CRI Online

د شينجيانګ په تورپان کې د زردالو ګلانو سيلانيز فېسټيوال

cri     (GMT+08:00) 2015-03-26 14:43:57

د شينجيانګ د تورپان د درېيمې دورې د زردالو ګلانو سيلانيز فېسټيوال د مارچ په ٢١مه نېټه د تورپان په توکشون ولسوالۍ کې د زردالو ګلانو په باغ کې پرانيستل شو. د شينجيانګ د اورومچي ، چانګجي او شهزي په شمول له زياتو ځايونو څخ څه باندې دېرش زرو سيلانيانو د زردالو ګلانو د کتلو لپاره د نوموړي باغ سيل وکړ.

د شيجيانګ تورپان هوا ډېره ځانګړې ده او د زردالو باغونه ګلان هلته ډېر دي. له ٢٠١٣ کال څخه په هرکال کې د زردالو ګلانو سيلانيز فعاليت يوځل جوړيږي. ځايي چارواکي وايي، سږکال د مندتې ګلانو د کتلو لپاره ځانګړې اوسپنيزه لاره پرانيستل شوه چې سيلانيانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوې ، نو اټکل کيږي چې د سيلانيانو شمېر له ١٥٠ زرو تنو څخه هم زيات شي. دغه راز په يو سل يوان له تورپان څخه د سيل په نامه تګلاره پلې شوې ده، يعنې سيلانيان يوازې په يو سل يوانو د تورپان له ٧ مشهورو سيلانيزو ځايونو څخه سيل کولای شي، په عادي وخت کې ، د دغو سيلانيزو ځايونو ټکټونه ٢٣٠ يوانه دي، اوس يوازې ١٠٠ يوانه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای