14:43:00

د مارچ له ١٦ مې نېټې څخه تر ٢٠ مې نېټې پورې د سعودي عربستان د پاچا السعود په پوهنتون کې د اتمې دورې قومي کلتوري فېسټيوال ترسره شو. په دې فيسټيوال کې د چين، هند، بنګلادېش، ميانمار، اندونيزيا،فليپين، سريلانکا، ازبکستان او يمن په شمول ٢٥ هېوادونو نندارتونونه جوړ کړي وو.

په سعودي عربستان کې د چين سفارت دغه فېسټيوال ته په درنه سترګه وکتل. د سفارت کارکوونکو له چيني محصلينو سره په ګډه نندارتون طرحه او ښکلی کړ او پکې د چينايانو د دوديز پسرلني اختر په هکله فانوسونه، طومارونه ، او نور د اختر د لمانځنې لپاره ځانګړي انځورونه ، دغه راز د خطاطۍ ،کاغذقيچۍ ، چيني باب او ګونګفو په هکله مالومات ،د چين د ګړندې پرمختيا د معرفي کولو لپاره اړونده کتابونه او ويديويي فلمونه او د چين ځانګړي خواړه ايښودل شوي وو.


چيني أشپز د اشونو د جوړولو په حال کې دی


چيني خطاطۍ


1 2 3
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای